تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
  تعلیم الاسلام
  October 17, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
 
دا چي نر او ښځه دواړه بشر دي، خو بل لور ته الله جل جلاله په دواړو کي داسي صلاحيتونه ايښي دي چي هېښونکي دي، د نر ژوند بېله ښځې غير مکمل دئ او همدارنګه د ښځې ژوند بېله نارينه څخه بشپړ نه دئ، دواړه يو د بله د ژوند په هره برخه کي يو د بله سره اړتيا لري، په اسلام کي هم د نر او ښځې تر منځ توپير له ورايه جوتيږي، دا چي د نر او ښځي په جسماني، روحاني او نفسياتي جوړښت کي څومرې توپير شتون لري؟ ساينس پوهانو پر دې باندي څېړنې کړيدي، چي موږ به ان شاء الله پر هر څه باندي رڼا واچوو، له دې څخه علاوه به نر او ښځه په اسلام کي هم پر تله کړو.
 
په ساينس کي د نراو د ښځي تر منځ توپيرونه:
 
۱: نر په عمومي او اوسط ډول سره قوي، د لوړ قامت څښتن او د ښه جسم خاوند وي.
 
۲:د ښځي اندامونه نازک، پاسته، نرم او طبعيت ئې هم پوست وي.
 
۳: د نارينه اواز تل زيږ او پنډ وي.
 
۴: د ښځي اواز باريک او نرم وي.
 
۵: د ښځي هډوکي نسبت و نر ته کمزوري او نرم دي.
 
۶: د نر هډوکي کلک ، مضبوط او سخت دي.
 
۷: د ښځي جسماني نشو او نما نسبت و نر ته زياته ده او په تيزۍ سره صورت نيسي.
۸: ښځه نسبت و نر ته ژر و بلوغ ته رسيږي، له همدې کبله د ښځي مقاومت د ناروغيو په مقابل کي نسبت و نر ته زيات دئ.
 
۹: د ښځي قوت نسبت و نر ته ژر ختميږي، يعني نر چي په ۴۰ کلنۍ کي کوم توان لري ښځه هغه توان په ۴۰ کلنۍ کي نلري.
 
۱۰: د نر سږي(Lungs) د ښځي تر سږو زيات ظرفيت او ګنجايش لري.
 
۱۱: په عموي ډول سره د ښځي دماغ د نر تر دماغ ۱۰ ګرامه کم دئ.
 
۱۲: د نر په بدن کي (۵۰۰۰۰۰۰) پنځه میلیونه سره کرويات(Red Blood Cells) دي.
 
۱۳: د ښځي په بدن کي (۴۵۰۰۰۰۰) څلور نیم میلیون سره کرويات (Red Blood Cells)دي.
 
۱۴: نر د خپل مزاج او طبعيت له کبله سخت مزاجه، غصه او قهر کونکی او جګړه مار وي.
 
۱۵: ښځه د خپل فطري جوړښت له کبله نرمه او له جګړې او جنجال څخه تښتي، ښځه تل د صلح او د تفاهم لاره خپلوي- چي دا کړنلاره تل په هر کور کي ليدل کيږي، که پلار اولاد وهي خو بل لور ته ئې مور بيا نازوي او د پخلاکېدو تکل ئې کوي.
 
۱۶: نر په کورني ژوند کي تل د خپلو بچو، کور او مېرمنې حمايت کوي د دوي لپاره ټول تکليفونه ګالي او دوي هوسا کوي.
 
۱۷: ښځه بيا تل ځان تر هر چا قربانوي، له خپلو ماشومانو، خاوند او کور او متاع سره مينه لري او مينه ورسره ساتي.
 
۱۸: نر د جنسي طاقت له پلوه د ښکاري درجه لري، په نر کي دا جذبه شتون لري لکه يو دهقان چي ډېره مځکه کري او حاصل ورڅخه اخلي.
 
۱۹: ښځه بيا محتاطه ده، پرده لري حياء لري، ښځه تل د هغه چا په واک کي ځان بولي چي له دې سره يې د ژوند تړون (نکاح) کړی وي، په جنسي طاقت کي د صبر او حوصلې څښتنه ده.
 
۲۰: ښځه په فطري ډول سره عفت او پاکدامني لري.
 
یادونه: پاته برخي دلته مطالعه کړئ:
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته