تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جماع یا جنسي روابط په اسلام او ساینس کي
  تعلیم الاسلام
  October 16, 2017
  0

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-10-30

 
اوس د جماع او جنسي علاقاتو و موضوع ته راسی: الله جل جلاله  د ښځي په رحم کي داسي پاکوونکي مواد پیدا کړي دي چي جراثیم وژني او دغه ځای د ضررو څخه ساتي او پاکوي.
 
دا ولي؟ دا ځکه چي زموږ خالق عظیم خالق او حکیم رب دی. 
 
(أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ﴾ [الملک: ۱۴] 
 
آیا هغه ذات چي ټول موجودات یې پیدا کړي دي نه پوهیږي؟ 
 
بلکه هر شی ورمعلوم دی او په هر څه پوهیږي.
 
مګر کله چي بیا زنا پیښیږي احتیاطات د منځه ولاړ سي، هغه دفاعي قوتونه ضعیفه سي، میکروبونه په نشو نما او پرورښت شروع وکي، قوّت مناعه یا (immunity) ونړیږي قسم قسم ناروغی نشر او ښکاره سي چي د هغو ناروغیو د جملې څخه: سیلان، زُهري، قُرحه أکّاله، قُرحة الرّخوه او نوري ناروغۍ دي.
 
دغه ذکر سوي امراض هغه مرضونه دي چي د زنا په سبب په ښځه کي پیښیږي او تر نارینه پوري هم سرایت کوي یعني نارینه هم د دغو ناروغیو د اعراضو څخه نه سي خلاصېدلای، د دغه ذکر سوو ناروغیو قسمونه او هغه ضررونه چي د دوی په سبب د انسان په جسم کي پیدا کیږي په طبي کتابو کي په پوره تفصیل سره لیکل سوي دي چي دغه زموږ اوسنی بحث د هغه تفاصیلو د رانقلولو د پاره مناسب نه دی فقط د امراضو د نومو یادول کافي دي، که څوک د دغو ناروغیو پوره تفصیل غواړي هغه کتاب ته دي رجوع وکړي چي د القرآن و الطب په نامه سره یادیږي او د کتاب مؤلف ډاکټر محمد وصفي دی، البته نوموړی کتاب په عربي ژبه سره لیکل سوی دی چي پر دغه موضوع سربیره نور هم ډیر ګټور مطالب او مضمونونه پکښي دي.    (خپل بحث ته به راوګرځو )
 
کوم وخت چي زنا پیښیږي احتیاطات له منځه ولاړ سي، د جسم دفاعي قوت ونړیږي او ذکر سوي ناروغۍ په وجود راسي، د زمانې په تېرېدلو سره پر ذکر سوو ناروغیو سربېره نور نوي مرضونه هم ښکاره سوه. 
 
دغه نوي مرضونه څه وخت په وجود راغله؟ 
 
هغه وخت چي خلکو په زنا او فحشاء کي تر حد تېری او تجاوز وکړی، فحشاء دومره ډیره سوه چي په ښکاره او اعلان سره فحاشي نشر سوه، نو مرض هم و نوي درجې او داسي لوړي مرتبې ته پورته سو چي د فحشاء د اعلان او اباحت د سویې او درجې سره برابر وي.
 
شل دیرش کاله د مخه اروپا او اروپایانو د زنا په روا بللو او رواجولو فخر کاوه، جنسي انحرافات د دوی د فخر کار ؤ، په دغه تمدن او پرمختګ نازېدل تر داسي اندازې چي په ځینو کنیسو (کلیساوو) کي د نارینه د نکاح عقد د بل نارینه سره تړل کېدی او په دې سره یې فخر هم کاوه چي دغه کنیسې پر مخ تللي کنیسې دي، مګر څه موده نه وه تېره سوې چي د طب او ډاکټرانو له طرفه پر پخوانیو ناروغیو سربېره د بلي نوې ناروغي اعلان وسو. 
 
ویل: نوی مرض درغلی ! ویل: څه شي دی؟ ویل: هربیز.
 
لږ موده لا نه وه تېره سوې چي ویل: بل مرض درغلی ! ویل: څه شي دی؟ ویل: ایډز. 
 
ویل: ایډز بیا څه شي دی؟ ویل: دا نوی مرض دی چي نه په اولو خلکو کي موجود ؤ او نه یې پخواني خلک پیژني.
 
ویل: علاج یې وکړی، ویل: علاج ته یې لار نسته.
 
ولي؟ 
 
ځکه موږ چي د دغه میکروب د پاره ضد پیدا کړو ناڅاپه میکروب نور هم مخ ته تللی وي هغه پخوانی میکروب نه وي، میکروب مخ ته ځي ترقي کوي په هغه کي نور وراثي صفتونه پیدا سوي وي، هغه علاج چي موږ د پروني جرثوم د پاره پیدا کړی ؤ د نن ورځي میکروب چي د پروني میکروب نوی نسل او جیل دی د هغه علاج تر تاثیر نه لاندي کیږي، کله چي بیا موږ د ننني میکروب دپاره علاج کشف کړو سبا بیا میکروب بل شی وي ترقي یې کړې وي، دا داسي مرض دی چي هره ورځ نوی نوی شکل اختیاروي، نه په پخوانیو خلکو کي دغه مرض ؤ او نه په زامنو کي پر هغه قسم وي چي د دوی په پلرو کي ؤ، په یوه جیل کي نوي نوي شکلونه پیدا کوي، ایډز نه یو میکروب دی او نه یو مرض دی بلکه د امراضو جبهه ده د میکروبو او جراثیمو لښکر دی، خطر دي خطر دی.
 
سبحان الله! صادق المصدوق رسول الله صلی الله علیه وسلم  صادقه دی چي فرمايي:
 
«لَمْ تَظْهَرِ الْفَاحِشَةُ فِى قَوْمٍ قَطُّ حَتَّى يُعْلِنُوا بِهَا إِلاَّ فَشَا فِيهِمُ الطَّاعُونُ وَالأَوْجَاعُ الَّتِى لَمْ تَكُنْ مَضَتْ فِى أَسْلاَفِهِمُ الَّذِينَ مَضَوْا». [رواه ابن ماجه]
 
یعني:هیڅکله به په یوه قوم کي فحشاء (زنا) په داسي اندازه سره نشر او ښکاره نه سي چي دغه فحشاء دي په علانیه سره کوي، مګر په دغه قوم کي به طاعون او داسي مرضونه نشر سي چي د دوی په تیرو سوو پلرو او نیکه ګانو کی نه وه. 
 
ایډز هم چا پیژندی؟
 
سبحان الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه حال چا خبر کړی؟ معلومه خبره ده چي دغه خبر د الله جل جلاله  له طرفه څخه دی، که موږ د ژوند په مختلفو اړخوکي د اسلام تعلیم او لارښووني مطالعه او تر غور لاندي ونیسو و به وینو چي دغه لارښووني او هدایات د انسان د ساتني او وقایې دپاره دي.
 
ماخذ: طب او اسلام
-----------------------
د اسلام او ساینس په اړه ګټوري لیکني. اسلام او ساینس
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته