تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قبر عذاب او د منکر او نکير سوال
 
  November 19, 2016
  0
لیکنه: امام محمد الغزالي رحمة الله علیه / ژباړه: حافظ کفایت الله عزیزي
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د حضرت براء ابن عاذب  رضی الله عنه  څخه روايت دئ، دى فرمايي چي موږ د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره د يوه انصاري صحابي و جنازي ته ولاړو، نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خپل سر د هغه قبر ته دننه کړي او بيا يې درې (٣) واره  داسي ارشاد وفرمايه:

 يا الله! زه ستا څخه د قبر د عذاب پناه غواړم. بيا يې وفرمايل: کله چي يو نېک انسان د آخرت په محکمه کي حاضر سي، نو الله تعالى داسي فرشتې ورته را واستوي گواکې د دوى په مخانو کي لمر دي. د دوى سره خوشبوى او کفن وي او دوى د ده و مخ ته ناستي وي، کله چي د ده روح واخيستل سي، نو د مځکي او آسمان په مابېنځ کي هر فرشته او د آسمان هره فرشته پر ده باندي رحمت استوي،  او د آسمان دروازه خلاصه سي داسي يوه دروازه هم نه وي چي د ده د روح غوښتنه نه کوي. کله چي د ده روح لوړ ولاړ سي نو فرشتې عرض وکړي،  چي يا الله!  دا ستا فلانې بنده دئ، بيا د الله تعالى د طرفه څخه حکم وسي، چي دى بوزئ او هغه سامان کوم چي د ده لپاره تيار سوى دي هغه ور ښکاره کړي، ځکه چي موږ ده ته وعده ورکړې ده:

 (مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى). (سورة طْه، آيت: ٥٥)
 ژباړه: د مځکي څخه موږ تاسي پيدا کړي ياست او بيا مو په همدغه مځکه کي بېرته اچوو او بيا مو بېرته را باسو د دې مځکي څخه دوهم وار.

هغه شخص د خپلو ملگرو د چپلکو آوازونه اوري، په دغه وخت کي د ده څخه پوښتنه کېږي چي ستا رب څوک دئ؟ او ستا دين څه شي دئ؟ او ستا نبي څوک  دئ؟ دي جواب ورکوي: چي زما رب الله دئ او دين مي اسلام دئ او زما نبي محمدرسول الله  صلی الله علیه وسلم  دئ. د ده څخه سوالونه په ډېره سخته لهجه سره کېږي او دا آخري امتحان دئ چي د مړى څخه کېږي، کله چي دى دغه جواب ورکړي نو يو ويونکى ووايي: ته رښتيا وايې! دغه معنا د دې آيت شريف ده:

(يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ...) (سورة ابراهيم، آيت: ٢٧)
ژباړه:  ټينگه وي الله تعالى ايمان راوړونکي په ثابته خبره سره، د دنيا په ژوند او آخرت کي.

بيا و ده ته يو ښايسته، ښه جامې اغوستونکى او خوشبوي لرونکى کس راسي او ورته وايي: چي پر تا دي دالله  جل جلاله  د رحمت زيرى وي  او پر تا دي د هغه جنت زيري وي په کوم کي چي همېشنې خوند دئ. بيا مړى و هغه ته وايي: چي خداى  جل جلاله  دي تا ته خير در کړي، ته څوک يې؟ هغه ورته وايي: چي زه ستا هغه نېک عمل يم، په خداى  جل جلاله  قسم ما ستا حال ليدي چي تا د الله  جل جلاله  په اطاعت کي تلوار او په معصيت کي ځنډ کوي، الله تعالى دي تا ته د خير جزا در کړي. 

بيا يو آواز کوونکى وايي: چي ده ته د جنت د بسترو څخه يوه بستره راوړي او يوه دروازه د جنت د ده و طرفته خلاصه کړي، نو بيا دجنت يوه بستره ورته هواره کړل سي او د جنت يوه دروازه د ده لپاره خلاصه سي او دى دغه وخت وايي: چي يا الله! قيامت ژر راوله، تر څو زه د خپل اهل او مال و طرفته ستون سم.

 او د کافرانو به داحال وي چي کله آخرت ته مخامخ کېږي او د دنيا څخه جلا سي، نو فرشتى پر دوى باندي په ډېر غضب سره را کښته کېږي او د دوى سره د اور کالي وي، دوي پر ده باندي را وگرځي او کله چي  د دوى روح اخيستل کېږي، نو د دنيا او آسمان فرشتې پر دوى باندي لعنت وايي او د آسمانو دروازې ورته بندي کړل سي، يوه دروازه هم داسي نه وي چي د دوى د روح د ننوتلو څخه بد نه وړي. کله چي د دوى روح پورته سي نو هغه روح وغورځول سي او وويل سي: چي يا الله  جل جلاله ! ستا د فلانکي بنده روح نه آسمان قبلوي او نه مځکه. نو الله تعالى ورته وفرمايي: چي هغه ليري کړئ او د تباهي سامان موږ د هغوى دپاره تيار کړى دئ، هغه سامان هغوى  ته ور ښکاره کړي د کوم چي موږ وعده ورسره کړې ده:

(مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى). (سورة طْه، آيت: ٥٥)

ژباړه: د مځکي څخه موږ تاسي پيدا کړي ياست او بيا مو په همدغه مځکه کي بېرته اچوو او بيا مو بېرته را باسو د دې مځکي څخه دوهم وار.

او دوي هم دخپلو ملگرو د چپلکو آواز اوري تر داسي وخته پوري، چي و ده ته وويل سي: چي ستا رب څوک دئ؟ او ستا نبى څوک دئ؟ اوستا دين څه شي دئ؟ دغه کافر په جواب کي ورته وايي: چي زه نه  يم په خبر. نو فرشتې ده ته وايي: چي  نه دي اوريدلي دئ او نه دي ويلي دئ. بيا و ده ته يو بد بوى لرونکى لباس راوړل سي او ورته وويل سي، چي ته دي د خداى  جل جلاله  په غضب اخته سې او تا ته دي دردناکه عذاب درکول سي. دى ورته وايي: چي خداى  جل جلاله  دي تا ته د بدي خبر درکړي ته څوک يې؟ هغه ورته وايې چي زه ستا بد عمل يم! په خداى  جل جلاله  قسم! تا د خداى  جل جلاله په نافرماني کي تلوار او په اطاعت کي دي ځنډ کوي، الله تعالى دي تا ته جزا د بدي در کړي. دغه مړى هم ورته وايي: چي الله تعالى دي تا ته هم جزا د بدي در کړي. بيا پر ده باندي يو کوڼ او گونگې و درول سي، چي د هغه سره يو د اوسپني  گُرز وي، که چيري انسانان او پيريان د دې گرز په پورته کولو باندي متفق سي نو به يې هم نه کړي  پورته. که چيري دغه گرز پر غره باندي ايله سي نو غر به د خاوري په شان سي. دغه گونگې په دې گرز باندي دغه کافر ووهي، هغه خاوري سي، بيا په ده کي روح پيدا سي، د ده د سترگو په بيخو کي  يو زخم پيدا سي، چي د ده آواز د انسان او پيرى څخه ماسېوا نور د مځکي ټول مخلوقات يې اوري. بيا يو آواز کوونکي وايي: د ده دپاره دوې تختې د اور راوړي او يوه دروازه د جهنم ورته را خلاصه کړي، نو د ده دپاره دوې د اور تختې راوړل سي او يوه دروازه د جهنم و طرف ته خلاص سي.

محمد بن على رحمه الله فرمايي: کله چي يو شخص مړ سي، نو د ده و مخته د ده  د نېک او بد عملونو يو صورت پيدا سي او راسي، کله چي دى هغه وويني نو د نيکو عملونو و طرفته گوري او د بدو عملونو څخه مخ اړوي.

حضرت ابو هريره  رضی الله عنه  فرمايي: چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: کله چي مؤمن مړ سي نو وه ده ته فرشتې د ورېښم په ټوکر کي د مشک او ريحان خاوري راوړي، نو د ده روح داسي ځني را باسي لکه د اوړو څخه چي ورېښته را کاږي او ورته وويل سي: چي اې نفس مطمئنه! د الله تعالى د راحت او کرامت و طرفته ووزه!  ته د الله تعالى څخه راضي سه، الله تعالى ستا څخه راضي دئ. او کله چي د ده روح واخيستل سي نو هغه روح په مشکو او ريحانو کي کښېښوول سي او د ورېښم هغه ټوکر پر را وپېچل سي او دى و عِليين يعني د جنت و هغه لوړو درجو واستول سي.

 او کله چي کافر مړ سي نو و ده ته فرشتې په ټاټ کي د اور بڅرکي راوړي او په ډېره سختي سره روح ځني کاږي، لکه اغزنه لښته چي د لندو وړيو څخه راباسې او ورته وويل سي: چي اې نفس خبيث! د الله تعالى د عذاب اوتکليفو و طرفته ووزه! ته د هغه څخه ناراضه او هغه ستا څخه ناراضه. کله چي د ده روح واخيستل سي نو د ده روح د اور په بڅرکو کي ايږدي او سربېره هغه ټاټ ور باندي را وپېچي او هغه د سِجين يعني د زندان وطرفته واستول سي.

محمد بن کعب رحمه الله د دې آيت شريف په باره کي فر مايي:

( حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ (99) لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ) (سورة المؤمنون، آيت: ٩٩ او  ١٠٠)

ژباړه: تر دې پوري چي کله ورسېږي د دوى څخه و يوه ته مرگ ، وايي اې ربه! ما بېرته واستوه، شايد چي زه ښه عمل وکړم په هغه څه کي چي ما پرې ايښي دئ، هيڅکله داسي نه ده، دا يوه خبره ده چي دى يې وايي.

ددې آيت شريف مقصد دا دئ: الله تعالى د انسان څخه پوښتنه کوي چي ته څه غواړې؟ د کوم شي غوښتنه کوې؟ آيا ته بيا غواړې چي مال او دولت جمع کړې؟ اوباغ ولگوې او عمارت جوړ کړې؟  او ويالي و بهوې؟ هغه وايي: چي يا بلکي کوم شيان چي ما پرې ايښي دي په هغو کي ښه کار وکړم، نو الله تعالى فرمايي:

(كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا...)

ژباړه: هيڅکله داسي نه ده، دا يوه خبره ده چي دى يې وايي. يعني چي د مرگ وخت راسي نو دا خبره کوي.

حضرت ابوهريره  رضی الله عنه  فرمايي: چي جناب نبى کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: چي مؤمن په خپل قبر کي په يوه شنه باغ کي اوسېږي او د ده قبر اويا گزه پراخ سي او نوراني سي، لکه څنگه چي د څوارلسم سپوږمۍ وي او تاسوته معلومه ده چي دغه آيت شريف د چاپه باره کي دي:

﴿فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً﴾ (سورة طه، آيت: ١٢٤)
ژباړه:نو ده ته به و رسېږي تنگ ژوند.

صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ....

ان شاءالله نور بیا.....

ماخذ: د قبر د عذاب حقیقت

پاته برخه: د قبر د عذاب درې صورتونه
 

سرته