تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رانجه په اسلام او ساینس کي (۲)
 
  December 6, 2016
  0

 لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کي کوم اثمد رانجه استعمالېدل؟

علامه ابن قیم جوزی رحمة الله علیه پخپلو کتابو (الطب النبوی او زاد المعاد في هدي خير العباد) کي لیکي:

کوم اثمد رانجه چي راتلل هغه توره ډبره وه او له اصفهانه راتلل، دا هغه اثمد دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم استعمالول. بل سره اثمد (الاثمد الاحمر) دي، چي په عربو کي پیدا کېدل.

علامه مرتضى الزبيدي رحمه الله علیه لیکي:

اثمد له دې څخه علاوه د اصفهان، مغرب ، حجاز بلکې په ځینو نورو هیوادونو کي هم موندل کیږي. دا یوه توره ډبره ده چي رنګ یې و سره ته مایل دﺉ. (تاج العروس: ۴/ ۴۶۸)

علامه ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه لیکي:

اثمد یوه توره ډبره ده چي  سور بخنه ده او په حجاز کي پیدا کیږي.

علامه مبارکپوري رحمة الله علیه لیکي: کوم اثمد چي و حجاز ته راتلل هغه له اصفهانه څخه وارد ېدل. (تحفة الاحوذی ۵/ ۳۶۵)
 

د پورتنیو علماء په اقوالو کي هیڅ ټکر نسته ، داځکه یو وخت به د اصفهان اثمد زیات راتلل، بل وخت به د حجاز اثمد زیات راتلل او بل وخت به د مغرب اثمد زیات راتلل، د وخت په تېرېدو سره یې تجارت هم مختلف رنګونه خپلول، نو ځکه اصفهان، حجاز او مغرب دا ټول صحیح دي، چي له دغو ځایونو څخه دغه د اثمد ډبره راتلل او استعمالېدل.

علامه ابن قیم جوزی رحمة الله علیه د اثمد د ګټو په هکله لیکي:

و سترګو ته ګټه رسوي، د سترګو دید زیاتوي، د سترګو اعصاب قوي کوي، سترګي په بشپړ ډول سره صحتمندي ساتي، که په سترګو کي غوښه یا پرده وي هغه له منځه وړي، او که چیري پیدا کیږي د هغه مخه نیسي، سترګي تل صفا او ستره ساتي، و سترګو ته ښکلا او ځلا ورکوي، که چیري سترګي درد کوي نو بیا دي لږ رقیق عسل د اثمد سره ګډ کړل سي ښه درملنه یې ده، که چیري سترګي سُوی کوي هغه سوخت یې ختموي، اثمد د هغو خلکو لپاره چي معمره وي ښکلې تحفه ده دا ځکه د دوی د سترګو ټوله درملنه کوي، خو د دوی لپاره یو شی مهم دی چي اثمد او مشک سره ګډ کړي. (زاد المعاد فی هدي خیر العباد ۴/ ۲۸۳)

موږ څنګه اصلي اثمد له غیر اصلي اثمد څخه بېل کړو؟

۱:اصلي اثمد رانجه خپل ځانته رنګ لري، چي هغه تور دي و سره ته مایل دي، خو هغه اثمد چي تک تور وي دغه په دې اصلي نه دي چي نور رنګ ورسره ګډ سوی دﺉ.

۲: اصلي اثمد رانجه و خپل ځانته ښکلی خوند او بوی لري، خو هغه اثمد چي ښکلی خوند په سترګه کي او بوی و نلري هغه اصلي اثمد نه دي .

۳: د اصلي اثمد په استعمال سره سترګي هوسا وي، او هغه اثمد چي اصلي نه وي د هغو د استعمال سره سترګي په تکلیف وي.

۴: د اصلي اثمد په استعمال سره ډېر ژر څوک پوهیږي چي د سترګو دید زیاتوي او غیر اصلي اثمد دا ځانګړتیا نلري.

۵: کله چي په اصلي اثمد باندي سترګي توري کړل سي اغیزي یې و پزي ته نه راځي، او غیر اصلي اثمد چي کله سترګي په توري کړل سي و پزي ته یې اثر او رنګ رارسیږي.
 
---------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته