تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رانجه په اسلام او ساینس کي (۳)
 
  December 13, 2016
  0

لیکنه او څیړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه  د رانجو د استعمال د ګټو په هکله لیکي:


رانجه سترګي صحتمندي ساتي، د سترګو دید زیاتوي، ښکلا او ځلا ورکوي، هغه مواد چی و سترګوته تاوان رسوي هغه له منځه وړي، او که د خوب په حالت کي استعمال سي بیا په دې ډېر ښه دي چي سترګي حرکت نه کوي او رانجه د سترګو و هر ځای ته ځان رسوي. زاد المعاد ۴/ ۲۵۷)

طبیب علامه البغدادي رحمة الله علیه د اثمد د رانجو په هکله لیکي:
باڼو ګان غټوي او شنه کوي او د سترګو د روغتیا ضمانت کوي.

علامه ابن سینا د اثمد په هکله لیکي:
د اثمد رانجه سترګي ښه ساتي او د سترګو زخمونه لیري کوي.


اثمد رانجه څنګه جوړیږي؟

د اثمد رانجه داسي جوړیږي چی کله ډبره ښه میده سو، بیا د زیتون تېل ورسره یو ځای کوي چي غوړ سي، او کله هم د مندوو تېل ورسره یو ځای کوي، له دې څخه وروسته ځیني کسان مشک او عود هم ورسره یو ځای کوي تر څو ګټه یې ډیره سي.

د رنجو د استعمال طریقه
 
په رانجو باید ۳ ځلي سترګي توري کړل سي

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوب څخه مخکي درې درې ځلي سترګي تورولې. (شمائل ترمذی پاڼه: ۵)

په سترګو تورولو کي درې سنتونه:
 
۱: درې درې ځلي تورول.
۲: لومړی راسته سترګه بیا چپه سترګه.
۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله دوه دوه ځلي سترګي توري کړې او دریم ځل به یې په یوه لرګي دواړې سترګي توري کړې. (جمع الوسائل: پاڼه: ۱۰۳، ۱۰۴)

رانجوننې (سرمه دانۍ) سنت ده:

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم رانجوننې (سرمه دانۍ) درلودل . (شمائل: ۵)

د سترګو تورول د نر لپاره هم جائز ده:

که چیري نارینه رانجه استعمال کړي ورته جائزه ده هیڅ مشکل نلري. (فتاوی احیاء العلوم ټوک:۱ پاڼه: ۲۷۹)

که رانجو سترګو ته نقصان رسوئ بیا دي نه استعمالوي:

که چیري د رانجو په استعمال سره د یو چا سترګو خارښت پیدا کړ او یا یې تاوان ور رسوئ بیا دي نه استعمالوي.
 
(دارالافتاء جامعه دارالعلوم کراچی، ۴/ ۱۲/ ۱۴۲۱ هق، بحواله: جامع الفتاوی ټوک:۳، پاڼه: ۴۰۴)

نارینه هم تور رانجه استعمالولای سي:
 
که چیري نارینه تور رانجه د سترګو د قوي کېدو او علاج لپاره استعمالوي هیڅ پروا نلري، په حدیث شریف کي رانجه راغلي دي، تور او سپین نه دي ذکر سوي. (کتاب الفتاوی: ټوک:۶، پاڼه: ۸۰)
 
ان شاءالله نور بیا...
 
---------------
مخکنۍ برخي: رانجه په اسلام او ساینس کي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته