تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي په ميراث کي دوې ښځې له يوه نر سره برابرې دي؟
 
  December 16, 2016
  0
ځواب: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

کله چي ښځه د پلار په کور کي وي نو ټوله مصرف، نفقه او کالي ئې د پلار او يا مشر ورور ذمه ده، او کله چي ښځه د خاوند و کور ته ولاړه سي نو بيا ئې ټوله نفقه، کالي او مصرف پر خاوند باندي دي، نو ځکه په ميراث کي الله جل جلاله ورته نيم حق ورکړيدئ، که چيري موږ يوه بېلګه وړاندي کړو ؛ په يوه کور کي يو ورور او دوې خويندې دي که چيري دا ورور ۱۰۰ روپۍ ولري او دا خويندي دواړي ۱۰۰ روپۍ ولري نو دا د ورور سل روپۍ به ختمي سي نوري په زرهاوو به ختمي سي خو د خويندو دا سل روپۍ به ختمي نه سي دا ځکه چي ددې دوو خويندو ټوله خرڅه پر ورور باندي ده نو له همدې کبله الله جل جلاله دا پرېکړه د انصاف او عدل په دائره کي کړېده.
 

په ميراث کي د ښځي حق او اقتصادي امتيازات:

–د ښځې ټول مصارف او خرڅ لومړی په پلار او بيا په خاوند باندي دئ او هیڅ ډول مصرف له خپل جيب څخه نکوي خو سره لدې هم اسلام هغې ته د خپل اصلي مسؤليت د اداء کولو لپاره زيات مالي او اقتصادي امتيازات ورکړيدي چي په لاندي توګه وړاندي کيږي:

الف : د خپل پلار په ميراث کي د ورور نيمه برخه د خور حق کيږي .
 
ب : د خپل خاوند په ميراث کي د اولاد د شتوالى په صورت کي اتمه برخه او که اولا د نه وي څلورمه برخه اخلي .
 
ج : د نکاح په وخت کي د خاوند څخه مهر د ښځې حق دئ .
 
د : د اولاد په ميراث کي ښځه شپږمه برخه اخلي .
 
ھ : د خپل کار، کسب، تجارت ،هديو او تحفو څخه چي څه ګټه او نفع راځي هغه ټوله د ښځې حق دئ .
 
------------------
اړوند لیکني:
په غرب کي د ښځو د مالي حقوقو تاریخ
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
د ښځو په اړه نوري ګټوري لیکني

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته