تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کورنۍ د غړو افعال څارل
  تعلیم الاسلام
  March 7, 2017
  0
پنځلسمه لارښوونه: د کورنۍ د افرادو د احوال د ملاحظې په اړه دقت وکړئ
 
ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ستاسو د بچيانو ملګري څه ډول خلک دي؟!
 
ايا مخکې له دينه د خپلو بچيانو له دوستانو سره مخامخ سوي ياست يا يې پيژنئ؟
 
ستا بچي له هغه کس نه بهر له کوره څه شي راوړل؟
 
دوی کومې مشترکې نقطې سره ملګري کړي وه؟
 
د دوی د ميز په خانه کې، د کتابونو په صندوق کې، د بالښتونو لاندې يې او د خوب د تختونو لاندې يې څه شي پراته وي؟
 
ستا لور چيرې ځي د چا سره ځي؟
 
ځينې والدين نه پوهيږي چي د اولادو سره يې بيکاره تصويرونه، فاسد فلمونه او مواد مخدر موجود وي، ځينې والدين نه پوهيږي لور يې د خادمې سره بازار ته ولاړه سي، خادمه په انتظارګاه  کي ودروي او پخپله هغه د وعدې ځای ته ځي چي د يوه شيطان سره يې کړې وي.
 
د نشه يې شيانو د کارولو د پاره د خپل بد ملګري کره ځي او فاسدو کارونو کې اخته کيږي.
 
دا ډول کسان چي خپل اولاد ازاد پريږدي، دوی به هيڅکله د ورځې د قيامت د حاضريدلو او جواب ورکولو نه خلاص نسي او هيڅکله به د جزا د ورځې د سختو حالاتو نه ونه تښتي، نبي کریم عليه السلام فرمايي:
 
(الله تعالی به د هر مسول نه د هغه د رعيت په اړه پوښتنه کوي، چې هغه يې خوندي ساتلی او که يې ضايع کړی، تردې چي د کورنۍ د اهل په اړه به د سړي نه پوښتنه کيږي.)
 
دلته ځينې مهم ټکي د يادونې وړ دي:
 
بايد د کورنۍ د اهل په پټه توګه مراقبت وسي.
 
مراقبت بايد د ويرې د فضاد رامنځ ته کولو د پاره نه وي.
 
بايد د اولاد د اعتماد احساس له لاسه ورنه کړي.
 
لازمه ده چي په نصيحت او سرزنش کي د ماشومانو عمر، مدارک او د اشتباه مقدار په نظرکې ونيول سي.
 
د منفي اړخونو په ډيره دقيقه توګه معلومولو په داسې توګه چي بيخي ساه ويستل يې ورشمارې ځان وساته.
 
يوه کس راته کيسه کوله چي يوه پلار کمپيوټر درلود، په هغه کي يې د خپل اولاد اشتباهات سره د شرح او تفصيل او تاريخ سره ياداشتول او بيا به يې حافظې ته سپارل.
 
هر کله به يې چي د يوه زوی نه اشتباه کيدله، پلار به يې کمپيوټر روښانه کړ او د زوی اړوند فائل به يې راخلاص کړ، د هغه ټول د ماضي او حاضر اشتباهات به يې ور وشمارل.
 
يادونه: موږ په يوه شرکت کي کار نه کوو اونه پلارد فرشتې په توګه د سيئاتو اوا شتباهاتو په ليکلو ټاکل سوی دی، دا ډول پلرونه بايد د روزنې د اصولو په اړه ډيره مطالعه وکړي.
 
همدا ډول داسې کسان هم پيژنم چي د ماشومانو په کارونو کې دخالت بيخي مردود ګڼي،او دا په دې دليل چي وايي: زوی دي قناعت ته نه رسيږي چي اشتباه ، اشتباه او ګناه، ګناه ده، تردې چي پخپله په ګناه او اشتباه کي واقع سي او پخپله خپله اشتباه کشف او معلومه کړي.
 
ددې دا وجه ده چي ده د لويديځوالې فلسفې شيدې روبدلي، شيدې ورکوونکې دې تباه سي.
 
بل بيا د کارونو واګې د ماشوم په لاس کي ورکوي، او ويريږي چي زوی يې ده لره بد ونه ګڼي او وايي: د هر کار چې مرتکب کيږي، څه خبره نه ده، مهمه خبره داده چي ده د محبت او مينه راجلب کړو.
 
هغه بل بيا د کارونو واګې خپل زوی ته سپاري او دا کار يوازې د هماغه اشتباه او سختګيرۍ د معاملې عکس العمل دی چي خپل پلار يې مخکې ده سره کړې وه او ګمان کوي چي څنګه له ده سره پلار معامله کړې وه، هماغه رنګه يې  له اولاد سره کوي.
 
او بل بيا د وروسته پاتې په ګرداب کي لاس او پښې وهي وايي: پريږده چي زوی او لور له خپلو ځوانيو هغه خوند واخلي چي څنګه يې زړه غواړي.
 
ايا دا ډول کسان ګمان نه کوي چي خپل اولاد به يې په ورځ د محشر له ګريوان نه راونيسي او ورته وبه وايي:
 
ای پلاره! ولې دې زه د ګناه په کنده کي همداسې پريښی وم؟!
 
د کورني جوړښت په اړه نوري لیکني: کورنی جوړښت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته