تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت:يهوديت او نصرانيت په جزیرة العرب کي (۱۱)
  تعلیم الاسلام
  February 26, 2018
  0
 يهوديت او نصرانيت وجزيرةالعرب ته څنګه داخل سوه؟
 
مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اوس به هغه بيان درته وسي چي يهوديت او نصرانيت کله او څنګه و جزيرة العرب ته داخل سوه؟ او بيا د فارس د مجوسيانو يا فارسيانو حکومت څنګه و يمن ته راغلى؟
 
تاسي ته معلومه ده كله چي سرورکائنات محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  په رسالت سره مبعوث کړل سو هغه وخت فارسيانو پر يمن حکومت کاوه او د نجران خلک نصارا وه، د يمن ځيني حصې يهوديان او ځيني حصې يې نصارا وه، دغه مختلف أديان و جزيرة العرب ته څنګه داخل سوه؟ په عربو کي خو دغه شيان نه وه موجود، په پخوا کي ټول عرب موحِّدِين او د ابراهيم علیه السلام  پر دين وه، نو دغه نور ادیان څنګه دلته راغله؟
 
 
 
 
هغه داسي: چي د شام څخه ځيني يهود د يوه ظالم پاچا د ظلم په سبب یثرِب ته (چي په وروسته کي يې نوم مدينه منوره سو) او خيبر ته را مهاجر سول او  دغه ځايونه يې د ځان وطن وګرځول، دا خو یثرِب او خیبر ته د یهودو راتګ سو، مګر هلته په يمن کي هم ډير يهود موجود وه نو دغه یهود کله او څنګه دلته یمن ته راغله؟ 
 
قصه ډيره اوږده ده مګر ډېر تاريخ پوهان يې د ربيع ابن نصر په قصه سره شروع کوي  هغه داسي: ربيع ابن نصر چي د يمن پاچا ؤ ده يو خوب وليدى چي دغه بيان او قصه د تاريخ ټولو علماوو لکه (طبري) (ابن کثير) (ابن الأثير) او تقريباً ټولو مؤرخينو ذکر کړې ده، کوم وخت چي پاچا خوب وليدى (څرنګه چي په هغه وختو کي نجوم ګران، جادوګران او کاهنان پر خلکو او د خلکو پر عقايدو او عباداتو مسلط وه، دا ولي مسلط وه؟ ځکه کوم وخت چي شرک او کفر په عالَم کي نشر سول او الْهي دين پټ او ورک سو نو خيالات او اوهام په خلکو کي نشرسوه، په دغه سبب جادو او جادوګران، منجمين او کوډګران د اعتبارخاوندان سوه، د خلکو د رجوع ځاى دوى وګرځېدل)
 
 کوم وخت چي د يمن پاچا خوب وليدى، نو يې د خوب د ترجمې د پاره جادو ګرانو او منجمينو ته رجوع وکړه او د هغو څخه يې مرسته وغوښتل، قصه ډيره اوږده ده مقصد دا چي هغو ورته و ويل: ستا د خوب معنْی دا ده: چي د حبشيانو حكومت به يمن ونيسي، پاچا و ويل: دا به څه وخت پيښه سي؟ دوى ويل: شپېته يا اويا کاله وروسته. 
 
پاچا د دغه خوب په لیدلو او د هغه په ترجمه  پر خپلو اولادو او لمسيانو  وبېرېدى چي ټوله اولاده به مي د حبشيانو په لاس وژل کيږي؟ نو يې إراده وکړه چي خپله اولاده د يمن څخه و عراق ته نقل کړي او په عراق کي يې (حِيره) چي د نجف او کوفې په منځ کي د يوې منطقې او ښار نوم دى د خپلي اولادې او کورنۍ د سکونت د پاره اختيار کړل.
 
(نعمان بن منذر د هغه وختو د عراق مشهوره پاچا د دغه ربيع ابن نصر د اولادې څخه دى، ځکه ربيع بن نصر خپله کورنۍ هلته نقل کړه او بيا د ده د اولادې پاچهي تر ډېره وخته هلته پاته وه، دغه نعمان بن منذر بيا په وروسته کي زموږ په قصه کي ذکر کيږي په ياد يې  ولرى).
 
په مدینه منوره کي د تبع پاچا جنګ

 څه موده وروسته دغه ربيع بن نصر پاچا مړ سو او د ده زوى د ده پرځاى کښېنستى او پاچهي د ده په اولاده کي پاته سوه، ترڅو د ده په اولاده کي يو نفر د تَبان بن اسعد په نامه سره پاچا سو او تُبّع ورته ويل کېدل، اصلاً تُبّع د يمن د پاچهانو لقب ؤ يعني: په تيرو وختو کي د يمن و هر پاچا ته تُبّع ويل کېده، د روم و هر پاچا ته قيصر ويل کېده، د فارس و هر پاچا ته کسرْی ويل کېده، د حبشې و هر پاچا ته نجاشي ويل کېده او د مصر و هر پاچا ته فرعون ويل کېده، 
 
نو د هر ځاى پاچا خاص لقب درلودی، دغه د يمن پاچا تَبّانِ اسعد چي لقب يې تُبّع ؤ د يمن د مشهورو پاچهانو څخه دى ډير لوى شان او شوکت يې درلود ټول يمن د ده تر لاس لاندي ؤ، غني او سخي سړئ ؤ ده به همېشه سفرونه کول د يوه ځاى څخه به بل ځاى ته د سياحت او تجارت دپاره تلى، يو وخت د يمن څخه و شام ته رهي سو په لار کي يې خپل زوى په یثرِب کي (چي اوس مدينه منوره ورته ويل کيږي) د تجارت د ځينو کارو د پاره پرېښاوه او  دئ شام ته ولاړى، خو دلته د تُبّع د زوى او اهلِ یثرِب په منځ کي داسي اختلاف پېښ سو چي تر جنګه سره ورسېدل او په دغه جنګ کي د تُبّع زوى و وژل سو، کوم وخت چي و تُبّع ته دا خبر ورسېدى د شام څخه بيرته را وګرځېدى غواړي چي یوازي د خپل زوى قاتلانو ته نه بلکه ټول اهل یثرِب ته جزاء ورکړي.
 
 دلته نو د اهلِ يمن او اهلِ یثرِب په منځ کي جنګ شروع سو او جنګ ډېره موده دوام وکړى، مګر تُبّع په دې جنګ کي يو ډير عجيب کار وليدى، هغه دا چي د یثرِب خلکو به د ورځي د دوى سره جنګ کاوه خو کوم وخت چي به ماښام سو او دوه لښکره به سره ليري او جلا سوه د یثرِب خلکو به دوى ته خواړه او سترخانونه راليږل او د ميلمه پر ډول به يې د دوى عزت کاوه، تُبّع ډير په تعجب کي ؤ چي دا څنګه خلك دي؟ 
 
د خپلو دښمنانو عزت کوي او خواړه ورکوي څوک دومره سخا او کرم لري؟  مګر بيا هم تُبّع نيت کړى ؤ چي د خـپل زوى بدله او انتقام واخلي. 
 
 
د نبي د هجرت په ښار کي
جنګ دغسي دوام درلود ترڅو چي د یثرِب د يهودو د علماوو څخه دوه نفره و تُبّع ته ورغلل او غوښتل يې چي د ده سره خبري وکړي، ده هم اجازه ورکړه او سره کښېنستل، يهودو ورته و ويل: ته څه إراده لرې چي دومره جنګ کوې؟ تُبّع و ويل: غواړم چي دغه یثرِب خراب کړم، دوى ويل: دا کار نه سې کولاى  قسم په الله چي الله جل جلاله به د مخه تر دې چي ته یثرِب خراب کړې تا هلاک کړي، تُبّع و ويل: دا څنګه درته معلومه سوه؟ 
 
دوى و ويل: دا وطن د نبي د هجرت ځاى دى دغه ځاى ته به را تلونکى نبي هجرت را کوي دا ښار نه خرابيږي او  نه يې خرابولاى سې، تُبّع پوښتنه وکړه چي تاسي په دې حال څه خبر ياست؟  د يهودو عالمانو و ويل: دا زموږ په تورات کي راغلي دي.
 
 وروڼو! دا دي تاسي ته معلومه وي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه علامه نه بلکه ډيري علامې د يهودو سره په تورات کي ليکلي او موجودي وې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وخت ټول يهود پوهېدل چي دا هغه وعده سوى نبي دى مګر د عناد او عداوت، حسد او غرور، ځاني ګټو او نفسي غوښتنو په سبب يې ايمان نه راوړى.
 
 کوم وخت چي دغه د يهودو عالمانو و تُبّع ته دا بيان وکړى او تُبّع تر اوسه تورات نه پېژني نو يې د تورات په باره کي پوښتني ځني شروع کړې، يهودو هم د خپل دين، توحيد او تورات په باره کي پوره معلومات ورکړل او ټول شيان يې په تفصيل سره ورته بيان کړل، دغه دیني او کتابي خبري د تُبّع پر طبيعت ښې او برابري ولګېدې ځکه یهودیت الْهي او آسماني دين ؤ، تُبّع هم د يهوديت دين اختيار کړى او يهودي سو، د یثرِب خرابول يې پرېښودل او مخ پر يمن رهي سو.
 
په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي اړوند لیکني:
نبوي سیرت (ږغیز)
د نبوي سیرت ۱۵ مهمي نقطې
د کعبې جوړښت
اصحاب الفیل څوک وه؟
په جزیرة العرب کي د شرک تاریخ
د نبوت دلائل
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته