تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قرانکریم کي زموږ لپاره راغلي پیغامونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2022
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

 لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په قرانکریم کي زموږ لپاره د څه شي پیغام موجود دی؟ الحمدلله قرانکریم د الله رب العالمین کتاب دی چي په خپل رسول محمد صلي الله علیه وسلم باندي یې نازل کړی دی، لپاره د دې چي خلک له تاریکیو څخه روښنایي ته وباسي ، لکه الله تعالي چي یې په اړه فرمایي:
 
(هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ). الحديد : ۹
 ژباړه: الله همغه ذات دی چې پر خپل بنده باندي څرګند روښانه ایتونه نازلوي، تر څو چي تاسي له تیارو څخه راوباسي ، رڼا ته مو راولي.
 
الله تبارک وتعالي په قران پاک کي د مخکنیو او وروستنیو خلکو اخبار موږ ته بیان کړی دی ، او د اسمانو او مځکي د خلقت بیان یې موږ ته په قرانکریم کي کړی دی، او په تفصیل سره یې راته په قران پاک کي حلال او حرام بیا ن کړي دي ، د ژوند اصول او اداب او اخلاق او احکام او عبادات او معاملات يې راته کي بیان کړي دي، او د پیغمبرانو او صالحینو او مؤمنانو او کافرانو سیرت یې په قران پاک کي راته بیان کړی دی ،او د جنت صفت یې راته بیان کړي دي چي د مؤمنانو کور دی ، او د دوزخ صفت یې راته بیان کړی دی چي د کفارو کور دی، او الله تعالي یوا داسي کتاب رانازل کړی دی چي د هر شي څرګندونکی دی، لکه الله تعالي چې یې په هکله فرمايي:
 
(وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ) النحل : ۸۹
 ژباړه: موږ دغه کتاب په تا نازل کړی دی ، چي په ډاګه ښکاره د هر شي څرګندونکی دی ، او د هغو خلکو لپاره هدایت ، رحمت او زیری دی چي د امر منني غاړه یې ایښې ده.
 
د ژوند د ټولو چارو اړوند اصول، قوانین او اداب موجود دي. 
 
او په قرانکریم کي د الله تعالي د اسماء او صفاتو بیان دی او همدارنګه د الله تعالي د مخلوق بیان او په الله او ملایکو او رسولانو او د قیامت په ورځ په ایمان راوړلو بیان په قران پاک کي موجود دی:
 
 (آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ  مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ). البقرة : ۲۸۵ 
 
او په قرانکریم کي د قیامت ورځ او د هغي احوال او وروسته له مرګه ژوندون او حشر حساب کتاب او د حوض کوثر او پول صراط او میزان او د جنت نعیم او د عذاب او د یو ځای کیدلو د خلکو لپاره د هغه عظیمي او لوي ورځې احوال بیان شوي دی:
 
( اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا) النساء : ۸۷ 
. ژباړه ، الله جل جلاله ، له هغه څخه پرته هیڅ کوم بل خدای نشته ، هغه به تاسي ټول د قیامت په ورځ راټول کړي چي د هغي په راتګ کي هیڅ کوم شک او شبهه نشته ، او د الله له خبري څخه ډیره زیاته رښتیني خبره د بل چا کیدای شي؟ 
 
او همدارنګه په قران کریم کي دې خبري ته بلنه ده چي د الله جل جلاله په کایناتو کي فکر وکړئ ، او همدارنګه د قران کریم په معجزو کي غور او فکر وکړی:
 
(قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ ...) يونس : ۱۰۱
 
 وقال سبحانه : (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا) محمد :۲۴
او قرانکریم د الله جل جلاله یو داسي کتاب دی چي د ټولو خلکو د هدایت لپاره الله تعالي رانازل کړی دی.
 
او قرانکریم د هغه مخکنیو کتابونو لکه تورات او انجیل یا وغیره نورو کتابونو لره تصدیق کوونکی دی ، او دا قرانکریم هغه کتاب دی چي د قیامت تر ورځي پوري به دا قران حاکم وي بل کتاب نه راځي، خو که څوک ایمان پرې را نه وړي هغه کافر دی ، او په ورځ د قیامت به الله تعالی عذاب ورکړي، قرانکریم داسي یو عظیم کتاب دی او داسي له اعجاز او فصاحت او بیان څخه ډک دی که چیرته دا کتاب ، الله جل جلاله په یوه غره باندي نازل کړی وی، هغه غر به د الله تعالي د ویري له وجي ټوټه ټوټه شوی وی، او الله جل جلاله انسانانو او پیریانانو ته دا چیلینج ورکړي دی، چي تاسو په مثل د دې قران یو آیات یا یو سورت راوړی، لیکن هغوی له دي څخه عاجزه دي ، نو کله چي قرانکریم داسي یو لوی اسماني کتاب دی ، چي پوره کامل او اخریني او له فصاحت او بلاغت څخه ډک دی، نو الله جل جلاله خپل محبوب پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته امر کوي، چي ته دا کتاب تر نورو خلکو پوري ورسوه ، نو دا یو داسي کتاب دی چي د بلاغت او فصاحت څخه ډک ډیر د اهمیت څخه ډک او یو ډیر ښکلي پیغام يي موږ ته راوړی دی، خو لیکن نن موږ ته دومره بي اهمیته شوی دی چي یوار دې قران پاک ته ورګورو هم نه چي ما په کوم کتاب ایمان راوړی دی راځه چي نن یې وګورم چي په دې کتاب کي زما لپاره کوم پیغام دی، او همدارنګه دا کتاب چي اي مسلمه نن ما او تا ایمان پري راوړی دی د کفارو تر توهین لاندي دی، خو ایا تا هم کله د دې کفارو په مقابل کي مبازره کړي ده ؟ 
 
که څه هم د قران ساتونکي الله دی ، خو والله العظیم د قیامت په ورځ به دي له ګریوان څخه ونیسي بیا به ستا جواب د الله په حضور کي څه وي؟
 
----------------------------
لیکنه: د قرانکریم معجزې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته