تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مُلا اصطلاح او حقیقت
 
  April 3, 2017
  0
لیکنه: محمد هاشم شاهین

افغانیوں کی غیرت دین کا هے یہ علاج 
مُلا کو ان کے کوه و دَمن سے نکال دو

نن یوه ملګري وویل که ملا او مولوي له منځه لري شي نو د خالق او مخلوق تر منځ به تعلق پیدا شي، ددې خبري په اوریدلو سره مي په ذهن کي دا پوښتنه راپورته شوه چي د ملا پرته به نړی څرنګه وي؟ 

زه دا تصور کوم که یوه ورځ سهار د خوبه را پورته شم، نړۍ د ملا د وجوده خالي وي، هیڅ چیري ملا نه تر سترګو کیږي، ذهن مي پریشانه کوي چي څومره جنازې به بې یارو مددګاره پرتې وي، چا ته دا پته نشته چي د جنازې تکبیرونه څو دي، خبر نه دي چي په جنازه کي به څه وايي؟؟؟ تل چي د جنازې لمونځ ته حاضر شم، ملا وینم چي خلکو ته د لمانځه طریقه ورپه یاد کړي، پر هغه سربیره هم څو کم ظرفه په تکبیر رکوع ته کښته شي، خو چي فیس بک ته راشي درته وای به د ملا نوم مه اخله، بد مي ایسي، عالم وایه ... حیران یم په کوم استناد دا فرق کوې چي عالم څوک دی او ملا څوک؟؟؟ 

زما ذهن مي ځوروي، چي نن په نړۍ کي د قال الله او قال الرسول ص د غږ اوچتونکی نشته، مساجد مو ویران ولاړ دي، د زرګونو په ټولنه کي څو داسي کسان هم نشته چي اذان وکړي، د لکونو په ټولنه کي داسي څوک نشته چي امامت وکړي، زه یوه داسي نړۍ ګورم چي هلته خلک د قرآن د تلاوته قاصر دي، ماشومانو ته د قرآن د ورحفظ کولو انتظام نشته، بنیادي مسائل څوک نشي روښانه کولای، یوه داسي نړۍ چي بې پرواه میندو ماشومان د تلویزیون د پردې مخي ته کښینولي او مطمئنه ګرځي، او پلار د لوټونو د چاپ ماشین ګرځیدلی.

د اولاد د روزني نه بې برخي، خپل خوا و شا ناپاک خلک ګورم، چي د طهارت د بنیادي مسائلو نه هم بې خبره دي، داسي نړۍ ګورم چي د آزادی غږ پکي نشته، ټول په شیطاني خرافاتو کي راګیر دي، بیا د ځان نه یوه يوښتنه وکړم آیا موږ ځانونه چمتو کړي ول چي د ملا خلاء او تشه ډکه کړو؟؟؟ شاید نه، بلکي یقیناً نه ...!!! 

په همدې فکر کي ډوب یم چي د مسجد نه آواز را اوچت شي، الله اکبر، الله اکبر، د الله جل جلاله د عظمت غږ مي غوږونو ته راشي ... وام! د خدای شکر اداء کوم چي تر اوسه لا د ملا په نړۍ کی یم. 

غرب د فکري جګړي په مټ زموږ تر ټولو با ارزښته حریم ( فکر او ضمیر ) خپل هدف ګرځوي او د هغې په تسخیرولو سره دوی زموږ ټول ارزښتونه او باورونه بدلوي، د همدې جګړي په ترڅ هره ورځ نوي نوي اصطلاحات راته وړاندي کوي، په یو او بل نوم مو سره بیلوي، دا هڅه کوي چي په هر قیمت مو سره وپاشي، په وړوکو ټولګیو مو وویشي او بیا د کم قیمت په راکولو سره مو د خپل لاسونو آلې وګرځوي. 

زه دا نشم درک کولای چي آخر دا ځيني خلک ولي ملا، مولوي، مولانا، شیخ او ... اصطلاحات چي د عالم د نوم بیل بیل مترادف اصطلاحات دي د یو بل سره جلا کوي؟؟؟ آیا واقعاً هم دا اصطلاحات د عالم د لفظ متضاد بللی شو؟؟؟ آیا ملا عالم نشو بللای؟؟؟ د عالم معنی بیا څه ده؟؟؟

که ملا او مولوي علماء ندي نو څوک ددې ستر مسئولیت حقدار بللی شو؟؟؟بلې هو! مُلا، ځیني غافل او بې خبره ځوانان هڅه کوي یاده اصطلاح (ملا) د انګریزانو له لوري اختراع شوې اصطلاح معرفي کړي او د همدې اصطلاح په سایه کي اسلام په نښه کړي، دوی د ګوتو په شمیر د هغو فاسدو او د انګریزانو د اجیرو تش په نوم ملایانو او علماوو نومونه د مثال په ډول وړاندي کوي، خو هغه زرګونه علماء ورځني هیر دي چي د انګریزانو سره د آزادی په جګړه کي شهیدان شول، هغه ملایان او مولویان چي د انګریزانو د توپونو پر خولو وتړل شول د دوی له حافظو نه وتلي دي.
 

ملا بیزاري تر ټولو مخکي پاکستاني لبرالانو (آزادي غوښتونکو) پیل کړه، همدا غربي تالۍ څټي ول چي علماء یې د خپلو سپکو او فاحشو افکارو په لار کي خنډ وګڼل، دوی له ډیري غصې نه پر سوشل میډیا د مولوي اصطلاح په "مولبي" واړوله، ټوله ورځ همدا تأثرات خپروي او عاموي چي ملا مو د ترقی په مخکي خنډ دی، دوی د تاریخ د مطالعې نه خبر شوي چي څرنګه څو ملایانو په افغانستان کي د سیکولرزم پوزه پر خاورو وموښله، اوس هم علماء د اسلامي امت د رابیدارولو وړتیا لري، نو ځکه هم ددوی هڅه ده چي دغه نوم دومره بد کړي چي څوک یې پر ژبه ونشي ویلای.

ډیر د افسوس ځای دی چي د مسلمان بچی به وي خو افکار، اعمال او اهداف به یې ټول د خپل رب د دښمنانو نه په اقتباس اخیستي وي، هغه شرابخور کبابیان به د ځان مشران او اتلان بولي چي په فحش غزلو او اشعارو یې د خپلي میړاني جوهر ښکاره کاوه، د توري پر ځای یې د پایزیب شرنګهار ته اشعار ویل، د غلیم ځیره خور به وو خو ځان به یې بیا هم د ستر اسلامي ټبر مشر باله، داسي کسان د غرب تبرونو ته لاستي دي، هغه تبرونه چي د مسلمانانو غاړي ورباندي وهل کیږي. 

د دوی هغه ملایان هیر شوي چي د لبرالیزم او سیکولرزم په لور د ګامزن افغانستان په لار کي خنډ شول، که دوی نه وای نن به افغانستان یوه بله ترکیه وای، داسي ترکیه چي خلک به د اذان پر اورولو د عندنان مندریس په څیر اعدامیدل، مسلمان لومړی وزیر به لکه نجم الدین اربکان د وزارت په دوهمه زندان ته ورټیل وهل کیده، او یا د مصري مرسي په څیر به په زرګونو د وحشي زندانونو شاته پراته وای، داسي افغانستان به وای چي د اسلام په لور راوستلو به یې کلونه وخت او بې ساریو قربانیو ته اړتیا درلوده، همدا خو د سیکولرو او لبرالیستو پردي پالو آرمانونه وو چي ملا شنډ کړل، اوس دوی ځان ته د انتقاد او نیوکو کولو لپاره زمینه برابره وي، داسي فکر کوي که ملا نه وایي دوی به حتی په مریخ کي هم کورونه جوړولای، هغه ځوانان چي د اتل او بوتل فرق غربی میډیا تري ورک کړی وي، حیران وي د یادو سختو او ځوروونکو حالاتو ذمه داري د چا په غاړه کي وغورځوي...

 زه د استاد عنایت الله کاکړ صاحب خبره تأئید کوم چي وایي: "ملا تر نقد لوړ نه دی، ملا بايد نقد شي، خو د سړيتوب او متقابل احترام په چوکاټ کې..! "  نن چي کوم ښکنځلمار او پوچ خولي ځوانان په داسي سپکاوي باندي خپل زړونه خوشاله کوي، مطلق اکثریت یې سیکولران دي، یا د ملحدینو بچي وي، د دوی نه ډیر کم تعداد هغه بې خبره مسلمان ځوانان دي چي د فیس بکي مطالعې په ترڅ کي د دوی تر تأثیر لاندي راغلي دي، دوی د شریفو، مسلمانو، باحیاء او پاک لمنو افغاني میندو بچي دي، خو د بې علمی او نه بصیرت پر اساس د هر مسلمان نومي ځوان تبصرې ته لایک ورکوي او هم هغه خپل مخکښ او لارښود بولي، د هغه نظریاتو ته لبیک وایي ...مسلمان ځوانان باید دا درک کړي چي ملحدین او غربیان کله هم د دې اصطلاح سره مخالف ندي بلکي د هغوی اختلاف د اسلام سره دی، دوی تل دا هڅه کوي چي اسلام بدنام کړي، دوی د ملا او مولوي تر عنوان لاندي خپله اسلام دښمني پر مخ بیایي، د دوی اجیر لبرالیستان او سیکولران چي په اسلامي هیوادونو کي ژوند کوي، په ښکاره د اسلام توهین نشي کولای، نو د اسلام پر ځای پر علماوو د خپل زړونو بړاس وباسي.
 

زه به د محمد ایاز ترنک صاحب خبره په لږ څه بدلون سره ووایم چي، ځوانه راشه د اسلام د دښمنانو په وړاندې د اسلامي سیاست د بنسټ اېښودونکي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چلند وګورو، کله چې کافرانو پر مسلمانانو سخت عذابونه را وستل، نو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې مشرکانو ته ښېرا وکړي. هغه مبارک ورته وفرمایل: زه لعنت کوونکی نه یم لېږل شوی، بلکې رحمت لېږل شوی یم. رسول الله همداراز خپلو دښمنانو ته د هلاکت ښېرا ونه کړه، بلکې ویې فرمایل: ښايي د مشرکانو له شاګانو څخه داسې نسل پیدا شي چې د یو الله عبادت به کوي او شریک به ورسره نه نیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به همداراز خپل مشرک قوم ته دعا کوله او فرمایل به یې: (( اې الله ! زما قوم ته بخښنه وکړې، ځکه دوی نه پوهیږي.)) 
 
مقابل لورې سر وګراوه ویې ویل: که داسې وي، نو بیا خو اصلي سیاسیون همدا دیني عالمان دي چې ځانونه د پیغمبرانو وارثانو ګڼي، نه پوهېږم دوی ولې د خپل لارښود غوندې حوصله نه لري؟ فرضاً که کوم ډاکټر، انجینر، او یا اقتصاد پوه نا اهله وي د خپل پروفیشن نه په ښه ډول سره خبر نه وي، کاري تجربه ونلري، او بالاخره د خپلي نا اهلی پر اساس کومه ستونزه جوړه کړي، هیڅوک نه وایي چي طب، انجینرنګ، او اکنامکس ته دي د پای ټکی کیښودل شي او یا دي دغه اصطلاحات پریښودل شي نو که یو عام ملا او مولوي کومه اشتباه کوي، ددین احکامات سهواً یا قصداً تر پښو لاندي کوي بیا ولي یوازي هم هغه کس تر نقد لاندي نه نیول کیږي؟؟؟ ولي دده پروفیشن یا وظیفې ته بد رد ویل پیل شي؟؟؟ 

د ۱۱/۹ د حادثې وروسته چي ټولو غربي او کفري هیوادونو د مسلمانانو په خلاف نا اعلان شوې صلیبي جګړه پیل کړه، تر ټولو ډیره سرمایه ګذاري یې د برین واشنګ (ذهن سازۍ) په څانګه کي وکړه، د الیکټرانک او سوشل میډیا له لاري یې خپل افکار پر خلکو وتپل. نوی مثال یې په سوریه کي پر یوه مکتب د امریکا وحشیانه بمباري چي سلګونه ماشومان یې وژلي او ټپي کړي او په عراق کي د نوي جوړي سوي وحشیانه ډلییزه وژنه ده، حالانکه دا دواړه نه بخښونکي جنایات دي، خو که میډیا ته سر وښکاره کړو او وګورو پوه به شو چي ددغو دواړو جنایاتو نه یوازي د امریکا جنایت ته توجیهات وړاندي کیږي خو د .... ظلمونه په کراتو مراتو ښه په زیر او زبر وړاندي کیږي، دا ځکه د نوي ډلي سره د اسلام نوم نښتی دی، او امریکا د بشر دوستی تر عنوان لاندي صلیبي جګړه پر مخ وړي ... ټول پروپاګند د اسلام او مسلمان په خلاف روان دی، وړونو د خپل صف خلک وپیژنئ، د هر ملحد لپاره تأئیدي مُهر مه جوړیږئ، د یوه کس په ګناه د کامل صف نه نفرت امت لا په ټوټو ویشي، په اوس عصر کي به زموږ ستره لاسته راوړنه داوي چي په مسلمانانو کي منفي ذهینیت کم کړو، د فروعي مسایلو اختلاف کوونکي باید تر فشار لاندي راولو، که موږ د یو بل ګریوان ته لاسونه واچوو بیا به زموږ مظلومي خویندي، او ماشومان همداسي د بودایي، صهیونیستي او عیسوي اشغالګرانو په لاسونو ځورول کیږي.
 والله اعلم بالصواب
 
---------------
ملا څوک دی؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته