تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
راځئ له ژونده خوند واخلو!
 
  April 8, 2017
  0
ژباړه: انورالدين "نور" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بېره او خفګان زموږ ددې فاني زندګۍ برخه ده. مالي فشارونه، ناروغۍ، د هيلو ماتېدل، د مېرمني او يا اولادونو سره ستونزي، د نژدې دوستانو مړينه او دې ته ورته نور ټول د شديد خفګان اسباب يا منابع کېدای سي.

ددې پرېشانيو سره د مجادلې تر ټولو ښه لاره داده، چي دوی د خپل ژوند نه بېلېدونکي برخي وګڼو. الله  جل جلاله  په سختو حالاتو سره موږ ازمويي چي معلومه سي، بنده تر کومه حده د خپل متعال رب جل جلاله  تابعداره دئ. هغه جل جلاله غواړي چي په سختو حالاتو کښي زموږ استقامت و ازمويي او دا جوته سي، چي موږ د خپل رب  جل جلاله  د راکړل سويو بې شمېره نعمتونو شکر ګذاره کيږو او که د هغو محدودو ستونزو په اړه چي زموږ د امتحان له پاره الله  جل جلاله را په برخه کړي دي، شکايت کوو. 

که چيري لاندي څو لارښووني عملي کړو، کېداي سي د ژوند له هري شېبې څخه خوند واخلو.

هر مصيبت چي موږ ورسره مخامخ کيږو، د ځان سره ځیني پټ رازونه لري، چي کېداي سي د پيښي د وقوع په وخت کښي موږ ورباندي پوه نه سو؛ دغه حالت به سخت وي خو تر تيارې وروسته رڼا سته او تر مصيبت او ستونزو تېرېدلو وروسته موږ نور هم پياوړي کيږو او د ستونزو سره مو د مقاومت قوه نوره هم ډېريږي. په مصيبت ځپلي حالت کښي ضروري ده چي پر خپل الله  جل جلاله  باندي عقيده او ايمان نور هم قوي کړو او د هر ډول ستونزو په وړاندي د تيښتي او مايوسۍ پر ځای بايد مقاومت وکړو، مګر ددې تر څنګ موږ بايد د الله  جل جلاله  امر او تقدير ته هم غاړه کښېږدو، چي د يو پياوړي ايمان نخښه ده. 

موږ بايد په فکري لحاظ دې ته اماده اوسو، چي په ژوند کښي سخت او ناخوښه حالتونه هم پر انسان راځي. که يوه سختي يا يو امتحان له مينځه ولاړ سي، کېدای سي بل په پسې وي. دا يو سخت حالت دی او زموږ هم ورته مخ دی، که چيري موږ په فکري لحاظ دا ومنو چي ژوند لوړي او ژوري لري، نو پېښيدونکي مصيبتونه به موږ یوڅه اغېزمن کړي خو له يو مخ لوېدلو څخه به مو ځان ساتلی وي، د واقع سوي مصيبت او يا ددې سخت حالت اغېزې به پر موږ لږ وي او کرار - کرار به ورسره عادت سو او په هر ډول ستونزمن حالت کښي به تر يو حده د قناعت او رضايت ژوند ولرو. 

د الله  جل جلاله بې شمېره پېرزويني او نعمتونه چي پر موږ لورول سوي دي، دا راته فهموي چي موږ د هغه څه په اړه فکر وکړو چي الله  جل جلاله  راته عطا کړي دي او هغه چي نه ئې لرو او يا ئې د ترلاسه کولو توان نه لرو، هېر کړو. که حقيقت ته ځير سو د الله  جل جلاله  د پېرزوينو شمېر تر هغو ستونزو ډېر زيات دی چي موږ ورسره مخامخ يو؛ نو راځئ! چي تل په خپل ذهن کښي د متعال رب  جل جلاله  د پېرزوينو او نعمتونو لست ولرو. 
په سم حالت کښي ځان خوشحاله ساتل اسان کار دی، خو مړانه دا ده چي سړى په ستونزو او کړاوونو کښي ځان قانع او خوښ وساتي. 

راځئ د ژوند تېرولو پر روش باندي له سره فکر وکړو او د ژوند له هري لحظې څخه د الله  جل جلاله  په متابعت کښي خوند واخلو. 
 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته