تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اروپا د مسلمانانو د عروج پر مهال
 
  April 10, 2017
  0
ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تاريخ ليکونکي وايي: اروپا د تاريکيو څخه د راوتلو لپاره هغه وخت هڅي شروع کړلې، کله چي د مځکي پر مخ د مشرق او مغرب له اوسېدونکو سره مخ سول، هغه که د صليبي جنګونو په دوران کي وه او يا هغه کسان وه، چي په اندلس کي د مسلمانانو علمي مراکزو او مدارسو ته د زده کړي لپاره تللي وه، له دوی څخه ئې د ژوند تېرولو اسلوب زده کړ، صحيح لاره ورته څرګنده سول، د مسلمانانو تاريخي، ديني او علمي کارنامي ورته په مشاهده ثابتي سولې.

د تاريخي رواياتو له مخي د کليسا مخکښانو به خپله په همدغو اسلامي مراکزو کي د اسلامي ثقافت زده کړه کوله، يا به ئې هغه اروپا يي ژبو ته اړوله، په دوی کي به هغه چا ته د کليسا د منصبونو لوړي رتبې حاصلېدلې، څومره به چي ئې د اسلامي ثقافت زياته زده کړه کړې وه.

روجر بيکون (۱۳ميلادي پېړۍ) وايي: "چا چي به د علم د تحصيل اراده درلوله، نو عربي ژبه به ئې زده کوله، ځکه عربي ژبه د علم ژبه وه".

زائدال په خپل کتاب تكوين العقل الحديث کي ليکي: "مسلمانانو په لسمه ميلادي پېړۍ کي په هسپانيا کي داسي تمدن جوړ کړی وو، چي علم پکښي يوازي خيالي بڼه نه درلوده، بلکه علم داسي وو، چي د عملي ژوندانه لپاره د فنونو او ضروري صنعتونو سره مطابق وو."

په اجمالي توګه ويل کيږي چي عرب په قرون وسطی کي د علمي تفکير او علمي صنعتي ژوند داسي تمثيل کاوه کوم چي اوس موږ په خپلو ذهنونو کي د دې تمثيل بېلګي په اوسني المان کي وينو." (۱)
 

ليوبولد ويس Leopold Weiss (محمد اسد) په خپل کتاب (الاسلام علی مفترق الطرق/اسلام د دوه لاري پر سر) کي ليکي:

" تر اوږدو مهالونو پوري د اروپا عقل او د ژوند پوهي ددغه تياره تصور د مرييتوب کړۍ غاړي ته اچولې وه، په منځنیو پېړيو کي کليسا د هر څه واک اختيار درلود او اروپا په ساينسي څېړنو کي څه نقش نه درلود، دغه راز د اروپا اړيکي د روم او يونان د فلسفي اندونو سره، چي اروپايي فرهنګ له هغو څخه زېږېدلی وو هم شلېدلي وې، کليسا د عقل نيلی په زنځيرونو تړلی وو، چي ددې به خلا انساني عقل په پلاوو- پلاوو بغاوت کړی، خو کليسا هغه سخت وټکاوه او خپل يو لټ او بې کاره تابع ئې کړ، د منځنيو پېړيو تاريخ د اروپا د عقل او پوهي او د کليسا تر منځ له ډول- ډول شخړو څخه ډک دی، د عيسوي کليسا له فکري ځنځيرونو څخه د اروپا پوهي ته د نوي رغښت (رنسانس يا نشاة ثانيه) پر مهال آزادي په برخه سوه، ددې لامل تر ډېره حده د عربو د ثقافت او د هغو د اندونو اغېزې وې، چي تر څو پېړيو پر لوېديځ پرتې وې.

د لرغوني يونان او تر هغه وروسته د يوناني فرهنګ غوره اړخونه عربو غوره کړي وه او د لومړني اسلامي سلطنت تر ټينګښت وروسته ئې د پېړيو په اوږدو کي هغه ته پرمختيا ورکړه، زه دا ادعا نه سم کولای، چي د يوناني اندونو له منلو څخه عربو او مسلمانانو ته ګټه ورسېده.... په منځنيو پېړيو کي په اروپا کي حاصل ورکوونکي ځواکونه نه استعمالېدل، په دې پېر کي علوم جامد پاته وه، توهم پالنه دود وه، ټولنيز ژوند دونه بابېز وو، چي نن ئې تصور هم نه سي کېدای، په دغه پړاو کي د اسلامي نړۍ فرهنګي يرغل پيل سو، تر ټولو د مخه په ختيځ کي د صليبيانو د جګړه ييزو فعاليتونو اغېزو، په لوېديځ کي د مسلماني هسپانيې او سيسلي پرتمينو علمي برياليتوبونو او وروسته د نژدې ختيځ سره د جينيوا او وينز د جمهوريتونو مخ پر وردي سوداګريزو اړيکو د اروپايي تهذيب تړلي ورونه وروټکول.

د اروپايي پوهانو او مفکرينو په وړاندي يو بل داسي تهذيب هم راڅرګند سو، چي هغوی ئې هک پک کړه، دغه تهذيب ډېر پياوړی، د پرمختګ پر لار روان، له زوږه ډک ژوند څخه برخمن او له فرهنګي شتمن څخه مالامال وو، خو اروپا ډېر د مخه ورک کړی او هېر کړی وو، عربو چي څه وکړه هغه دا وه، چي لرغوني يوناني علوم ئې ژوندي کړل، خپله نوې ساينسي نړۍ ئې وموندل، د څېړني او فلسفې نوي لاري ئې پيداکړې او دا هرڅه ئې له بېلو-بېلو لارو لويديزي نړۍ ته ولېږدول. دا به مبالغه نه وي، چي وويل سي، چي موږ چي په کومه ساينسي نړۍ کي اوسيږو، هغې په عيسوي اروپا کي سترګي نه دي پرانيستي، بلکي هغه د دمشق، بغداد، قاهرې، قرطبې، نيشاپور او سمرقند په اسلامي مراکزو کي پيداسوي دي،

اسلامي تهذيب پر اروپا باندي ډېري ستري اغېزې وښندلې، له دغه تهذيب څخه د لوېديځ پر آسمانونو باندي داسي نوي رڼاوي څرګندي سوې، چي په لوېديځ کي ئې نوې روح پوه کړه او د پرمختګ ولولې ئې پکښي پيدا کړې، دغه لامل دی، چي اروپايي مورخين دغي چاري ته د پوهنو بيا ژوندي کول يا بيا رغښت (Renaissance) يعني نوی ژوند وايي. 

له اسلامي ثقافت څخه څو ځواکمني او پياوړي څپې مونده سوې، چي د اروپا ډېرو ښو دماغونو ته ئې د عيسوي کليسا د پوپناکوونکي ولکې د غلېچو زنځيرونو د ماتولو لپاره نوی ځواک مونده کړ. دغه شخړي په بېلو- بېلو اروپايي هيوادونو کي په يوه وخت کي د سمونيزو غورځنګونو په بڼه پيل سوې او موخه ځني دا وه، چي عيسوي اند دود ته د ژوندانه د نوو غوښتنو سره سمون ورکړي، د غه تحريکونه ډېرغښتلي وه، که هغو په صحيح معناوو روحاني برياليتوب تر لاسه کړی وای، نو دا به په ټوله اروپا کي د ساينس او مذهبي فکر په منځ کي د مفاهمې د پيداکولو لامل سوی وای...."

خلاصه دا چي اروپا له مسلمانانوڅخه ټول موجوده علوم زده او ترلاسه کړل، د همدې تمدن اکثره اصول او اساسات ئې ورڅخه د ځان په نفع نقل کړل، اما مسيحيانو د اسلام د مبارک دين له منلو څخه سره له دې چي په اندلس کي ئې د هغوی تهذيب ليدلی وو انکار وکړ. (۲)

----------------
(۱): محمد قطب، مذاهب فكرية معاصرة، المکتبة الشامله، درېيم اصدار

(۲): ليوبولد فايس، علامه محمد اسد، اسلام د دوه لاري پر سر، ترجمه: عبدالمالک همت، مستقبل خپرندويه ټولنه –لاهور (۱۳۸۸ ش)


په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي ولولی:
 
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
 
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات
د علمانيت پېژندنه
اسلام او ډیموکراسي
د سیکولرزم بنسټونه او فکري تګلاره
 د سيکولر فکر لرونکو کسانو ډولونه
علمانیت سیکولرزم Secularism
د سیکولرزم معتقدات او فکري اساسات
دعلمانیت یا سیکولرزم مفهوم او ورته کلمات
د سیکولر فکر لرونکو کسانو ډولونه
علمانیت یا سیکولرزم د تاريخ په اوږدو کي
د سیکولرزم بنسټونه او فکري تګلاره
د علمانیت یا سیکولرزم پېژندنه

 

سرته