تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جزا د عمل مطابق ده
  تعلیم الاسلام
  August 21, 2017
  0

 

ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
جزا د عمل مطابق ده
 
لکه څنګه چي عمل کوې همداسي به جزا درکول کیږي.
 
یو کس ددې اراده وکړه چي خپله ښځه ووهي، نو  په خپله همساء ( لکړه ) يې یو څو واري ووهله نو ددې وهلو څخه ناڅاپه مړه شوه خاوند يې هم د قتل اراده نه لرله بلکي غرض يې له وهلو څخه تأدیب (تربيت) وو،  نو کله چي دا پېښه وشوه  نو خاوند د ښځي له اقرباء وو څخه  په بېره کي شو، او د ځان د خلاصون لپاره يې هیڅ تدبیر پیدا نه کړ.
 
 نو د خپل کور څخه ووتۍ او دا کيسه يې د خپلو ملګرو څخه یوه ملګري ته وکړه  نو دغه ملګري يې ورته وویل،  چي ستا د خلاصون لاره دا ده چي  ته یو ښایسته صورته ځوان پيدا کړې او کور ته يې د
 
میلمه  په بهانه بوځې، او بیا يې په خپل کور کي سر پرې کړې، او جسد يې د خپلې ښځې له جسد سره نژدې  کېږدې، او د ښځي خپلوانو ته ووايې چي ما د خپلې ښځي سره دغه ځوان په داسي حالت کي ولیدی چي زنا يې کوله، ما د دې برداشت ونه شوای کړای نو دواړه مي قتل کړه.
 
کله چي يې دا چم له دې کس څخه زده کړی، د خپل کور په دروازه کي کښېناستی، تر دې پوري چي یو ځوان راغی، نو په ډېر تلوار سره يې هغه په یوه چم کور  ته داخل کړی،   کله چي يې کور ته داخل  کړی نو سمدلاسه يې قتل کړی.
 
 نو کله چي د ښځي اقرباء او دوستان راغلل، او دواړي جنازي يې ولیدلې، او  دا کیسه يې ورته وکړه، نو د ښځي دوستان راضي شول، او د خاوند له کور څخه ولاړل.  
 
او دغه ځوان  چي د ښځي خاوند قتل کړی وو  د هغه کس زوی وو  کوم چي يې د ښځي خاوند ته  د یوه ځوان د قتلولو مشوره ورکړې وه.
 
نو  دغه ځوان په دې ورځ خپل کور ته نه ورغلی، د پلار يې هم  اندېښنه شوه او سمدلاسه د هغه کس کور ته راغلی چي ښځه او ځوان يې قتل کړي وه، او د هغه څخه يې پوښتنه وکړه چي ما کومه مشوره  درکړې وه، هغه دي عملي کړه او کنه؟
 
هغه کس ورته وویل چي هو، نو دغه مشوره ورکوونکي ورته وویل چي تاسو یو وار هغه ځوان ما ته راښکاره کړی کوم چي مو وژلی دی، کله چي يې هغه ځوان ورته  ښکاره کړی هغه د ده زوی وو، او د خپل پلار د مشورې ورکولو په سبب قتل شو.
 
پاته سو خپله قاتل، د هغه سزا خو قرانکریم اعلان کړې ده چي د قصدي قتل خاوند جهنمي دی. 
 
نو دا واقعه د علي رضي الله عنه د هغه قول مصداق ده چي وايي:
چا چي د بغاوت د توري سوال وکړی په همغه توره به قتل شي.
 
چا چي د خپل ورور لپاره  په لاره کي کوهی وکیندلی په خپله به په هغه کوهي کي ولویږي، او چا چي د بل مسلمان د ښځینه وو بي حجابي وکړه او په بد نظر يې ورته وکتل نو د خپل کور د ښځو بي عزتي به يي وشي.
-----------------------------
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته