تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قاديانيت فتنې ځيني عقيدې او چټيات
 
  April 25, 2017
  0

 ژباړه: ای آر. ساګر / تعليم الاسلام ویب پاڼه

 

 
د قاديانيت فتنې ځيني عقيدې او چټيات
 

اخري نبي محمد رسول الله نه بلکې مرزا غلام احمد قادياني دی. (حقيقة النبوة: ۸۲، ۱۶۱ - ترياق القلوب: ۳۷۹)
مرزا غلام احمد باندې به وحي لکه د باران ورېدله او هغه وحي به کله پۀ عربي، کله پۀ هندي، کله پۀ فارسي او کله به پۀ نورو ژبو باندې وه. (حقيقة الوحي: ۱۸۰ - البشری: ۱/۱۱۷).
 
د مرزا غلام تعليمات د ټولو انسانانو لپاره کاميابي ده. (اربعين: ۴، ۱۷).
څوک چې د مرزا غلام  د نبوت څخه انکار کوي، هغه جهنمي کافر دی. (حقيقة النبوة: ۲۷۲ - فتاوی احمدية: ۳۷۱).
 
د مرزا غلام معجزې لس لکه  دي. (تتمة حقيقة الوحي: ۱۳۶).
حال دا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم درې زره معجزې دي.
د مرزا شان د محمد صلی الله عليه وسلم څخه اوچت دی. (قول فصل: ۶ - احمد پاکټ بکس: ۲۵۴ - اربعين: ۱۰۳). استغفرالله 
 
مرزا د بني اسرائيلو د انبياؤ څخه افضل دی. (دافع البلاد: ۲۰ - ازالة کلا: ۶۷).
مرزا د عيسی عليه السلام پۀ شمول د نورو انبياؤ او د صحابه کرامو باره کې تحقيري جملې استعمال کړېدي. (حاشية ضميمة انجان آثم: ۴ - روحاني خزائن: ۱۶، ۱۷۸ - اعجاز احمدي: ۱۸، ۵۲، ۸۳).
 
۹۔ قرآن کی کئی ایک آیات سے مراد مرزا غلام ہے۔ مثلاً:  ھوالذی ارسل رسولہ بالھدیٰ و دین الحق لیظھرہ علی الدین کلہ۔

ژباړه: د قرآنکريم د څو آيتونو څخه مراد مرطا غلام دی. لکه: (ھوالذی ارسل رسوله بالھدیٰ و دین الحق لیظھرہ علی الدین کله). (دافع البلاد:۱۳).
 
د عيسی عليه السلام درې معجزې دروغ شوېدي. (اعجاز احمدي: ۱۴).
د جهاد حکم منسوخ شويدی. (حاشية اربعين: ۱۵۴ - خطبة الباء: ۲۵).

مرزا د عيسی عليه السلام معجزې چي د مړو ژوندي کول او داسې نورې د ماشومانو د لوبو سامان ګڼلی او وايي چي داسې لوبې پۀ کلکته او ممبۍ کې زيات خلک ترسره کوي. (حقيقة ازالة اوهام: ۲۱، ۱۲۱ - حقيقة الوحي: ۷۸).
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم پۀ حقيقت سره معراج ته نۀ دی تللی بلکې کشف شويدی. (ازالة اوهام: ۱۴۴). 
د مرګ نه وروسته د حشر پۀ ميدان کې راټولېدل نشته، بلکې د مرګ نه وروسته به سيده جنت او يا دوزخ ته تګ وي. (ازالة اوهام کلا: ۱۴۴).
 
مرزا پۀ الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې دروغ ويلي دي. (ازالة اوهام خورد: ۳۶۹ - ازالة اوهام: ۳۹۸). 
مرزا د ټولو نبيانو مجموعه ده، هغه کمالونه چي پۀ ټولو انبياؤ کې ؤ، ټول پۀ مرزا کې شته دی. (قول فصل: ۶ - تسحيذ الاهان: ۱۰، ۱۰، ۱۱). 
 
عيسی عليه السلام وفات شويدی او هغه به قيامت ته نږدې بلکل نۀ راځي. (ازالة کلا: ۲، ۳۱۱).
د قرآن او حديث باره کې يې سپک الفاظ استعمال کړيدي. (کلمة فصل: ۷۳ - تحفة ګولړوية: ۳۸ - روحاني خزائن: ۱۹، ۱۴۰ - اعجاز احمد: ۳۰).
 
يادونه: لۀ دې څخه پرته ډېر داسي خرافات دي، چي د يو مسلمان د منلو وړ نۀ دي، د داسې عقايدو لرونکي ته مسلمان ويل ظلم دی، دا دومره خطرناک خلک دي چي د اسلام پۀ جامه کې او د اسلام پۀ نوم باندې خلک ګمراه کوي .
 
د قاديانيانو پۀ باره کي د اهلسنت و الجماعت ټولو علماؤ د کفر فتوی صادر کړېده او پۀ حقيقت کې کافر دی.
-----------------------------
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته