تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غربي تحقیقاتو متاثرین
  تعلیم الاسلام
  May 9, 2017
  0
لیکنه: محمد امین سایح
 
ځيني کسان د غربي تحقيقاتو سره د تطبيق په خاطر غواړي نصوص ورته هغه ډول تعبير کړي لکه د غربي درواغجني پروپاګندي تحقيق غوښتنه چي ده، نتيجه يې د وخت ضياع، د ايمان خطر او سبا پښيماني ده ، ځکه غربي نظرياتي تحقيقات تر ډيره پروژيي او سياسي هدفونه لري او د سياست د تبديلۍ سره تحقيق اړوي او بيا بل تحقيق جاري کوي، وای نوی تحقيق دا وايي. ددې مثالونه ډير دي حتي د مځکي په کيندلو کي يې داسي شيان پيدا کړي دي چي د دوی مفکوره ثابته کړي ، وروسته معلومه سوې ده چي هغه دوی خپله ښخ کړي وه چي بيا خپل هغه پروژيي مفکوره په ثابتول غواړي، او بل د خوراكي توکو ګټي او تاوانونه دا تول د خاصو اهدافو د پاره او د خاص وخت د پاره تحقيقات جاري كيږي.
 
 
 
 
كه په انترنيت كي وكتل سي د بعضو شیانو متضاد نفع ونقصان باندي څېړني وي دا د څیړني د حقايقو نتيجه نه وي بل كي د وخت او د هغه تمويلونكي د هغه وخت د غوښتنو تقاضا وي بل وخت بيا چي كله همدغه شی د بل چا سره وي بيا بل تحقيق د ښه او بد جاري كوي ، د دواوو سخه نيولې تر خوراكي او د ژوند د استعمال پر ټولو شيانو دا څیړني حاوي دي.
 
زمونز لویه نیمګړتیا دا ده چي داسي لابراتوارونه نه لرو چي څیړنه د ضرورت او پروژې څخه را جلا كړي او خالص پر يو علمي نظر باندي د يو شي څيړنه وسي او خپلي علمي څيړني د يو اسلامي وجدان او د مسلمانانو سره د ښېګڼي بر اساس وسي نه د غربي شركتو د جوړو سوو ميتودو پر اساس، چي سمتي او سياسي رنګونه لري.
 
كه كوم مسلمان دا تحقيق كوي يا خو صرف په نامه يعني نوم يې د مسلمان وي او يا عملا اسلامي احكامو ته پابند وي خو د تحقيق پر وخت په پټو سترګو د غرب هر څه تطبيقوي او ورته د ثقه په سترګه ګوري، نتيجه دده او د غربي یو ډول وي ځکه چي دی يې هم هغه ډول ږغوي چي يو غربي يې ږغوي ، پكار ده چي د لویدیځ هر مصنوع ترعلمي لابراتوار تير سي تر څو ګټه او زیان يې د شركت د ګټي او زیان پر بنياد نه بلكي پر يوه علمي بنياد معلوم سي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته