تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نړۍ څنګه پیداسوه؟ د ارتقاء نظریه
  تعلیم الاسلام
  June 30, 2017
  0
 
له ملحدینو څخه څو ۱۵ سوالونه
 
لیکنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ملحدین وايي چي دغه د نړۍ ټول نظام د د ارتقاء د عمومي نظریې (GTE) له برکته پیدا سوه، تر بیګ بینګ مخکي یوه ماده پیدا سوه، بیا د کلونو د تیریدو وروسته دغه د بیګ بینګ پیښه رامنځته سوه، چي ټول نظام رامنځته سو.
 
۱: سوال: دغه لومړنۍ ماده چا پیدا کړه؟
 
۲: ایا داسي امکان لري چي هیڅ شی دي موجود نه وي او هغه شی پخپله موجود سي؟
 
۳: ددغې مادي د خپله پیدایښت لپاره ستاسو سره کوم عقلي او ساینسي دلیل سته؟
 
۴: په دغه ماده کي د خوځښت اوحرکت توان چا پیدا کړ؟ که خپله وي، لطفاً یې معقول ساینسي دلائل وړاندي کړی.
 
۵: په هغه ماده کي دغه توان څنګه پیداسو چي نباتات هم ورڅخه پیدا سوه، حیوانات هم ورڅخه پیدا سوه، کهکشان او سیاري هم ورڅخه پیدا سوې او داسي نور... معقول ساینسي حقایق وړاندي کړی، نه صرف خیالي نظریه.
 
۶: دغې مادې څنګه دا توان پیدا کړ، چي ځینو ته يې روح ورکړ او ژوندي موجودات سول او ځیني بې روحه سول؟
 
۷: روح چا پیدا کړه؟
 
۸: که تاسي ملحدین په دې باور یاست چي انسان تر ټولو حیواناتو ښکلی او پرمختللی دی، ولي دغې مادې د کمتر مخلوق بیزو څخه پیدا کړ؟ ایا دغه ډیره بې انصافي نه ده؟
 
۹: که په انساني دنیا کي یو وړوکی ماشین مثلاً ټیپ ریکارډر، راډیو، هیر ډرایر او داسي نور... ووینو د هر ماشین سره یو لارښود ورسره وي، چي داسي استعمالیږي او داسي باید استعمال سي، ایا دغه ستر انسان بې لارښود راغلی دی؟
 
۱۰: بیزو له کوم حیوان څخه ارتقاء وکړه؟
 
۱۱: دغه انسان به بیرته بیزو کیږي، که ارتقاء ختمه سوه؟
 
۱۲: که ارتقاء جریان لري، له انسان څخه اخر څه شي جوړیږي؟
 
۱۳: که د ارتقاء نظریه ومنو، نو پکار خو دا ده چي هر شی د ارتقاء په مرحلو کي راغلی وي، ډبرو، نباتانو، او نورو په زرهاوو حیواناتو له څه شي څخه ارتقاء وکړه؟
 
۱۴: که ارتقاء رښتونې وي، ولي ارتقاء په دې ۱۰۰ میلیونو کلونو کي صورت نه دی نیولی؟
 
۱۵: که ماده خپله پیداسوې وي، ارتقاء پخپله صورت نیولی وي، باید ټوله نړۍ اقلاً په ۱۰۰ کلونو کي بدلېدلای، انسانان بدلېدلای، حیوانات بدلېدلای، کهکشان بدلېدلای ، نباتات بدلېدلای، ولي ارتقاء ختمه سوه؟
 
یادونه: ملحدین دي ددغو سوالو معقول ځوابونه په معقول ساینس سره راکړي، داسي نه چي صرف ساینسي تخیل او فرضیې وړاندي کړي، او جعلي د ارتقاء لپاره جوړ شوي فوسلونه وړاندي کړي.
 
اړوند:
تخلیق که ارتقاء
د پیدایښت حقیقت د ډاروین د نظریې رد
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته