تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علومو په ترویج کي د مسلمانانو ونډي
  تعلیم الاسلام
  July 9, 2017
  0

 ژباړه: نصیر احمد حامد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
کتابتونونه او د ژباړو مرکزونه: 
 
دعلمي مرکزونو او کتابتونونو په جوړولوکي هم مسلمانانو مهم کارونه کړي دي؛ په قاهره، دمشق، قرطبه، او غرناطه کي ډېر لوی – لوی کتابتونونه موجود ول، چي زرونه نايابه کتابونه ئې درلودل، علمي مجلسونه پکښي جوړېدل او دتحقيق او ليکوالۍ کارونه په پراخه کچه پکښي شروع ول. دعامو مطالعاتو له پاره لوی- لوی دهلېزونه (هالونه) جوړ سوي وه. دبيت الحکمة او خزانة الحکمة په څېر په علمي مرکزونو کي، چي سرپرستي ئې د خليفه په غاړه وه زرونه علماء په تحقيق او څېړنو بوخت وه، د نورو ژبو څخه به مهم کتابونه ژباړل کېدل...( ضحی الاسلام، ج: ۲، ص: ۶۱، مصنف: احمد امين "مصري".)
 
په اندلس کي د اندلس حاکم حکم بن ناصر دخپل محل په داخل کي يو لوی کتابتون جوړ کړی وو، چي (۴) لکه کتابونه پکښي موجود وه د (اعلام العرب في الکيميا) دکتاب لکوال ليکي، چي خالد بن وليد بن معاويه د ټولو څخه مخکي يوناني علوم عربي ته وژباړل او په دې برخه کي هغه ته لومړيتوب حاصل سوی دی. (ص: ۱۷)
 
ستوري پېژندنه او مسلمانان:
 
دستورو پېژندني په علم کي مسلمانانو ډېر زيات کار کړی دی اودکار تر څنګ ئې زيات پر مختګ هم پکښي کړی دی، مخکي مو يادونه وکړه، چي عباسي خليفه مامون الرشيد په بغداد کي بيت الحکمة جوړ کړی وو، چي د زرونو کتابونو علاوه ئې د ستورو پېژندني جوړه سوې درسګاه هم پکښي نصب کړې وه، چي په هغه کي دستورو پېژندني يوه ډله ماهرين ناست وه او دستورو پر حرکاتو او خوځښتونو به ئې نظر وو، هغوی به د ستورو د حال معلومولو خبرونه هم تيارول.
 
 
د مځکي د حجم د اندازه کولو آله ئې هم جوړه کړه، د مځکي او ستورو د واټن د اندازه کولو کومه آله چي کومو مسلمانو ساينس پوهانو تياره کړې وه، په هغو کي خالد بن عبدالملک مروزي، سند بن علي او علي بن عيسی اضطرلابي شامل وه، دبيت الحکمة مشر او نګران يحيی بن ابي منصور د همدې ډلي مشر وو، دشپې او ورځي دپرله پسې خوله تويولو وروسته ئې د(۲۱۵هـ څخه د ۲۱۷هـ) کلونو ترمينځ دبغداد دجبل کاسيه او د دمشق دجبل قاسيون پرغرونو يوه کاميابه تجربه داضطرلاب (ستورو پېژندني آله) په ذريعه تر سره کړه. 
 
دستورو دعلم پېژندني په ماهرينو کي موسی بن شاکر، معشر بلخي، ثابت بن قره او بيروني دبوزجاني ته نړيوال شهرت حاصل سو او دهغوی کتابونه لاتيني ژبو ته وژباړل سوه او په اروپا کي په پراخه اندازه استفاده ورڅخه وسوله.
 
 نور بيا...
-----------------------------------------
لاندي ګټوري مقالې په ویب پاڼه کي وپلټی:
 
په قرانکریم کي راغلي علوم
اسلام او ساینس
نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات
نړیواله رهبري
HP Chief's on Islamic Civilization
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
مسلمانان او د دیني او عصري علومو ترویج
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته