تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خوښینه یا اخښی په شهوت لمسول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2017
  0

 

تعلیم الاسلام دارالافتاء

فتوا شمیره: ۲۳۹۲

پوښتنه: خوښینه یا اخښی په شهوت لمسول، (یا زنا کول) آیا نکاح ته خوبه ضرر نه رسوي ؟

 
جواب:
 
نکاح ته خو لا اوس ضررنه دی رسېدلی البته دا کار لوی خیانت او سخته ګناه ده. باید مسلمان د ابد لپاره ور څخه توبه وکړي، ځکه د خوښیني او اخښي یو د بل څخه ستر کول لازمي دی، حتی ورته کتل او د لاس روغبړ ورسره کول لا ناجایز دي.
 
هغه ټولي لاري چي د انسان  دحرام شهوت او فحشاء سبب ګرځي باید ځان ځني وساتي.
 
الله تعالی مؤمنانو ته حکم کوي چي د هر ډول فحشاء څخه ځان وساتئ که ظاهري وي که باطني او د زنا اسبابو ته نژدې کیږئ لا هم مه!
 
او که د توبې شرائط پر ځای کړي نو و الله تعالی ته امید سته چي ګناه ورمعاف کړي. 
 
والله اعلم 
 
------------------------
(۱) : وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ . (سورة الانعام: ۱۵۱)
(۲): وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا (سورة الاسرا: ۳۲)
(۳) وطئ اخت امرآته لاتحرم علیه امرأته. ( الدرالمختار: ج۲، ص۳۰۵ )
(۴) : و اراد بحرمت المصاهرة الحرمات الاربع: حرمة المرآة علی اصول الزانی و فروعه نسبا ورضاعا و حرمت اصولها وفروعها علی الزانی نسبا ورضاعا. ( البحرالرائق: ج۳، ص۱۰۱)
(۵) : من مسته امرآة بشهوة حرمت علیه امها وبنتها... وعلی هذا الخلاف مسه امرآة بشهوة ونظر الی فرجها. ( الفتاوی التاتارخانیة: ج۴، ص۵۷)
(۶) : وکذا فی الخلاصة الفتاوی: ج۲، ص۷،   و کذا في محمودیه: ج۱۱، ص۴۰۹
------------------------
المجيب:مولو ي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح:مولوي محمد سعید مدني
 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته