تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د راحت وسائل برابرول
  تعلیم الاسلام
  July 29, 2017
  0

 پنځه ديرشمه لارښوونه:

په کور کې لازمي اصلاحاتو او د راحت وسائلو ته پاملرنه وکړئ

 ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په دې دور کې د الله تعالی د غټو نعمتونو څخه يو نعمت دا دی چي د راحت او ارامتيا وسائل يې راته برابر کړي، هغه وسائل چي په دنيا کې د ژوند چارې پرې اسانه کيږي،  او ډير وخت راته غنمت راکوي لکه: ایرکنډيشن، يخچال او د کاليو وينځلو ماشين او داسې نور...
 
نو د کورنۍ مسؤل چي ترڅو په وس کي لري بايد دا شيان پرته د اسراف او سختۍ نه په کور کې و کاروی.
 
 
او دا هم لازمه ده چي بايد د هغو ښائسته ګټورو اسبابو او هغو تش ډولي بې ارزښته وسائلو ترمنځ توپير وکړی سي چي يوازې ډول لري نور ارزښت نه لري.
 
کورنيو امورو ته د پام کولو له لارو څخه دا هم يو لاره ده چي هغه وسائل چي خراب سوي او له کاره وتي بايد اصلاح سي ،ځينې خلک په دې اړه له سستۍ او کسالت نه کار اخلي، ښځې په کور کې له ګډوډيو څخه سرټکوي او وايي: په ديکې ډير حشرات دي، د ډيران نه بوی راځي، او د کور په ګوښه کي د ټوټه وسائلو ټوټې پرتې وي.
 
څرګنده خبره ده چي د اډول امور په کور کې د نيکمرغۍ د له منځ وړلو اسباب وي، د ښځې او خاوند ترمنځ ستونزې رامنځ ته کوي، صحي مشکلات را پيداکوي او عاقل هغه کس دی چي د خپلې ستونزې درملنه مخکې له مخکې وکړي.
 
 
د کورني جوړښت نوري برخي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته