تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د شپې د حفاظت تدابیر
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2017
  0

ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
شپږ ديرشمه لارښوونه: د کورنۍ د افرادو سلامتي رعايت کړئ
 
په حديث کي راځي:
 "كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا مرض أحد من أهله نفث عليه بالمعوذات". (رواه مسلم)
ژباړه: هر کله به چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ يو کس ناروغه سو، معوذات (سورة الناس، سورة الفلق) به يې پرې دمول.
 
همدا ډول په بل حديث کي راځي: 
"كان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا أخذ أهله الوعك أمر بالحساء فصنع ثم أمرهم فحسوا منه وكان يقول إنه ليرتق فؤاد الحزين ويسرو عن فؤاد السقيم كما تسرو أحداكن الوسخ بالماء عن وجهها. " (رواه الترمذي)
 
ژباړه: کله به چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ يو کس ناروغه سو، امر به يې وکړ د غوښې اوبه برابرې کړئ، د غوښې اوبه (شوروا) به برابرې سوې بيا به يې امر وکړ چې ناروغ دې يې وخوري او فرمايل به يې: دا (شوروا) دردمند زړه قوي کوي، د ناروغه کس زړه چمتو کوي، ( د زړه درد لیرې کوي) لکه يو کس چي په تاسې کي خپل خيري او چرک په اوبو لیرې کوي.
 
ځينې د ساتنې او خوندي کولو اجراآت په لاندې توګه دي:
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل:
إِذَا كَانَ جُنْحُ اللَّيْلِ ، أَوْ أَمْسَيْتُمْ - فَكُفُّوا صِبْيَانَكُمْ فَإِنَّ الشَّيَاطِينَ تَنْتَشِرُ حِينَئِذٍ فَإِذَا ذَهَبَ سَاعَةٌ مِنَ اللَّيْلِ فَحُلُّوهُمْ فَأَغْلِقُوا الأَبْوَابَ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللهِ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لاَ يَفْتَحُ بَابًا مُغْلَقًا وَأَوْكُوا قِرَبَكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللهِ وَخَمِّرُوا آنِيَتَكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللهِ وَلَوْ أَنْ تَعْرُضُوا عَلَيْهَا شَيْئًا وَأَطْفِئُوا مَصَابِيحَكُمْ. (رواه البخاري)
 
 ژباړه: کله چي شپه راورسيده، ماشومان مو (له بهر وتلو نه)بند کړئ، ځکه دغه مهال شيطانان خپريږي، کله چي يوساعت د شپې تير سو،ماشومان مو پريږدئ ،دروازې مو بندې کړئ، د الله تعالی د نوم ذکر وکړئ، ځکه شیطان بنده دروازه نه خلاصوي د لوښو سرونه مو بند کړئ او د الله نوم پرې واخلئ (بسم الله) او لوښي مو پټ کړئ او د الله نوم پر یاد کړئ  اګر که يو شی هم پرې کيږدئ (لکه لرګی...) خپل څراغونه ګل کړئ.
 
په بل روايت کي راغلي: 
(أغلقوا أبوابكم وخمروا آنيتكم وأطفئوا سرجكم وأوكوا أسقيتكم فان الشيطان لا يفتح بابا مغلقا ولا يكشف غطاء ولا يحل وكاء وان الفويسقة تضرم البيت على أهله يعني الفأرة). رواه احمد
 
ژباړه: دروازې مو بندي کړئ، لوښي مو پټ کړئ، څراغونه موګل کړئ، د اوبو د لوښو خولې مو وتړئ، ځکه شيطان بنده دروازه نه خلاصوي، د لوښو نه سرپوښ نه لرې کوي اوتړل سوی لوښي نه راخلاصوي، او موږک کور ته د هغه په افرادو باندې او راچوي (يعني د څراغ شغله کور ته راکش کوي، او کور اور نيسي).
 
بل ځای فرمايي: لاَ تَتْرُكُوا النَّارَ فِي بُيُوتِكُمْ حِينَ تَنَامُونَ . ( رواه بخاري)
ژباړه: کله چي ويده کيدئ نو په کورو کې مو اور مه پريږدئ.
 

د کورني جوړښت نوري برخي  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته