تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان خلقت د خاوري او نطفې څخه (۳)
  تعلیم الاسلام
  August 9, 2017
  0

 لیکنه: عبدالدائم الکحیل

ژباړه :عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

خاوره

الله  جل جلاله  انسان له خاوري او اوبو څخه پیداکړی، نو بناء موږ وینو چي اوبه د انسان د بدن ۲/۳ برخه تشکیلوي، او کله چي اوبه د خاوري سره مخلوط شي نو خټي تشکیلوي کوم چي د انسان منشأ ده، الله جل جلاله فرمايي:
 
 (وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ ) [المؤمنون: ۱۲].
ژباړه: او یقینًا چي انسان مو د خټو له عصارې څخه پيدا کړ.
 
 
ساینس پوهانو دا کشف کړې ده چي، د انسان جسم چي د کومو عناصرو څخه جوړ شوی نوموړي عناصر په خاوره کي هم موجود دي. او علماء ورځ تربلي د ځمکني خاوري نوي اسرار کشفوي، یوه وروستۍ څېړنه ښيي چي د خاوري ځیني ډولونه انټي بیوټیک (Antibiotics) لري چي د میکروبونو د خطرناکو ډولونو د وژلو وړتیا لري. 
 
نو بناء دوی د روغتونو د تعقیم لپاره د خاوري پر استعمال غور کوي!!
 
او اې انسانه! ددې سره سره چي الله جل جلاله د خاوري څخه پیدا کړې، تا ته یې شرف هم درکړی!
 
نطفه
 
د نارینه څخه تولید سوی سپرم.
 
 
نطفه چي انسان ورڅخه جوړ شوی دی، د خپل کوچنیوالي په سبب په سترګو نه لیدل کېږي، مګر طبي محققین د ژوند دا راز تر هغه هم ډېر کوچنی ښيي او دا راز د نطفې په عمق (ارثي ټیپ (DNA کي دی، کوم چي د عاقل انسان د پیدایښت اړوند ټول لازم معلومات پکښې شامل دی. الله  جل جلاله فرمایي:
 
(ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ.) [المؤمنون: ۱۳]
(بيا مو هغه يوه نطفه وگرځوله په يوه محفوظ ځای کي) 
 
 محفوظ ځای رِحم دی، ساینس پوهان وایي چي رِحم د حمل وروسته فورًا زر چنده غټېږي!!
 
 
سپرمونه تخمې ته د رسوخ لپاره مسابقه کوي، پوښتنه دا ده چي چا دغو سپرمونو ته دا ورښوولي دي چي په هغه تاریکه کي خپل هدف ته د رسېدو لپاره وځغلي؟ او څوک ئې د تخمې په لور رهنمایي کوي؟ 
 
الله جل جلاله فرمایي:
 
(أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ) [النحل:۱۷]
نو آیا هغه څوک چي هرشی پیدا کوي او هغه څوک چي هیڅ  شی هم نه پیدا کوي؛ دواړه یوشان دي؟ آیا عبرت نه اخلئ؟
 
 
تخمه د ډېر شمېر سپرمونو پواسطه احاطه شوې وي مګر یوازي یو سپرم کولای شي چي تخمې ته ننوزي ترڅو ګمیټ تشکیل کړي، نو دلته نطفه د تخمې سره ګډېږي او په هغه کي" ذوب" کېږي. که موږ د سپرم یا تخمې ترکیب معاینه کړو نو راته جوته به شي چي اکثرًا به د اوبو څخه جوړ شوی وي.
 
 
 الله جل جلاله فرمایي:
 
فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ (۵) خُلِقَ مِنْ مَاءٍ دَافِقٍ (۶) الطارق:۵-۶
 
 انسان دي  وګوري چي له څه شي څخه پیدا شوی دی ... له ټوپ وهونکو اوبو څخه پیدا شوی دی  
 
 
د سپرم اوږدوالی د یو ملي میټر د سلو برخو له یوې برخي څخه کم دی!
نارینه هرځلي ۳۰۰ میلیونه سپرم خارجوي!
 
سپرم یوه اوږده لکۍ لري ترڅو هدف ته د رسېدو په لاره کي د سپرم سره په لامبو وهلو کي مرسته وکړي، نوموړې لکۍ به تخمې ته د ننوتلو مخکي د سپرم څخه جلا شي.
 
 
د سپرم سر د جنین د تولید لپاره ټول اړین معلومات او پروګرامونه په ځان کي لري، دا په دې معنی چي د جنین د جنسیت د تعین (نر/ښځه) لپاره مناسب پروګرام لري.
 
قرآن د جنین د جنسیت مطلب ته داسي اشاره کړې ده، الله جل جلاله فرمايي:
 
وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى (۴۵) مِنْ نُطْفَةٍ إِذَا تُمْنَى (۴۶) [النجم: ۴۴-۴۵]
 (او دا چي هغه نارينه او ښځينه جوړې پيدا كړي. له يوې نطفې كله چي وڅڅول شي) 
 
آيا انسان نه ویني چي موږ هغه د نطفې څخه پیداکړ او بیا هغه ښکاره شخړه کوونکی شو؟
 
 
کله چي تخمې ته لومړی سپرم ننوزي، نو تخمه فورًا داسي ماده افرازوي کوم چي د نورو سپرمونو پرمخ د تخمې د پوښ د بندېدو سبب ګرځي.  د سپرم او تخمې د القاح وروسته، القاح سوې حجره د HCG هورمون افرازوي کوم چي د حمل منبع یې محسوسوي، دا هرمون ټول جسم ته امر کوي چي حیض دي بند شي او همدارنګه حاملې ښځي ته سیګنال ورکوي چي دا حامله ده.
 
 
 

 

مختلطه نطفه 

 

 

تخمې ته د سپرم دننوتلو ۳۰ ساعته وروسته، د تولید اوله حصه شروع کېږي او حجره غټېږي ترڅو مخلوط سپرم تشکیل کړي، او دا تقریبًا ۴ ورځي وروسته صورت نیسي. ددې حجرې اندازه د قلم د څوکي څخه کوچنی وي کوم چي په سترګو نه لیدل کېږي، نو ځکه الله جل جلاله فرمايي:
 
(هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا (۱)إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا (۲) [الإنسان:۱-۲]
(آيا پر انسان داسي وخت راغلى چي د يادولو وړ شئ نه وو؟ * دا موږ يو چي انسان مو له مختلطي نطفې پيدا كړ، چي آزمويو ئې او ليدونكى اورېدونكى مو ترې جوړ كړ. 
 
(هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) [الحشر: ۲۴]
 
دا الله جل جلاله دی، د هرشي پیدا کوونکی، د هرشي مخترع او هرشي ته شکل ورکوونکی دی. د هغه بهترین نومونه دي. هرڅه چي په مځکه او په آسمانونو کي دي ټول ئې لويي بیانوي. هغه د لويي او حکمت خاوندی دی. 
 
څوک دې حجرې ته وایي چي جلا سه، تکثر وکړه او انسان جوړ کړه؟
 
 

د ۳ ورځو د جنین مایکرسکوپي عکس!!! 
 
دا هغه حجره ده کوم چي په ۸ حجرو وېشل شوې، او دا مجموعه نور هم تقسیمېږي ترڅو تر ۱۰۰  تریلیونه زیاتي حجرې جوړي کړي!
 
جنین په تیاره کي دداسي ځای په لټه کي ترڅو ورسره ونښلي
 
 
هغه ځای کوم چي جنین د رحم سره نښلي
 
(اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ) [العلق:۱-۲]
د خپل پالونکي په نامه ووایه، هغه چي د کلکي شوي ویني له یوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ. 
 
مخکنۍ لیکني:
 
د انسان د خلقت په مراحلو کي د ایمان سفر
په قرآن کي د جنین د جوړښت مراحل
اسلام او ساینس
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته