تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور: ام سلمه رضی الله عنها
  تعلیم الاسلام
  August 10, 2017
  0

 رالېږونکی: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نوم او نسب: 

اصلي نوم يې هند دی په ام سلمه سره شهر ت لري او شجره يې هند بنت أبي أمية سهيل بن المغيرة بن عبد الله بن عمرو بن مخزوم او د کورنۍ نوم يې بني مخزوم وو، چي د قریشو یوه مشهوره او ډېره شريفه څانګه یا پښه ده. مور يې عاتكة بنت عامر بن ربيعة نومېده.
 
ام سلمه  رضی الله عنها   د خالد بن الولید  رضی الله عنه او ابو جهل د اکا لور وه او پلار يې امیة نومېدی، چي ډېر سخي انسان ووپه زادالرکب یعني د سفر په توښه سره يې شهرت درلودی؛ ځکه چي څوک به په سفر کي د ده سره ملګری سو، نو هغه ته يې اجازه نه ورکوله، چي خپله توښه مصرف کړي، بلکي ده به خوراک، څيښاک او سورلۍ ورته آماده کول.
 
د ام سلمې رضی الله عنها  لومړنی خاوند ابو سلمه وو، چي اصلي نوم يې عبدالله بن عبد الأسد بن هلال وو. ابوسلمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رضعي ورور او هم يې د عمه زوی وو، موريې أميمة بنت عبد المطلب د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  عمه وه. 
 
اسلام او هجرت: 
 
ابو سلمه رضی الله عنه ډېر نیک شخصیت وو او د اسلام په لومړیو وختونو کي يې تقریباً د لسو کسانو د ايمان راوړلو وروسته د ابوبکر صدیق رضی الله عنه  په لاس ایمان راوړی دی. د ابوسلمه رضی الله عنه  تر اسلام راوړلو وروسته يې مېرمن ام سلمه  رضی الله عنها  هم په اسلام مشرفه سوه.
 
کله چي پر مسلمانانو د کفارو او مشرکینو ظلمونه ډېر سول، نو رسول  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل، چي حبشيې ته هجرت وکړئ. هلته عادل پاچا دی او پر تاسو به ظلم نه  کیږي، نو یوه ډله مسلمانان، چي ابوسلمه رضی الله عنه  او مېرمن يې ام سلمه  رضی الله عنها  هم ورسره وه حبشيې ته مهاجر سول په حبشيه کي د ابوسلمه  رضی الله عنه  مشر زوی پیدا سو نوم يې سلمه پرکښېښود، نو پلار يې په ابوسلمه سره ونومول سو.
 
یو وخت حبشيې ته د درواغو خبر راغلی، چي زیات قریش په اسلام مشرف سوي دي. مسلمانانو چي دا خبره واورېده ،نو ويې ویل: نور به هجرت پای ته رسوو، کله چي مسلمانان مکې مکرمې ته نژدې سول، نو په حقیقت پوه سول، چي قریش نه دي مسلمانان سوي، بلکي نور يې هم ظلمونه زیات کړي دي. نو له همدې ځایه ځیني بیرته حبشيې ته ولاړل او یو شمېر يې مکې مکرمې ته ولاړل، چي په هغه ډله کي ابوسلمه رضی الله عنه  او مېرمن يې هم وه؛ کله چي مکې مکرمې ته داخل سول، نو ابو سلمه رضی الله عنه  خپل ماما ابو طالب بن عبدالمطلب ته پناه یوړه، چي هغه هم پناه ورکړه. 
 
کله چي ابوطالب وفات سو، نو رسول صلی الله علیه وسلم ، ابو سلمه او نور اصحاب رضی الله عنهم  د مشرکینو له لاسه سخت په عذاب سول. ابو سلمه او مېرمني يې ډېر تکلیفونه وګالل او د مدینې منورې نیت يې وکړ. تر ډېرو سختو تکلیفونو او کړاوونو وروسته لومړی نارینه ابوسلمه رضی الله عنه  او لومړنۍ ښځه  ام سلمه رضی الله عنها  وه چي مدینې منورې ته يې د هجرت شرف په نصیب سو او داسي ويل کيږي، چي مدينې منورې ته لومړۍ ښځه ام سلمه رضی الله عنها  وه، چي په هودج يا کجاوه کي يووړل سوه.
 
 په مدینه منوره کي د ابو سلمه رضی الله عنه درې نور اولادونه عمر، دره او زینب هم پیدا سول. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ذو العُشیره غزا لپاره ووت نو ابوسلمه رضی الله عنه  يې په مدینه منوره کي خپل خلیفه وټاکی ابو سلمه رضی الله عنه  د رسول کريم صلی الله علیه وسلم  سره د بدر او اُحُد په غزاګانو کي ملګری وو. 
 
ابوسلمه رضی الله عنه  د اُحُد په غزا کي ټپي سوی وو، که څه هم په لومړيو ورځو کي جوړ سو، خو وروسته يې ټپونه بیرته خراب سول، چي اخر پر بستر پرېوتی. رسول  صلی الله علیه وسلم  به هر وخت پوښتني ته ورتلی؛ ځکه د رسول  صلی الله علیه وسلم  صحابي او رضعي ورور وو. د وفات پر وخت يې رسول  صلی الله علیه وسلم  حاضر وو، سترګي يې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورپټي کړې او ۹ واره يې الله اکبر پر ووایه، ام سلمه رضی الله عنها  ډېره غمجنه سوه او  خورا ډېر يې وژړل. 
 
 
تر عدې تېرولو وروسته ځیني صحابه کرامو رضی الله عنهم  د واده وړاندیز ورته وکړ، خو ام سلمې رضی الله عنها  ونه منله. څه وخت وروسته رسول صلی الله علیه وسلم  د واده وړاندیز ورته وکړ ام سلمې رضی الله عنها  يې غوښتنه ومنله او د رسول صلی الله علیه وسلم  سره يې نکاح وتړله، د واده چاري يې زوی سلمه ترسره کړې. ام سلمې رضی الله عنها  شکر ووایه، چي الله  جل جلاله د ابو سلمه رضی الله عنه  څخه ډېر غوره خاوند رسول الله صلی الله علیه وسلم  را په برخه کړی او په دې ډول ام سلمه رضی الله عنها  د مؤمنانو مور وګرځېده. 
 
د ام سلمې رضی الله عنها  مقام او منزلت:
 
ام سلمه رضی الله عنها  د لوړ مقام، منزلت او قوي شخصیت درلودونکې وه؛ ځکه چي د دې په خونه کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  وحيي نازلېدلې او بل دا، چي د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره يې د مریسيع او خیبر په غزاوو کي، د حديبیې په صلحه، د مکې په فتحه او حجة الوداع کي د ملګرتيا شرف په برخه سوی و.
 
کله چي د حديبيې صلحه وسوه، نو رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  صحابه وو ته وويل، چي قرباني وکړئ او سرونه وخروئ! صحابه کرام رضی الله عنهم ، چي زيات پرېشان وو؛ ځکه عمره يې ادا نه کړه، نو د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  د امر (د قربانۍ کولو او سرونو خريلو)په منلو کي يې ځنډ وکړ. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  ډېر پرېشان سو او خپلي خېمې ته راغلی، ام المؤمنين ام سلمې رضی الله عنها  ته يې د امر د منلو د ځنډ يادونه وکړه. هغې داسي د حکمته ډکه مشوره ورکړه، چي ته ور ووځه! د چا سره خبري مه کوه خپله قرباني وکړه او سر خروونکی را وغواړه خپل سر وخريه.
 
 رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  هم د ام سلمې رضی الله عنها  مشوره عملي کړه، ټول صحابه کرام رضی الله عنهم  را ولاړ سول خپلي قربانۍ يې وکړې او يو د بل د سرونو په خريلو داسي بوخت سول، چي راوي وايي نژدې وو، چي يو او بل قتل کړي.  
 
د احادیثو روایت:
 
د ام سلمې رضی الله عنها  د روايت سوو احاديثو شمېر د حضرت عائشې رضی الله عنها  د منقولو احاديثو د شمېر څخه وروسته په دوهمه درجه کي دی. ام سلمې رضی الله عنها  د رسول  صلی الله علیه وسلم  څخه ۳۷۸ حدیثونه روایت کړي دي، چي ۲۹ يې په بخاري او مسلم شریف کي دي، چي ۱۳ یې متفق علیه دي، نور احادیث يې په نورو کتابونو کي روایت سوي دي.
 
وفات: 
 
ام سلمه رضی الله عنها د راجح قول په اساس د ۸۴ کلونو په عمر په ۶۱ هجري قمري کال په مدینه منوره کي وفات سوه د جنازې لمونځ يې ابوهریرة رضی الله عنه ادا کړ او په جنة البقیع کي خاورو ته وسپارل سوه د مرګ په وخت کي يې دواړه زامن عمر او سلمة حاضر وو.  
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه
 
نیکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته