تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قربانۍ تر حلالولو مخکې آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 3, 2019
  0
رالېږونکی: شاه ولي ځاځی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۱- تر حلالولو مخکې څاروي اوبه او خواړه ورکول کیږي،  او وږی تږی یې ساتل مکروه دي.
 
۲- د حلالولو ځای ته یې په ډېر سختۍ سره کش کول مکروه دي، باید په ښه نرمۍ سره د حلالې ځای ته ورسول شي.
 
۳- چاړه به ښه تېره کوي په پڅه چاړه یې حلالول مکروه دي.
 
۴- که چاړه تېره کوي نو باید د څاروي څخه دې پټه تېره شي.
 
۵-  په حدیث شریف کې راځي:  یو شخص څاروی چپه کړی وو بیایې چاړه تېره کوله، رسول الله ﷺ چې ولید ویې ویل: تاسو څاروی څو ځله وژنئ!؟
 
۶- د یوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دی.
 
۷- تر حلالولو دې وروسته یوڅه وخت ورته وګوري چې بدن یې سوړ شي. 
 
 (۱-۷ مسایل رفعت قاسمي:  ۵ / ۱۵۵)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته