تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څه ډول له ستنزو سره مبارزه وکړو؟
  تعلیم الاسلام
  November 25, 2017
  0

 

لیکنه: ا. غزنوي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په دنیا کې هغه ټول عمومي رنځونه او ستونزي لکه: قحط، زلزله، وبا، دردونه، ناروغي او داسې نور چې انسان ته ورسیږي دا ټول د الله جل جلالهپه علم قدیم کې شته او په لوح محفوظ کې لیکل شویدي چې هغه سره سم دا ټولې پیښې واقع کیږي.


الله جل جلاله  فرمایی: (مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ)    سورة (الحدید) آیة (۲۲)
ژباړه: نه رسیږي هیڅ مصیبت، آفت (غم) په ځمکه او نه د ستاسې په ځانو کې مګر هغه خو لیکل شوی دی په کتاب ( لوح محفوظ) کې پخوا له دې څخه چې پیدا کړی وي مونږ هغه په دنیا کې، بیشکه دا اندازه پخوا له پیدا کولو پر الله جل جلاله  ډیره اسانه ده.


بیا الله جل جلاله  فرمایې: 
(وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ) سورة (البقرة) آیة (۱۵۵)
ژباړه: او خامخا مونږ ازمویو هرو مرو تاسې په یوه شي چې عبارت دی (د دښمن) له ویرې او له لوږې (قحط) او له کموالي د مالونو او د نفسونو (په قتل، موت ، مرض او نورو) او د میوو (په آسماني او ځمکني آفتونو سره) او زیری ورکړه صبر کونونکو ته (په جنت سره).


هر انسان په دې نړۍ کې د غم او درد یوه برخه لري، نو هر څوک چې پرې راضي شي او صبر وکړي، اجر به  ترلاسه کړي او څوک چې پرې غوسه او تنګ شي، نو قضا او قدر پرې اجرا شوی او درد او غم ورته باقې پاتي دی!


۱ـ کله چې په مشکل، بحران یا مصیبت اخته شوی، له پوره صبر څخه کار واخلی او ډاډمن واوسئ ځکه له هر ماښام څخه وروسته سهار راځي.
۲ـ د مشکلاتو او مصیبتونو له وجهې مه خفه کیږئ، ځکه ستاسو د ژوند د کتاب ټول مسایل حلیدونکي دي.

۳ـ خنډونه او مشکلات د ژوندیو انسانانو لپاره وي، مړي ته خو هر څوک لاره پریږدي، نو ته هم د ژوندیو له ډلې څخه یې د مشکلاتو سره مبارزه وکړه او په پوره صبر او ټینګ عزم د هغه حل لاره پیدا کړه.


۴ـ کله چې کوم مصیبت او ستونزه در پیښه شي. داسې مه وایې چې که مې فلانۍ کار کړی وو نو دا مصیبت به نه راته رسیده، ځکه په تقدیر کې لیکل شوي دي.
۵ـ مونږ په دې نړۍ کې د ژوندانه په لار یوازي يو ځل تیریږو او دا لار د ګلونو او اغزیو څخه ډکه ده که چیرې مونږ د خپلې لارې څخه اغزي لري نه کړو او همداسي یې پریږدو نو هیڅکله به ګلونو ته نه رسیږو.


۶ـ خپل دردونه او مشکلات د هغه غږ  په اوریدو هیر کړه چې اوریدل یې خوند درکوي، د هغه څه په لوستلو چې خوند ترې اخلې، دهغه څه په لیدو چې ورته خوشحالیږي او له هغه چا سره په ناسته چې لیدو ته یې هڅیږې که د الله تعالی د کلام سره اُ نس او د هغه د عبادت خوږ والی در نصیب شي نو ټول دردونه او ستونزي به دي هیرې شي.


۷ـ په ستونزو او مصیبتونو ډیر غم مه کوئ ځکه غم د ټولو مرضونو جړ دی او تاسو نه شی  کولای چې په غم سره هغه درپیښ شوی مصیبت لري کړی.


۸ـ د ټولې دنیا په تاریځ کې داسې څوک نه تر ستوګو کیږي چې د هغه نوم دي روښانه وي او له هیڅ قسم ستونزو او مسایلو سره دې نه وي مخامخ شوی.


۹ـ کله چې یوه ستونزه یا مصیبت درپیښ شي نو د الله تعالی د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ستونزي او غمونه دریاد کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم له څومره مشکلاتو او مسایلو سره مخامخ شو هغه چې د خپل کور پریښودلو ته هم مجبور کړل سو.


۱۰ـ کله چې د نا خوښو شیانو او مصیبتونو له علاج او چارې څخه نهیلي شوې نو قضا او قدر ته پناه یوسه، ځکه د دردیدلو ځلکو چیغې او فریاد د زمانې حرکت په ټپه درولای او بدلولای نشي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته