تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میلاد د مجوزینو دلایل او د هغو جوابونه (۳)
  تعلیم الاسلام
  October 2, 2017
  0

د احنافو د معتبرو علماؤ لخوا ستاسو د دلایلو جوابونه


لیکنه: مولوي عبدالحی حنفي

 

لکه څنګه چي مو په مخکنیو برخو کي د میلاد تاریخ او د علماؤ فتواوي درته ذکر کړې چي میلاد اول شیعه ګانو را ایج کړی او بیا په ۶ پیړۍ کي یوه مسرف، فاسق او غیرمقلد پاچا بیرته دا میلاد را ژوندی کړی،  دلته راځو د میلاد قایلین دلایل او د دیوبند د علماؤ لخوا جوابونه وړاندي کؤ.

 

۱: قُلْ بِفَضْلِ الله وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُواْ...
جواب: حکیم الامت رحمه الله فرمايي چي ددې ایت شریف څخه مطلق خوشحالي ثابتیږي، هر وخت باید په نبي کریم صلی الله علیه وسلم خوشحاله اوسو، په یوه نیټه پوري د خوشحالۍ مقید کول ددې څخه نه ثابتیږي. هغه فرحت چي د ایت څخه ثابتیږي (فلیفرحوا) هغه مطلق فرحت دی نو دوی داسي فکر کوي چي دا خلګ فرحت منع کوي حال دا چي دا خبره صحیح نه ده بلکي که غور وسي موږ پر دې فرحت زیات عمل کوو ځکه د میلاد موجدین خو په ټول کال کي صرف یو ځل (په میلاد) خوشحاله کیږي او په منځ کي د هغوی خوشحالي قطع کیږي او موږ هر وخت په خوشحاله یو... او علامه سهارنپوري رحمه الله لیکي چي د مطلق فرحت په یوه زمانه پوري مقید کول ددې ایت مغیر ګرځي.

 

۲: د دوشنبې د روژې دلیل ته مشهور مفسر او فقیه حکیم الامت رح داسي جواب ورکوی:
موږ دا نه تسلیمو چي د ولادت ورځ کیدل به د روژې نیولو علت وي ځکه چي په بل حدیث کي ددې علت دا رانقل سوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د پنجشنبې او دوشنبې په ورځ اعمال (الله تعالی ته) وړاندي کیږي نو زما زړه غواړي چي زما اعمال د روژې په حالت کي وړاندي سي. 


بل دا چي نعمتونه خو نور هم سته لکه هجرت، د مکې فتحه، معراج وغیره نو ده مبارک ددغه علتو څخه ولي کوم عبادت ونه کړی؟ نو معلومه سوه چي علت که وي نو هغه عام دی.... نو د حکمت په ډول يې د ولادت یادونه وفرمایل که نه نو د نورو نعمتونو په ورځ هم روژه نیول او لمانځنه کول پکار دي....


(نبي کریم صلی الله علیه وسلم هره دوشنبه روژه نیول، مګر د میلاد قایلین صرف په کال کي یو ځل د میلاد دلیل وايي، هغه دوشنبه روژه وه خو د دوی میلاد بعضي وخت په پنجشنبې او یا نورو ورځو راسي، نو د دوی د دلیل او عمل ترمنځ ډير فرق راغلی بلکي په سنت عمل کي تغیر راغلی)


او بیا د حیرت ځای دا دی چي د ولادت په ورځ چي دوشنبه ده لمانځنه نه کوي خو د ولادت په تاریخ یعني د ربیع الاول پر ۱۲مه لمانځنه او اختر جوړوي. د دوشنبې په ورځ خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم عبادت هم کړی دی او د ولادت په تاریخ خو هیڅ شی ور څخه رانقل سوی نه دی! نو ددغه دلیل مقتضی خو دا وه چي په هره دوشنبه خوشحالي او لمانځنه وکړي، غرض دا چی ددغه حدیث څخه هم د موجدینو مدعا نه ثابتیږي. (اشرف الجواب: ۱۴۳-۱۴۸)


۳: د ابولهب خوب: 
جواب: دا خو یو مرسل او منقطع راویت دی، سند یې ندی ذکر سوی، صرف یو تعلیق دی، او پردې سربیره یو خوب دی په خوب شرعي احکام نه ثابتیږي (مګر د نبي خوب حجت دی یا د صحابي خوب چي نبي علیه السلام تائید کړی وي حجت دی...) بل دا چي دا منقطع او بې سنده تعلیق د قرانکریم د صریحو ایتو خلاف دی.


ددې روایت څخه معلومیږي چي د ابولهب لاسونه او ګوتي صحیح سالمي دي حال دا چي د قرانکریم یو مکمل سورت (سورة لهب) د ابولهب په رد کي نازل سوی دی، په قرانکریم کي الله تعالی فرمايي چي د ابولهب دواړه لاسونه تباه او برباد سول نو چي لاسونه یې برباد سول د ګوتو څخه چیښل څنګه کوي؟ 


او دا هم معلومه خبره ده چي ثوبیه د ابولهب مال او ملکیت ؤ، الله تعالی فرمايي چي د ابولهب مال د هغه څخه هیڅ هلاکت دفعه نه کړی. یعني مال یې هیڅ فایده ور ونه رسول.


الله تعالی فرمایي: تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (۱) مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ. (سورة لهب)
یعني د ابولهب دواړه لاسونه دي مات هلاک سي او دی پخپله دي هم هلاک سي. دفع نه کړی (دغه هلاکت) له دغه (ابولهب) څخه (اصلي) مال دده او هغه چي ده ګټلی ؤ (اولاد یې).


کله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ابولهب او خپل قوم د الله تعالی د عذاب څخه وبیرول نو ابولهب ویل که زما د وراره خبره حق وي نو بیا به د قیامت په ورځ ددغه عذاب په مقابل کي خپل مال او اولاد فدیه کړم څو د عذاب څخه خلاص سم، الله تعالی ورته وفرمایل: مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ.

 

یعني دده مال دده څخه نه هلاکت دفعه کړی او نه یې دفع کوي!


په شریعت کي بعضي جرایم او ګناهونه داسي دي چي د مرتکب ټول اعمال ور بربادوي او هیڅ فایده نه ورسیږي. لکه شرک، کفر، د وحیو څخه نفرت او د رسول سره مخالفت. حتی الله تعالی فرمايي که فرضاً انبیاء علیهم السلام هم د شرک ارتکاب وکړي لا به یې اعمال برباد سي! دغه ټول جرایم ابولهب کړي دي او قران عظیم الشان فرمايي چي ددغو جرایمو د کوونکي اعمال بربادیږي:


وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ. (زمر: ۶۵)
... وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. (الانعام: ۸۸)
نو دا منقطع روایت چي سند نلري د قرانکریم د صریحو ایتو خلاف دی نو ځکه مروجه دولسمه نه په ثابتیږي. 

 

۴: من سن فى الإسلام سنة حسنة فله أجرها وأجر من عمل بها بعده .... ومن سن فى الإسلام سنة سيئة كان عليه وزرها ووزر من عمل بها من بعده من غير أن ينقص من أوزارهم شىء. مسلم


جواب: ددې حدیث دوهمه برخه خپله د مروجه میلاد غندنه کوي ځکه یو داسي بدعت یې ایجاد کړی دی چي په خیرالقرون کي هیڅ ثبوت نلري، پر ډيرو نورو منکراتو او د شریعت د اصولو پر مخالفت مشتمل دی، اول شیعه ګانو په څلرمه پیړۍ کي ایجاد کړی دی بیا په شپږمه پیړۍ کي یوه فاسق غیرمقلد پاچا را ژوندی کړی، نو ځکه دا یو سئیه بدعت دی چي خپله نبي علیه السلام امت ور څخه منع کړی دی.


۵: د عاشور په حدیث دلیل:
 د احنافو د حدیثو مشهور شارح علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله جواب ورکوي:
نو معلومه سوه چي د احسان او د خوشحالۍ د اعادې په وجه روژه نیول شکر کول صحیح دي، خو اوس دا واوری چي قیاس بیا هم نه دی صحیح! اول خو هغه مخکنی بحث دلته هم دی چي د نعمت د وجود (د نبي علیه السلام) شکر کول په مطلق نص سره مطلق ثابت دی نو قیاس لغوه دی. 


او د نص د حکم د تغیر په وجه چي د اطلاق څخه تقیید طرف ته نص ځي دا قیاس باطل دی او ددې اصل څخه ابن حجر رحمه الله د نعمت د ورود په ورځ فقط د شکر د اعادې جواز ثابته کړی دی چي حقیقت به یې دلته معلوم سي، خو ددې څخه پرته د مروجه میلاد د قیوداتو څخه هیڅ قید نه ثابتیږي.


او خپله د اجتماع یا راټولیدو هئیت چي د فاکهاني صاحب اعتراض دی قایم پاته دی.


اوس ددې واقعې تحقیق واوری، په بخاري او مسلم کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه (د عاشورا) روژه د هجرت څخه مخکي په مکه کي نیول:


عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: "كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِي الْجَاهِلِيَّةِ. وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
يَصُومُهُ (في الجاهلية)، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ (علی عادته) وَأَمَرَ (الناس) بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ (أي صيامه في الثانية) تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ". (بخاري، کتاب الصوم، باب صیام یوم عاشوراء، شرح قسطلاني)


ددې حدیث څخه معلومه سوه چي د عاشورا د ورځي روژه ده مبارک په شروع کي لا د خپل عادت له مخي نیول، خپله قسطلاني (علی عادة) لیکي او خپله ابن حجر عسقلاني د بخاري په شرحه کي اقرار کوي.


او خلګو ته ددې روژې امر کول هم د الله تعالی په امر سره وه! ځکه چي د روژې فرضیت د الله تعالی د امر ماسیوا نه سي کیدلای نو دا روژه يې د خپل مبارک عادت له مخي ونیول مګر د فرضیت حکم اوس ورسره زاید سو او بیا په دوهم کال د فرضیت حکم منسوخ سو، نو خبره ښه واضح سول چي دا روژه د حضرت موسی علیه السلام د نجات د شکر په وجه نه وه نیول سوې بلکي دده په عادت سره د الله تعالی لخوا فرض کړل سوې وه. (براهین قاطعه: ۱۶۷)

 

بل ځای لیکي:
په هر صورت دلته دا روژه د شکر او خوشحالۍ د اعادې روژه نه سوه او نه ددې حدیث څخه دا معلومیږي، نو بیا قیاس پر کوم شي باندي کول کیږي؟ 


په هر حال، اول خو ددې حدیث په اصل ګرځولو کي کلام دی چي هیڅکله د یوې معیني او ټاکلي ورځ د شکر او خوشحالۍ د اعادې خبره ددې څخه نه راوځي، که معلومه هم سي خو بیا هم ددې قیاس د بطلان وجه معلومه سول، او دا اوسني میلاد ته خو په هیڅ وجه دا دلیل مفید نه دی. 


نو محقق سوه چي د اوسني میلاد ددغو قیوداتو د جواز د پاره د قیاس د حجت څخه هیڅ کوم ثبوت نسته نو لهذا د شریعت د څلورو حجتو څخه ددې مروجه میلاد بدعت والی ثابت سو، فلله الحمد. (براهین قاطعه: ۱۶۷-۱۶۸)


۶: د عقیقې د حدیث څخه قیاس:

د حدیثو مشهور شارح مستند حنفي عالم علامه سهارنپوري رحمه الله جواب ورکوي:


اول خو سیوطي رحمه الله ددغه اصل څخه نفس مالي شکر په قیاس سره را ایستلی دی ځکه په دې حدیث کي د ذبحي یادونه سوې ده، کوم تاریخ نه دی ذکر سوی! او د اجتماع او اطعام هیڅ ذکر پکښي نسته نو ځکه بیله شکر څخه پاته ټول قیودات دده په نزد هم پر اصل د بدعت او کراهیت او پر حرمت او انکار باندي پاته سول.


پر دې خبره ښه غور وکړئ! مثلاً د مطلق عمل متعین او مقید کول، د کفارو سره مشابهت کول، د مبتدعینو او فسقه وو سره مداهنت، د څراغانو او رڼاؤ اسراف او د نورو مکروهاتو د جواز بوی لا ددې حدیث څخه نه پیدا کیږي او په قطعي نصوصو سره ددغو اعمالو ممانعت ثابت دی.


او ددې څخه دا هم معلومه سوه چي د هغو په وخت کي دا استحباب د تاکید او ټینګار په درجه کي نه وو او مباح د خپل حالت څخه نه وو اوښتی.


په هر حال، ددې حدیث څخه (مطلق) د خوشحالۍ اعاده کول، د مالي او بدني قرباتو استحباب معلوم سو خو ددې څخه مروجه میلاد لمانځلو ته هیڅ فایده ونه رسیده.


 او بله لا دا چي حدیث ضعیف دی!
دوهم: په سفر السعادت او ددې په شرحه کي شیخ عبدالحق رحمه الله فرمايي: و اسناد آن ضعیفي هست وخالي از بعدي هم نیست.


او بعضو خو موضوع هم بللی دی، په هر حال، ضعیف حدیث خو د عمل موجب نه وي نو په دې سره قیاس کول هم د اعتماد وړ نه ګرځي.


دریم: دا چي سیوطي رحمه الله د عقیقې لغوي او شرعي معنی دواړه ترک کړي یوه مجازي معنی یې اخیستې ده چي دم شکریه ده نو بیله قوي دلیله په محضي احتمال سره د ندب حکم ددې څخه نه راوځي.


څلرم: دا چي حق تعالی د فخر عالم صلی الله علیه وسلم وجود او بعثت پر بنده ګانو یو نعمت او احسان فرمایلی دی او ددې احسان شکر يې پر بنده ګانو واجب کړی دی او د نورو ایتونو څخه هم دا خبره ثابته ده نو دلته د شکر طلب کول الله تعالی مطلق پرې ایښي دي ، په کوم وخت او هئیت سره یې نه دی مقید کړی ، او په یوه وخت او هئیت سره قید کول ددغه ایت مغیر ګرځي نو دلته قیاس باطل سو او د نص په محل کي چي قیاس سوی وو هغه هم لغوه سو او د نص د حکم خلاف تقیید راغلی نو باطل وګرځیدی.


پنځم: د عقیقې په دغه ضعیف حدیث کي د زمانې کوم قید نسته چي په کوم تاریخ یا میاشت کي یې دا عقیقه کړې وه، نو ددې څخه د ربیع الاول میاشت او د ولادت تاریخ هم نه ثابتیږي .  که دا فعل د تشریع په وجه وای نو ولي په هغو (درو بهترینو) پیړیو کي بلکل متروک وو؟! او ۶۰۰ کاله وروسته پر دې عمل وسو؟ اول دلیل یې دا دی چي ددې هیڅ اصل نسته. (براهین قاطعه: ۱۶۶-۱۶۷)


۷: بدعت حسنه:
علامه صفدر حنفي رحمه الله جواب ورکوي:
بدعت سیئه: د کوم شي محرک، داعیه او سبب چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي موجود ؤ (د هغه عمل اسباب په نبوي دور کي وه) مګر ده مبارک هغه دیني کار ونه کړی او صحابه کرامو، تابعینو او تبع تابعینو هم د پوره محبت لرلو او محرکاتو او اسبابو سربیره هغه کار ونه کړی نو هغه کار بدعتِ قبیحه او بدعت سیئه یا شرعي بدعت دی چي په هر حالت کي مذموم دی او ګمراهي ده. (راه سنت: ۹۸-۹۹)


او پر دولسمه میلاد د نبي علیه السلام او صحابه ؤ او تابعینو رضی الله عنهم په زمانه کي هم راتلی خو دوی نه دی لمانځلی.

 

د صحابي عمل ته بدعتِ حسنه نه ویل کیږي بلکي سنت بلل کیږي ځکه نبي علیه السلام امر کړی دی چي (علیکم بسنتي وسنة خلفاء الراشدین).

 

که هر نوي ایجاد سوي عبادت ته بدعت حسنه وویل سي نو بیا به تر قیامته خلګ بدعتونه کوي او د حسنه نوم به ورکوي نو ځکه علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله لیکي:


اصطلاحي بدعت ته بدعتِ حسنه نه وايي البته په لغوي معنی کي هر نوي شي ته بدعت وايي... د حضرت عمر رضی الله عنه وینا (نعمت البدعة هذه) یا د نورو بزرګانو ویناوي دلیل ګرځول او ډول ډول بدعتونه د بدعتِ حسنه په نامه جوړولو ته اسلام هیڅکله اجازه نه ورکوي. کوم شی چي په شریعت کي بدعت دی هغه مطلق ناروا دی البته په بدعاتو کي توپیر سته ځيني یې سخت حرام او شرک ته نژدې دي، ځیني يې مکروه تحریمي، ځیني یې تنزیهي دي. په قران او نبوي احادیثو او د صحابه وو، تابعینو او د دین د امامانو په آثارو کي د بدعاتو او محدثاتو خرابۍ او د هغو څخه د پرهیز ډير تاکید راغلی دی. (سنت او بدعت: ۲۶)


۸: اجماع: 
په دې اړه اجماع نه ده سوې ځکه کله چي میلاد رایج سو نو د خپل عصر علماؤ رد پر شروع کړی لکه علامه فاکهاني رحمه الله، دوهم: حکیم الامت رح لیکي چي د میلاد پر نه کولو اجماع سوې ده: د اجماع څخه هم ثابته ده، تقریر ددې دا دی چي دا اصولي قاعده ده چي د ټول امت لخوا د یو عمل پر پريښولو متفق کیدل نو دا ددې عمل پر عدم جواز باندي اجماع ده. (اشرف الجواب)

 

جزئي دلایل او جوابونه:
د نبي علیه السلام په حضور کی چي یو فعل وسي او نبي علیه السلام سکوت وکړي دې ته تقریر وايي او دا د جواز معنی لري. دا معنی نلري چي که وروسته هر چا هر کار کاوه بالا اجازه ده، یوازي د نبي علیه السلام په حضور کي سکوت، د صحابي عمل، د امت اجماع او د مجتهد قیاس ددې د جواز دلیل دی.


- ځينی وايي: که د جمعې په لمانځه کي خلګو منکرات کول نو ایا د جمعې لمونځ به هم بندیږي؟ جواب: د جمعې لمونځ خو فرض دی نو ځکه د منکراتو په وجه نسي پاته کیدلای بلکي منکرات به ورڅخه منع کیږي، خو یو جایز او مستحب کار بیا د منکراتو په وجه پاته کیږي. 


- په کوم مجلس کي چي منکرات وي هلته ګډون منع دی علامه سهارنپوري رحمه الله لیکي چي د میلاد په مجلس کي ګډون په دې وجه منع نه دی چي هلته د فخر عالم صلی الله علیه وسلم یادونه کیږي، بلکي د بدعاتو په وجه منع دی، حق تعالی فرمايي: (فَلا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ)


وروسته بیا علامه سهارنپوري رحمه الله لیکي: په کوم ځای کي چي کوم منکر وي که څه هم مستحب ذکر هم ورسره ګډ وي (مستحب او ممنوع دواړه وي) هلته تلل منع دي، او د فقهي مقرره قاعده ده چي: إذا اجتمع الحلال والحرام رجح الحرام. (ردالمحتار - براهین قاطعه)


۹:  د میلاد قایلین میلاد دومره ضروري بولي لکه یو فرض او واجب او پر نه کوونکو ټاپې وهي، په دې اړه مشهور مفسر او فقیه علامه اشرف علي تهانوی رحمه الله د یوه فقهي قاعدې له مخي داسي فرمایي:


کوم غیر ضروري عمل پخپله عقیده کي ضروري او مؤکد ګڼل یا په عمل کي د هغه پابندي په ټینګار سره داسي کول لکه د فرایضو او واجباتو په شان یا د هغه زیات اهتمام کوي، پريښول يې بد بولي او ددې کار پریښونکی ملامت او بد بولي، دا دواړه کاره ممنوع دي ځکه چي په دې کي شرعي حکم ماتیږي. تقیید، تعیین، تخصیص، التزام، تحدید او داسي نور ددغه قاعدې عنوانات او تغیرات دي. الله تعالی فرمايي: وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ. (الایة)
کوم شخص چي د الله تعالی د حدودو څخه تجاوز کوي نو همدا خلګ ظالمان دي.


او بیا حضرت حکیم الامت رحمه الله یو څو احادیث بیانوي مثلاً د بخاري او مسلم څخه د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه هغه روایت را اخلي چي تاسو د لمانځه څخه وروسته راسته طرف ته مخ اړول لازمي مه بولی...او بیا د مشکوة د شارح علامه قطبي رحمه الله قول را اخلي چي ددغه حدیث څخه دا مسئله راوځي چي کوم شخص پر یوه مستحب کار اصرار کوي او پر رخصت عمل نه کوي نو دداسي شخص څخه شیطان خپله د ګمراهۍ برخه حاصلوي. نو د هغه شخص په اړه څه فکر کوې چي پر کوم بدعت یا منکر عقیده یا عمل ټینګار کوي؟!


علامه سهارنپوري رحمه الله لیکي:
هغه التزام (لازم بلل) چي هغه ته بدعت ویل کیږي، هغه دی چي یو مباح یا مستحب عمل د واجب یا مؤکد سنت په عقیده وکړل سي یا د مؤکداتو په مثل عمل په کوي. او ددې دلیل دا دی چي ددې پر نه کوونکي باندي داسي ملامتیا او بد وايي لکه د واجب پر پرېښونکي.


حال دا چي د میلاد او فاتحې پر پرېښوونکو باندي همداسي (ملامتیا) مشهوره ده چي کیږي، او ددې فعل اهتمام او پابندي د واجباتو په شان وي چي ظاهره او موجوده ده. (براهین قاطعه: ۶۸)

 

د فخر عالم صلی الله علیه وسلم یادونه د هیچا په نزد ناجایزه نه ده (بلکي جایز ده)، خپله اهل السنت دا خبره قبلوي خو ددې یاد او ذکر بالخصوص تداعي او اهتمام (خلګ ورته رابلل او پابندي یې کول) مکروه دی. (براهین قاطعه: ۱۷۹ ملخصاً)


۱۰: هغه پاچا چي میلاد یې ایجاد کړی:
علماء لیکي چي هغه بهادر ؤ خو ددې ترڅنګ یو فاسق، اسراف کوونکی او غیرمقلد پاچا ؤ ځکه د مذهب څخه منکره ؤ او خلګو ته یې ویل چي د فقهي مذهب اتباع مه کوی، لا مذهبیت ته یې دعوت کاوه نو ځکه یوه ډله علماء د مذهب څخه منکره سوه او دارنګه دغه پاچا به د رقصو او ډانسو محفلونه جوړول. که پاچا نیک سړی هم وي، د هغه لخوا نوی عبادت جایز کیدلای نسي، د افسوس ځای دی چي یو نوی عبادت خلګ ددغسي پاچا په ابتکار عملي کوي چي هغه یو غیرمقلد ؤ.


او ابن دحیه چي پر میلاد یې اول کتاب ولیکی هم غیرمقلد، د مذهب څخه منکر، د درواغو حدیث جوړونکی او په امامانو پسي به یې بد ویل ردونه يې پر کول (تدریب الراوي، لسان المیزان، میزان الاعتدال، فتاوی رشیدیه) 


نو دا چي الحمدلله موږ احناف یو، هیڅکله د غیرمقلد پاچا او د هغه د غیرمقلد عالم نوی ایجاد سوی عمل نه سو عملي کولای بلکي په دغه حدیث عمل کول غواړو: (مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي یوازي یعني هغه ډله به نجات پیدا کړي چي زه او زما د صحابه ؤ پر طریقه وي) . 

 

هیله ده چي مسلمانان نور ضروري مسائلو ته متوجه سي او پردې فرعي دلایلو یو پر بل ټاپې ونه وهي، د میلاد دا عمل چي په شریعت کي هیڅ ضروري نه دی بلکي د علماؤ لخوا بدعت بلل سوی دی خو خلګو ددغه میلاد لپاره د شریعت صریح او فرضي احکام لکه اتفاق او اتحاد کول، بهتان نه ویل وغیره ترک کړي دي.


مسلمانان دي د قرانکریم او نبوي احادیثو هغه صریحو احکامو ته متوجه سي چي د اتفاق او اتحاد امر کوي، د نوي عبادت څخه د ځان ساتلو امر کوي، د بهتان، افتراء، غیبت، حسد، بدو الفاظو او تور لګولو څخه منع کوي.

-------------------------------

مخکنۍ برخي:

د میلاد تاریخ او حقیقت

میلاد د څلورو مذاهبو له نظره

د میلاد په اړه د دیوبند د علماؤ فتواوي

سرته