تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رشوت خور ته خطاب
 
  December 14, 2011
  0

رشوت ته خطاب

خپل هيواد ته په خدمت ځان مکلف کړه
هيـــــوادوالــو سـره مــينه محــبت کــړه

لـه ځاني ګــټو نه تيــرشه په هرڅه کښي
د مــلــت په رضا درومــه حرکــت کــړه

اهلــيت او ليـــاقـت ځان کښي پيــدا کـړه
وظيـفه کښي هــم رښتني صداقـت کـړه

هر قدم په احتياط ږده مستقبل ګوره
د ماضي په حال خبر شه مرحمت کړه

چــا کــرلي وي ګلــونــه چا ازغي
کر د ګلــو کړه ازغيو څه نفـرت کړه

د مـلت د زخـمي زړونه خــبر واخله
دا زخمونه ئي پټي او مرهمت کړه

مستقيم د حق په لاره ځه ور درومه
په هر څه کښي دي لارښود د امانت کړه

د ملت وګړي ټول درته حيران دي
خدمتګار ئي دا احساس د مسوليت کړه

ته رشوت خوره زه به ژاړم والله ته
ذوالجـلا لــه دا ښرامو اجابت کړه

نور به څه وايم د سپيني ورځوغـلو ته
تولعــنت ئي پر وجدان او شرافــت کړه

حاجي عبدالحميدارغندابي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته