تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شاه عبدالرحیم دهلوي رحمه الله
  تعلیم الاسلام
  December 28, 2017
  0

ترتیب کوونکي: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پیدائښت: 
مولانا شاه عبدالرحیم  رحمه الله په ۱۰۵۴ هـ کي چي د ۱۶۴۴ سره سمون خوري دې فاني نړۍ ته سترګي خلاصي کړې. 

 

نسب:
شاه عبدالرحیم بن وجیه الدین شهید بن معظم بن منصور بن احمد بن محمود بن قوام الدین عرف قاضی قاذن بن قاضی قاسم بن قاضی کبیر عرف قاضی بده بن عبدالملک بن قطب الدین بن کمال الدین بن شمس الدین مفتی بن شیرملک بن محمدعطا ملک بن ابوالفتح ملک بن عمر حاکم ملک بن عادل ملک بن فاروق بن جرجیس بن احمد بن محمد شهریار بن عثمان بن امان بن همایون بن قریش ابن سلیمان بن عفان بن عبدالله بن محمد بن عبدالله بن عمر بن الخطاب رضی الله عنهما.

 

تعلیم:
شاه عبدالرحیم  رحمه الله لومړنی زده کړي د خپل پلار شیخ وجیه الدین څخه ترلاسه کړې، شرح عقائد او خیالي او داسي نور یې د شیخ ابوالرضا محمد  رحمه الله څخه وویل. میر زاهد کتاب کوم چي ډېر شهرت لري د هغه مصنف مولانا میر زاهد ته یې هم د شاګردۍ ګونډې قطعي کړي دي. شرح مواقف او داسي نور کتابونه یې هم د مولانا میر زاهد څخه ویلي دي. د حضرت خواجه باقي باالله  رحمه الله د زوی  شیخ عبدالله څخه یې هم د علم ترلاسه کړی دی. همدا رنګه یې د شیخ رفیع الدین  رحمه الله کوم چي د شاه عبدالرحیم  رحمه الله نیکه وو هم علم ترلاسه کړی دی.

 

بیعت:
شاه عبدالرحیم دهلوی رحمه الله د خپل محترم استاذ شیخ عبدالله  رحمه الله څخه د بیعت غوښتنه وکړل چي زه ستا سره بیعت کوم، خو هغه ورته وویل چي د مولانا سید آدم بنوري رحمه الله د خلفاوو سره بیعت وکړه. نو د حضرت سیدعبدالله اکبرآبادي رحمه الله سره یې په نقشبندیه سلسله کي بیعت وکړی. په سلسله چشتیه کي د شیخ عظمت الله بن عبدالطیف المتوکلی اکبر آبادی  رحمه الله څخه یې خلافت ترلاسه کړی.

 

حضرت شاه صاحب د دهلي د مشهور او ممتازو مشائخو څخه وو. په علوم شریعت او اسرار طریقت کي یې ‌‌ډېر لاس رسی درلودی.د حضرت شاه صاحب په ډېر زهد، ورع، حسنه اخلاق، تواضع، انکسارۍ باندي د ټولو علماوو اتفاق دی. همدارنګه حضرت شاه صاحب  رحمه الله د فتاوی علمګیري د تدوین په جماعت کي هم برخه اخیستېده، (د ملګرو سره) د بعضو مشکلاتو له وجهي ددې کار څخه جلا سوی وو.

 

عبادت:
هره ورځ یې زر(۱۰۰۰) وار درود وایه، (۱۲۰۰۰) واري یې اسم ذات وایه.


تدریس:
د خپل مشر ورور وروسته یې مشکوة، تفسیر بیضاوي او غنیة الطالبین مخته ایښول او وعظ یې کوی. 


نکاح:
حضرت شاه صاحب  رحمه الله دوه ودونه کړي وه، یو زوی یې چي صلاح الدین نومېدی هغه په ځواني کي وفات سو، او دوه نور مشهور زامن یې حضرت شاه ولي الله رحمه الله او شاه اهل الله رحمه الله نومېده. 


مدرسه:
حضرت شاه صاحب رحمه الله خپل مدرسه درلوده چي د رحیمیه په نوم یادېده. 


وفات: 
حضرت شاه صاحب رحمه الله د (۷۷) کلو په عمر په (۱۷۱۸هـ) کي ددې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته