تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د اوبو لپاره د عربو د قبیلو کوچ (۵)
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 31, 2017
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اوبو لپاره د عربو د قبیلو کوچ


کوم وخت چي (سدِّ مآرب) ونړېدى عرب د رزق د پيدا کولو دپاره يوه او بل طرف ته ولاړل او هري قبيلې د ځان د اوسېدلو دپاره يوه منطقه اختيار کړل، د مثال پر ډول د ثقيف قبيله و طائف ته ولاړل او طائف يې د ځان وطن وګرځاوه، د غساسِنه قبيله د شام و شا وخوا ته ولاړل او د مناذره قبيله د عراق و شا وخوا ته ورسېدل، دغه رنګه ټول عرب د لوږي او د رزق د پيدا کولو په سبب د خپل اصلي وطن څخه چي يمن دى يوې او بلي خوا ته و وېشل سوه.


 اوس چي جبريل علیه السلام  مځکه په وزر و وهل او د زَمزَم اوبه پيدا سوې نو بي بي هاجَر علیها السلام  دلته د دغو اوبو سره اوسيږي، عادت داسي دى چيري چي اوبه وي هلته مرغان هم د دغه اوبو په سبب پيدا کيږي او را ټوليږي، نو د زَمزَم د اوبو په سبب په دغه منطقه کي مرغان هم په هوا ګرځېدل. 


په دغه وخت کي د عربو يوه قبيله چي د جُرهُم قبيله نومېدل د يمن څخه کوچ کړى دى او رهي دي چي چيري به اوبه پيدا کړي او هلته و اوسيږي، دغه قبيله نژدې و دغي شېلې ته چي مکه نومېده تېرېدل، وې ليدل چي په هوا مرغان ګرځي، ويل دا مرغان د کومه دلته راغلي دي؟ دلته خو هيڅ وخت اوبه نه وې، نو يې نفر ولېږل چي ولاړ سى شا وخوا وګورى ښايي دلته اوبه پيدا سوي وي،

 

نفر چي ولاړل اوبه يې و ليدلې او د قبيلې و مشرانو ته يې خبر را وړى چي هو دلته اوبه سته، د قبيلې مشران اوبو ته ورغله هلته د اوبو سره يې بي بي هاجَر او اسماعيل علیهما السلام  وليدل چي فقط يوه ښځه او يو کوچنئ هلک دی او نور هيڅوک نسته، څرنګه چي دغه خلک د همت او مړاني خاوندان وه نو يې د زَمزَم اوبه د هغې څخه په زور قبضه نه کړې بلکه اجازه يې ځني وغوښتل چي موږ به دلته واوسيږو،

اوبه خو ستا دي او موږ به ستا سره د دغو اوبو په مقابل کي نوره مرسته کوو، د هاجَر رضی الله عنها  هم خوښه سوه او دوى ته يې د اوسېدلو اجازه ورکړل. 


د حضرت اسماعیل علیه السلام ځواني او نکاح
د الله عزوجل  قدرت ته وګوره اوبه يې ورته پيدا کړې او د نور رزق سبب هم پيدا سو، ځکه د معيشت نور ضروريات يې هغو پر ذمه واخستل، اوس نو دغه عربي قبيله چي د جُرهم قبيله نومېدل په مکه مکرمه کي يې سکونت شروع کړى او  دغه ځاى يې د ځان وطن وګرځاوه او د زَمزَم د اوبو دپاره يې يو حوض جوړکړى، تر دغه وخته کعبه شريفه نه ده جوړه سوې او  اسماعيل علیه السلام  خو عرب نه دى او عربي ژبه يې هم نه ده زده.


 ځکه ابر اهيم علیه السلام  دوى د فلسطين څخه دلته مکې مکرمې ته را وستلي وه نو عربي ژبه يې دغه د جُرهُم د قبيلې څخه زده کړل، کوم وخت چي اسماعيل علیه السلام  لوى سو ښځه يې هم د دغي عربي قبيلې څخه وغوښـتل، نو ځکه د اسماعيل علیه السلام  اولادې ته عربِ مستعرَب ويل کيږي، یعني اصلاً عرب نه وه او بيا عرب سول، همدارنګه زموږ پاک پيغمبر محمّد مصطفْی  صلی الله علیه وسلم  د اسماعيل علیه السلام  د اولادې څخه دى. 


ابراهيم علیه السلام  به کلـه نا کلـه څه مـوده تر منځ دلته را تلى د خـپل زوى او خـپلي ښځي بي بي هاجَر علیها السلام  خبر به يې اخستى او بيرته به ولاړى، تر څو چي د اسماعيل علیه السلام  عمر (١٦) کلو ته ورسېدى د الله عزوجل  د طرفه و ابراهيم علیه السلام  ته د کعبې شريفي د جوړولو امر وسو چي ته او ستا زوى اسماعيل علیه السلام  کعبه شريفه جوړه کړى او  دوى هم کعبه شريفه جوړه کړل، خو کوم وخت چي الله جل جلاله  و ابراهيم علیه السلام  ته د کعبې شريفي د جوړولو امر کاوه ورته و ويل سوه چي د آدم علیه السلام  پربناء يې جوړه کړه، الله عزوجل  د سورة آل عمران په (۹۶) نمبرآيات کي فرمايي: 


إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ
يعني: خامخا د الله جل جلاله  هغه اول کور چي د خلکو دپاره ايښوول سوى دى! هغه: هغه کور دى چي په بکه کي واقع دى.


 په يوه روايت کي راغلي دي چي اصلاً کعبه شريفه د آدم يا شيث بن آدم علیه السلام  په زمانه کي جوړه سوې ده او بيا د نوح علیه السلام  په طوفان کي ونړېدل، څرنګه چي کعبه شريفه د الله جل جلاله  اولنئ کور دى نو خود د خلکو د عبادت دپاره د الله عزوجل  اول کور بلل کيږي، کوم وخت چي ابراهيم  علیه السلام  د کعبې شريفي اساس يا تاداو کِندى په مځکه کي یې هغه د آدم علیه السلام  اساس پيدا کړى او  پر هغه اساس يې جوړه کړل، دا د کعبې شريفي د جوړولو ابتداء او شروع وه.


نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم 

 

سرته