تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کریم ﷺ د ساینس پوهانو په آند (۱)
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 3, 2018
  0

لیکنه او څیړنه: مولوي عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ډاکټر ټي وي اين پرسود(Dr. T.V.N. Persaud) چې داناتومي پروفيسردی دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي
یو نالوستی کس (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) داسې درست ساینسي حقایق د جنین پوهنې په هکله وړاندې او بیان کړيدي، چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده او د دې خبرې تصدیق ډاکتر مور هم کړی او ویلي یې دي چې دا بل څه نه دي؛ بلکې وحې ده، دی یو عادي کس ؤ، موږ د ۱۴۰۰ کاله مخکې خبره کوو، دی نالوستی هم ؤ. (۱)


یادونه: په قرآن کریم کې د ساینس په هکله تر۷۵۰ زیات ایاتونه شتون لري- خو ددې مطلب دا نه دی چې قرآن کریم د ساینس یوکتاب دی، بلکې قرآن کریم د بشریت د تعمیر (جوړولو) یو لارښود دی، دهدایت یوه تحفه ده، د ژوند تګلاره ده....، دا چې ساینس پوهان پکښې ساینس لټوي، ډاکتران پکښې طب لټوي او داسي نور... نور څه پکښې لټوي دا په دوی پوري اړه لري، خو پاتي دي نه وي چې قرآن کریم یو داسي الهي کتاب دی چې د بې شماره علومو سرچینه ده.(جُبیر)


ساينس پوه پروفيسر جولي سيمپسن (Joe Leigh Simpson) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
د مذهب او علم الوراثتی ترمنځ هیڅ ټکر نسته، په قرآن کریم کې ښکاره څرګندونې سته چې ټولي د ساینس سره پوره سمون خوري، بلکې ساینس ته یې پوره تقویه هم ورکړه، موږ ویلی سو چې محمد صلی الله علیه وسلم چي هر څه راوړي دي هغه د الله له لورې دي. (۲)


پروفيسر الفريډ کرونر (Professor Alfred Kroner) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
پروفیسر الفریډ کرونر چې د آلمان د مینز (Mainz) پوهنتون د جیولوجي څانګې یو نامتو پروفیسر او په نړیواله سطحه یو منلی استاد دی، دی د ساینس په نړۍ کې په دې باندې ډېر شهرت لري چې یو یې عملي کار ډېر کړیدی او بل دا چې پر نورو باندې تنقیدونه ډېر کوي، کله چې له مشهور عرب عالم شیخ عبدالمجید زنداني سره مخامخ سو، نو هغه ډېر ایاتونه او احادیث ورته وړاندې کړل او وروسته یې داسی وویل:


زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې معلوماتو درلودلو سره ډېر حیران یم چې څو پېړۍ مخکې ساینس پوهانو د عصري تجهیزاتو په درلودلو سره وتوانیدل چې څه ناڅه په پوه سي؛ خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د پوره توجه خبره خو لا دا ده چې دی په هغه وخت په هستوي علم (نیوکلیرفزیکس) باندې هم خبر ؤ، چې په هغه وخت کې پر ځمکه باندې هیڅوک نه پوهیده او د قرآنکریم سرچینه ضرور د اسمانو څخه ده.


که چېری د قرآنکریم ایاتونه او د ساینس حقایق د ځمکې د پیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نو دا به وویل سي، چې دواړه یو شانته دي او د دوی اصطلاحات سره موافق دي۔ او که په ساده ژبه سره ووایم نو قرآنکریم د ساینس پوره او مکمل کتاب دی ، چې په راتلونکې کې به د هغه هر آیت نوی ساینس ثابت کړي. 


داسې سوالونه کیږي چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د کوم ځای څخه راغی؟ په حقیقت کې دی د صحرا له خلکو څخه دی، دا مسئله او څېړنه ډېره پیچلې ده. په هستوي فزیک باندې همدا اوس ساینس پوهان پوه سول او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د ځمکې او اسمانو په پیدایښت او جوړښت باندې، زه درته ویلای سم چې قرآن کریم په ساده ژبه د ساینس یو کتاب دی، د ساده خلکو لپاره، زه دا هم درته ویلای سم چې په هغه وخت کې چې کوم ساینسي حقایق نازل سول، انسانانو ته ثابت نه وو، خو اوسنی ساینس هر څه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې ویلی دی هغه ټول ثابتوي او تائید یې کوي.(۲)


امريکايي ساينسپوه پروفيسر پامر(Professor Palmer) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
کومه وحې چې الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته لیږلې ده؛ د هغې لږه برخه موږ په اوسنیو وختونو کې کشف کړې او کوښښ کوو چې ساینس په قرآن کې مطالعه کړو، په ځانګړي ډول سره ځمکه پوهنه (جیولوجي). (۳)

 

۱Author and editor of over 20 books, and has published over 181 scientific papers. Co-author of The Developing Human (5th Edition, with Keith L. Moore). He received the J.C.B. Grant Award in 1991. Professor Peraud presented several research papers.


Dr. T.V.N. Persaud is a Professor of Anatomy and Head of the Department of Anatomy, and a professor of Pediatrics and Child Health, University of Manitoba, Winnipeg, Manitoba, Canada. He is the author or editor of 25 books, and has published over 181 scientific papers. In 1991, he received the most distinguished award presented in the field of anatomy in Canada


۲ He is the President of the American Fertility Society. He has received many awards, including the Association of Professors of Obstetrics and Gynaecology Public Recognition Award in 1992
Joe Leigh Simpson, Professor of Obstetrics and Gynecology at the North Western University in Chicago in the United States of America


 ۳Professor Alfred Kroner who is one of the world’s most famous geologists / Professor Kroner is one of the world's most famous geologists, becoming well known among his colleague scientists for his criticisms against the theories of some of the major scientists in his field
 ۴ Professor Palmer a scientist from the U.S


ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو پوهانو په آند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته