تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بني اسرائیل او اوسني اسرائیلیان
  تعلیم الاسلام
  January 4, 2018
  0

ليکوال : مولوي عصمت الله "عزام" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ټول مفسرين پر دې متفق دي، چي اسرائيل د يعقوب علیه السلام  نوم دی. يعقوب علیه السلام د اسحاق علیه السلام زوی او د ابراهيم علیه السلام  لمسی و.

 

علامه آلوسي رحمه الله  ليکي: " اسرائيل عجمي نوم دی. علماوو ذکر کړي دي، چي دغه نوم له ( إيل او إسراء) څخه جوړ دی. (ايل) د الله تعالی له نومونو څخه يو نوم دی او (إسرا) د بنده، غوره، انسان او مهاجر په معناګانو راغلی دی؛ چي د يعقوب علیه السلام لقب دی." (روح المعاني ملخصًا، ج:۱، ص:۲۴۱) 

 

بني اسرآئيل د يعقوب علیه السلام اولاد ته ويل کېږي؛ ځکه چي د دوی نسب د يعقوب علیه السلام دوولسو زامنو ته رسېږي.

 

په بني اسرآئيلو کي ډېر زيات پېغمبران راغلي دي او دغه سلسله په دوی کي تر هغو شروع وه، تر څو چي عيسی علیه السلام راغلی. تر هغه وروسته د اسلام ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اسماعيل علیه السلام  په اولاد کي راغلی.

 

بني اسرآئيلو ته د خپل وخت پر خلکو فضيلت ورکول سوی و. الله جل جلاله  فرمايي:
((
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ )) (البقرة: ۴۷) 
ژباړه: اې د اسرآئيل اولاده! زما هغه نعمتونه چي پر تاسو مي کړي دي در ياد کړئ او تاسو مي پر ټولو خلکو غوره وگرځولاست.

 

دغه فضيلت دوی ته د خپلي زمانې پر خلکو ورکول سوی و؛ ځکه د الله عزوجل عبادت يې کاوه. کله چي يې د الله پاک نافرماني او د اسلام مقابله شروع کړه، نو نه يوازي دا چي دغه فضيلت يې له منځه ولاړ؛ بلکي د مغضوب يا ضال لقبونه يې تر لاسه کړل.

 

 

آيا اوسني اسرآئيليان بني اسرآئيل دي؟
اوسني يهوديان چي د فلسطين په اشغال سوې سيمه کي يې د اسرآئيل په نوم دولت اعلان کړی دی، د دې خبري نشر او اشاعت کوي، چي دوی د مخکينيو بني اسرآئيلو نسب دی او گومان کوي، چي د مخکينيو بني اسرآئيلو وارثان دي؛ کوم، چي په فلسطين کي اوسېدل.

 

په دې ادعاء کي دوی خطرناک پلانونه لري. يو يې له هغو څخه دا دی، چي دغه ادعاء دوی د نصاراوو په نظر کي د يعقوب علیه السلام  اولاد گرځوي اوپه عهد قديم بايبل (تورات او زبور) کي، چي د بني اسرآئيلو لپاره کومي وعدې ذکر سوي، له هغو به هم مراد دوی سي. په پايله کي به د نصرانيانو خصوصي پاملرنه، مرستي اواحسانات را جلب کړي.

 

دا ځکه چي نصرانيان تورات مقدس گڼي او په هکله يې دا عقيده لري، چي په تورات کي کوم څه راغلي، هغه د الله پاک له لوري وحي دي.

 

همدا راز په دې سره دوی خپل ناروا اسرآئيلي حکومت ته مشروعيت ورکوي؛ چي فلسطين خو د بني اسرآئيلو سيمه ده؛ خو حقيقت داسي نه دی، لکه څنگه، چي دوی دعوه لري؛ بلکي حقیقت دا دی، چي اوسني يهوديان بني اسرآئيل نه دي او د حضرت يعقوب علیه السلام  سره هيڅ ډول تړاو نه لري. په دوی کي مختلف اصلونه دي: اروپايان، عربان، افريقايان او د ځينو نورو هيوادونو وگړي سته؛ نو د دې تباين سره- سره دا ناشونې ده، چي د دوی ټولو اصل دي يو وي.

 

حقيقت دا دی، چي اوسني اسرآئيلي يهوديان بني اسرآئيل نه دي او حضرت يعقوب علیه السلام ته يې نسب نه رسېږي.

 

که فرضًا د دوی نسب يعقوب علیه السلام  ته هم ورسېږي، بيا هم کله چي يهود وي او ايمان را نه وړي، دغه نسب دوی ته هيڅ گټه نه کوي؛ ځکه نسب د کفر سره وزن نلري او د اسلام سره ورته اړتيا نسته.

 

د دې موضوع د زيات تفصيل لپاره (دراسات في الاديان اليهودية والنصرانية او يهود اليوم ليسوا يهودا) ته مراجعه وکړئ!

 

د يادوني وړ ده، چي په دې اړه ډېر مسلمانان هم تېر وځي او اشغالگر يهوديان په تېروتنه بني اسرآئيل گڼي؛  په داسي حال کي، چي دا يوازي د دوی بې بنسټه دعوه ده.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته