تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشاري العراده ترانه ویونکی وفات سو
  تعلیم الاسلام
  January 8, 2018
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مشاري العراده د کویټ مشهور ترنم ویونکی چي د یکشنبې په ورځ ۱۴۳۹/ربیع الاخر/۲۰ مطابق د ۲۰۱۸ کال د جنوري پر ۷ په یوه ترافیکي حادثه کي وفات سو.


مشاري العراده په ۱۹۸۲ کال کي د کویټ د یرموک په منطقه کي زیږیدلی دی او همدلته یې ابتدايي او متوسطه زده کړي وکړې او بیا يې ثانیوه زده کړي د قرطبې په منطقه کي پای ته ورسولې.


مشاري العراده صاحب د کویټ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ څخه فارغه سو او بیا يې تخصص د شرعیاتو په پوهنځۍ کي وکړی.


تر زده کړو وروسته یې په ډيرو خیریه او تعلیمي ادارو کي دنده ترسره کړل، په دې اخر کي يې د کویټ د اوقافو په اداره کي دنده اجراء کول.


مشاري العراده د ماشومتوب څخه په ترانو ویلو پیل وکړی او لومړنۍ البم يې په کال ۱۹۹۹ کي وړاندی کړی. وروسته یې د (یا رجائي) ترانو لړۍ پیل کړه چي په دې لړۍ کي یې د (فرش التراب) ترانه نړیوال شهرت پیدا کړی کوم چي په ډير ښایسته انداز ویل سوی دی.


مشاري العراده صاحب د خپل ښایسته ږغ لکبله په مختلفو هیوادو کي د ترنم په محفلونو کي ګډون کړی دی.


مشاري العراده صاحب ته د کویټ امیر همدارنګه د کویټ نورو مشهورو ادارو د ښایسته ترنم لکبله امتیازي جایزې ورکړي او په (منشد الخیر) سره یې نومولی دی.


دا چي مشاري العراده صاحب په سعودي کي د یوې حادثې لکبله وفات سو نو په عربي نړۍ کي دده په اړه د تعزیت ډير زیات پیغامونه پر ټولنیزو شبکو او رسنیو وړاندي سول.


مشهوري ترانې یې:


فرشي التراب
أمي فلسطين
يا رجائي


کولای سی لومړنۍ ترانه یې په لاندي ادرس واوری:

فرش التراب

 

الله تعالی دي پر ورحمیږي!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته