تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وریښتانو د تقویې لپاره خواړه
  تعلیم الاسلام
  February 10, 2018
  0

که دغه خواړه وخورئ؛ وېښتان به مو نه کمزوري کیږي


ژباړن: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که غواړئ وېښتان مو توی او یا کم نه شي، نو باید ویټامینونه یې ور پوره کړئ او له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې ډول ډول ویټامیونونه او پروټینونه ولري. ارواپوهان وايي: که تاسې روغ صحت لرئ، نو بدن به مو هم د ښو او روغو وېښتانو خاوند وي، دوی زیاتوي هغه خلک چې سبزیجات، میوې، معدني منرالونه او  هر ډول ویټامین لرونکي خواړه خوري، د وېښتو کموالی به ونه لري. دلته موږ د خواړو هغه لیست روښانه کوو چې د ویښتو د کموالي څخه مو ژغوري .


لومړی: پوره اوسپنه واخلئ
اوسپنې معدنی مواد لري، چې په غیر حیوانی خوړو کې هم کارول کیږي. د اوسپنې ټیټه کچه د انیمیا سبب ګرځي، چې د فولیکونو لپاره اړین غذايي موادو ته اړتیا لري. د دې څخه د مخنیوي لپاره هڅه وکړئ په خپل ورځني لیست کې هغه خواړه ور اضافه کړئ چې د اوسپنې له پلوه شتمنه وي. لکه: غوښه، چرګان، سابه او ماهي د اوسپنې څخه ډکه غذا ده، همداراز شنه سبزيجات لکه د پالکو سابه، شلخی، کاهو او…  اوسپنې لري او کارول یې ستاسو د ويښتو لپاره ګټور درمل بلل کیږي.

 

 

دوهم: پروټین لرونکي خواړه وخورئ
د پروتینو ترلاسه کول د مقاومت او دفاع لپاره ښه ټاکنه ده، که ستاسې په بدن کې د پروټینو کمښت راشي، دا چاره ستاسو د ویښتو د ضایع کېدلو سبب ګرځي. دغه راز ځیني ښې شامپوګانې هم شته چې د ویښتو د پیاوړتیا لپاره امین اسیدونه لري او کارول یې یوه ښه درملنه ده، مګر پروټین لرونکې غذا تر دې ډېره اغیزمنه بلل شوې ده. پروټین لرونکي خواړه لکه: شیدې، پنېر، هګۍ، لوبیا، نخود او داسې نور دي.


دریم: د ويټامین سي(C)  خوړو څخه استفاده وکړئ
 ويټامين سي ( (C په بدن کې د اوسپنې د جذب لپاره اړين درمل دي، نو دا به غوره وي چې هغه خواړه وخورئ کوم چې ستاسو په بدن کې اوسپنه تولیدوي. ويټامين سي د بدن سره نوې کولګن جوړوي، کوم چې د غښتلو او روښانه ويښتو سبب کيږي.ویټامین سي خواړه لکه: تروش مېوې، نارنج، لیمو، مالټه، رومي بانجان، خټکی، پاخه شوي کچالان او داسې نور دي.


څلورم: ډاډ ترلاسه کړئ چې پوره اومیګS3  لرئ
اومیګا S3 د ویښتو په روغتیا کې ډیر گټور درمل دي او د ویښتو له وچولو او د نازک کیدو څخه مخنیوی کوي. اومیګ S3 د شیپ په پوټکي کې موقعیت لري چې ستاسو ویښتان او لاسونه لامده ساتي. که تاسې د بحري کبانو (ماهیانو) څخه ګټه پورته کړئ او دغه په زړه پورې غذا په خپل خوراک لېست کې ور اضافه کړئ، وېښتان مو د وچېدا او نازکوالي څخه ژغورلی شئ.

 

 

پینځم: هغه خواړه وخورئ کوم چې یوټین لري
بیوټین د بي (B) ویټامین لري چې په اوبو کې حل کیږي او د ویښتو لپاره خورا مهم بلل کیږي. بیوټین په بدن کې د وېښتو د نیمګړتیا او د کمزوزۍ ستونزه له مېنځه وړي. بیوټین خواړه لکه جگر، توری، د هګۍ سپین، د سوجي اوړه او … بیوټين لرونکي خواړه دي.


که ستاسې وېښتان ضایع کیږي، پخه کوي، خشک او یا کمزوري لري، بیا کولی شئ چې د ویښتو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره د خوړو اضافي درمل استعمال کړئ؛ مګر په پام کې ونیسئ چې تاسو باید خپل ډاکتر ته ووایاست چې تاسې څه ډول خوړو څخه ګټه اخیستې ده، څو مو روغتیا پال پوه شي او د ښې درملنې لپاره مو د اړتیا وړ نسخه ولیکي. همدارنګه تاسې له هغو خوړو استفاده مه کوئ چې ستاسو صحت زیانمنوي او د روغتیا لپاره مو تاوان رسوي؛ دا ځکه چې هغه خواړه چې ستاسو صحت ته ښه نه وي، نو وېښتانو ته مو هم ښه پایله نه لري.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته