تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنین مراحل: د هډوکو او غوښو جوړښت (۵)
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 17, 2018
  0

په قران کي د جنین مراحل: د هډوکو او غوښو جوړښت

لیکنه: عبدالدائم الکحیل
ژباړه :عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د هډوکو پړاو


د غاړي د هډوکي جوړښت


هغه څه چي ساینس پوهان ئې حیران کړي هغه دا چي: څه شی دا حجرې دې ته اماده کوي چي دوی باید په دغه وخت کي په هډوکو بدل شي؟


د شپږمي څخه تر اتمي هفتې په جریان کي د هډوکو جوړښت، او وده شروع او د تولد وروسته هم ادامه لري. الله  جل جلاله فرمایي:


 (فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا) الاية
بیامو د غوښي د کوچني ټوټې څخه هډوکي جوړي کړې.


پدې پړاو کي د زړه ضربان شروع کېږي، دماغ الکترو مقناطیسي شعاعوي استوي او جنین د مور د غږ اورېدلو ته اماده کېږي. نو له همدې وجي مورته په کار ده چي د قرآن کریم تلاوت ډېر وکړي ځکه چي د جنین زړه او دماغ ورڅخه متأثره کېږي!!


د غوښو پړاو

اوس، د جنین اوږدوالی تر 3cm کم دی.


پدې پړاو کي عضلات ځانته شکل غوره کوي او هډوکي پوښي. دا پړاو د ډېر وخت لپاره دوام کوي او مخکنۍ مرحله چي د هډوکو مرحله ده په ځان کي رانغاړي، الله عزوجل فرمایي:


(فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا). الاية
(بیا مو هډوکي په غوښو وپوښل).

 

(وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ) [الذاریات: ۲۱]
اوهمدارنګه ستاستو پخپلو نفسونو کي. بیا هم تاسي نه وینئ؟

 


کله چي د جنین عمر د ۷-۸ هفتو ته ورسېږي نو د غوښو ابتدائي مرحله پرې ښکاره کېږي، په داسي ډول چي هډوکي د غوښو پواسطه پوښل کېږي. د اتمي هفتې په شروع کي عضلات په حرکت شروع کوي. همدارنګه جلدي طبقات شروع کېږي کوم چي جسم پوښل کېږي. الله تعالی فرمايي:


 (وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا) [البقرة: ۲۵۹]. 
هډوکو ته وګوره، چي موږ یې څنګه یوځای کوو او په غوښو یې پوښو.

 

د جنین په سر کي د زامي د هډوکي عکس!!

۱۲ هفتې
د زامې د هډوکي د پوښښ پروسه!

 

بل جوړښت
ددې جنین اوږدوالی تر 4cm کم دی


پدې پړاو کي، جنین د خپل نهايي شکل په غوره کولو شروع کوي، سترګي او غوږونه او ټول جسم په واضح ډول معلومېږي. زړه خپل برقي فعالیت شروع کوي، دماغ ډېر پېچلی دی او وزن یې تقریبًا د بدن د نیمايي وزن سره برابر دی، پاته عملیې فقط ددې ارګانونو وده ده. دا مرحله د حمل تر پایه جریان لري، الله سبحانه وتعالی فرمایي: 


(ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ) [المؤمنون: ۱۴]. 
بیا مو هغه په یو بل جوړښت کي پیدا کړ.

 

 

د لومړيو اتو هفتو په جریان کي جنین وده کوي او مختلف اشکال غوره کوي، مګر د هغه وروسته د جنین شکل پرته له کوم بدلونه تر تولد پوري پاتېږي.  نو د قرآن ټول ذکر سوي مراحل د لومړيو اتو هفتو په جریان کي پېښېږي. آخري مرحله د اتمي میاشتي څخه شروع بیا تر تولد پوري دوام کوي،او دا هغه څه دي چي قرآن یې "بل جوړښت " بولي.


(ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ) [المؤمنون: ۱۴]. 
بیا مو هغه په یو بل جوړښت کي پیدا کړ.


اوس جنین د ۸ هفتو دی او زموږ د جسم ۹۰٪ سیسټمونه په ځان کي لري. پدې جنین کي د حجراتو شمېر تر ۱۰۰۰ میلیونو زیاتو حجرو ته رسېږي، دا حجرې چا جوړي کړي؟


(فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ) الایة
 نو مبارك دئ دا تر ټولوغوره پيدا كوونكى الله...


د جنین زړه د حمل په جریان کي  ۵۴ میلیونه ضربان (Pulses) ترسره کوي!

 

ان شاءالله نور بیا....

----------------------------

مخکنۍ برخي:

د انسان د خلقت په مراحلو کي د ایمان سفر (۱)
په قرآن کي د جنین د جوړښت مراحل (۲)
د انسان خلقت د خاوري او نطفې څخه (۳)
په قران کي د جنین مراحل: علقه او مضغه (۴)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته