تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بنده ګانو حقوق او اخلاقیات (۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 24, 2018
  0

ژباړه: شهيد مولوي عبدالغفار "حسيني" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱۳۱: څه وخت چي ښوروا يا بل کتغ پخوی، نو اوبه ئې ور زياتوئ، چي خپل ګاونډي ته يوه يا دوې کاچوغي ورڅخه ورکړئ. 


۱۳۲: په لاره کي د ناستي څخه ځان وساتئ، که چيري کښينی، نو بيا د لاري حق ادا کوئ، هغه دا چي: خپل نظر(کتل ) کښته اچوئ، د تکليف رسولو څخه ځان ژغورئ، د سلام ځواب ورکوئ، د نېکۍ او ښېګڼي حکم کوئ، له بدۍ څخه ئې منع کوئ، د غم ځپلو سره همکاري کوئ، که د کوم چا څخه لاره ورکه وي، د هغه سره د لاري په پيدا کولو کي مرسته کوئ.


۱۳۳: کله چي درې (يا زيات) کسان ناست وي، نو دوه کسان دي په خپل مينځ کي پټي خبري نه سره کوي؛ ځکه درېيم کس ته تکليف او ازار ورکول کيږي.


۱۳۴: څوک چي په دې خوشحاليږي، چي خلک دده د تعظيم له پاره ولاړ سي، نو دي خپل ځان په اور ( جهنم) کي وګڼي.


۱۳۵: غوره اسلام خلکو ته ډوډۍ ورکول او بلد او نابلده ته سلام کول دي.


۱۳۶: کله چي څو کسان روان وي، نو د يوه کس له لوري سلام ويل د ټولو له پاره کفايت کوي. که يوه ډله يا جماعت ناست وي او سلام ور باندي وويل سي، نو د يوه کس ځواب ورکول د ټولو له پاره کفايت کوي.


۱۳۷: د دوست سره مينه او محبت په اعتدال او ميانه روي سره کوئ؛ ځکه ممکنه ده، چي يو وخت مو هغه دښمن سي او ناخوالي په مينځ کي راسي او د دښمن سره دښمني او عداوت هم په اعتدال او ميانه روی سره کوئ ځکه ممکنه ده، چي يو وخت سره دوستان او خپلوان سئ.


۱۳۸: سپور دي پلي ته، تګ کوونکي دي ناست کس ته او لږ دي ډېرو ته سلام کوي.


۱۳۹: د چا چي نن د پرون سره برابر وي، هغه تاواني دئ او د چا چي پرون تر نن ښه وي، هغه محروم دی.


۱۴۰: يوازيوالی او ګوښه نشيني لازم ونيسئ، دا عبادت او ستاسو څخه د مخه د نېکانو کسانو طريقه او لاره ده.


۱۴۱: د الله تعالی عبادت په داسي ډول کوه لکه ته، چي الله  جل جلاله  وينې که ته هغه نه وينې، نو هغه خو تا ويني.


۱۴۲: نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايي: چي زه د هود سورت سپين ږيری کړم، په هغه کي په صراط مستقيم باندي د تللو حکم راته کړی دی، چي تر ورېښته نازکه او تر توري تېره ده.


۱۴۳: خپل ځان له هيلو څخه وساتئ؛ ځکه هيله د بې عقلانو انا ده، کوم شخص چي د الله تعالی څخه بيريږي، هغه بدل اخيستل نه غواړي (د خپل احسان عوض نه غواړي).


۱۴۴: مؤمن ته تکليف او اذيت رسول د الله تعالی په اند تر کعبې او بيت المعمور نړولو پنځلس واره زياته ګناه ده.


۱۴۵: کله چي سهار کړئ، نو د خپل نفس سره د ماښام ذکر او بيان مه کوئ، او کوم وخت چي ماښام کړئ، نو بيا د ورځي بيان مه ورسره کوئ؛ ځکه تاسو ته دا نه ده معلومه، چي سبا به مو انجام څه وي.


۱۴۶: څوک چي په جهالت او ناپوهۍ سره د الله تعالی عبادت کوي، د هغه فساد تر اصلاح زيات دی.


۱۴۷: جاهل او ناپوه ته يو ځل عذاب ورکول کيږي او عالم ته اووه ځله عذاب ورکول کيږي.


۱۴۸: بندګانو ته په دنيا کي د الله تعالی په اند تر ټولو سخت عذاب د هغه دی، چي د غير مقسوم شي (چي نه وي وېشل سوی) طلب کوي.


۱۴۹: د مؤمن د فراست او بصيرت څخه ځان وساتئ؛ ځکه هغه يقيناً د الله تعالی په نور سره ګوري.


۱۵۰: د عبادت لس برخي دي، نهمه برخه ئې حلاله روزي طلبول دي.


۱۵۱: څوک چي د دې پروا نه کوي، چي له کومي خوا ئې ګټي ( حلال او حرام ته نه ګوري)، نو الله پاک بيا د دې پروا نه کوي، چي له کومه طرفه ئې دوږخ ته داخل کړي.


۱۵۲: څوک چي لباس او کالي رانيسي، که ئې په لس درهمه کي يو درهم هم حرام وي، نو دا کالي چي تر څه وخته پوري ده اغوستي وي، الله پاک ئې لمونځ نه قبولوي.


۱۵۳: د مسلمان د بدوالي له پاره دا کافي ده، چي بل مسلمان حقير او سپک وګڼي.


۱۵۴: کله چي دي ګاونډیي مرسته او کومک در څخه و غواړي، نو د هغه سره مرسته کوه او که قرض در څخه و غواړي، قرض ورکوه، که ئې په تا کار بند وي، نو کار ئې ور پوره کوه، که ناروغه سي پوښتنه پر کوه، که وفات سي په جنازه کي ئې ګډون کوه، که خوشحالي او ښادي پر راسي مبارکي ورکوه، که په يو مصيبت او غم کي اخته سي پوښتنه پر کوه، د ده بېله اجازې خپل تعمير او کوټې مه لوړوه، چي د ده څخه هوا وګرځوي، که مېوه رانيسې، نو ده ته څه په تحفه کي ورکوه او که ئې نه ورکوې، نو مېوه په پټه راوړه په دوی ئې مه وينه، خپلو کوچنيانو ته مېوه په لاس مه ورکوئ، چي په کوڅه کي د همسايه کوچنيان په غمجن کړي، خپل کتغ ته داسي بوي لرونکي شيان مه ور اچوه، چي د ګاونډيانو شوق ورته وسي او په نه ورکولو تکليف ورته رسيږي؛ خو که يوه کاچوغه قدر ور استوې بيا څه پروا نه لري. دا حقوق هغه څوک ادا کوي، چي د الله  جل جلاله  رحم پر سوی وي. 


۱۵۵: رحم د رحمن څخه مشتق دئ، څوک چي د ځانه سره رحم يو ځاي کړي لکه د رحمن سره، چي يو ځای سو او څوک چي ئې پرې او قطع کړي لکه د رحمن څخه، چي قطع او پرې سو.


۱۵۶: نېک طبيعته او خوش اخلاقه مؤمن د صائم الدهر ( ټوله زمانه روژه نيوونکي) او قائم الليل (چي ټوله شپه ولاړ وي، عبادت کوي) مرتبه او درجه لري. 


۱۵۷: څوک که خپله سلامتي غواړي، خاموشي او سکوت دي اختيار کړي، نو پکار دا ده، چي په کور کي ايسار او پاته سي.


۱۵۸: د مؤمن ژبه تر زړه وروسته ده (که څه ويل غواړی، نو اول ئې سره سنجوئ بيا ئې واياست).


۱۵۹: کله چي څوک تا ته دعاء وکړي، نو ته هم تر هغه ښه او يا د هغه د دعاء په څېر دعاء ورته کوه.


۱۶۰: د سخي ډوډۍ دواء ده او د بخيل خوراک ناروغي ده.


۱۶۱: انسان ته تر زياتي وينا کولو بل بد شی نسته.


۱۶۲: نه نقصان او تاوان برداشتول او پورته کول پکار دي او نه بل چاته تاوان رسول پکار دي. 


۱۶۳: زه ( نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ) او زما د امت پرهيز ګاره خلک د تکليف او تصنع څخه بېزاره يو.


۱۶۴: د الله جل جلاله  په اند تر بخيل عابد ګناهکار سخي بهتر او غوره دی.


۱۶۵: اور وچ لرګي داسي ژر نه سي ختمولای، لکه غيبت، چي د بنده نېکۍ ختموي.


۱۶۶: په خلکو کي تر ټولو بد انسان هغه دی، چي خلک د هغه تعظيم او عزت د هغه د شر څخه د ساتلو له کبله کوي.


۱۶۷: ښه سړی هغه دی، چي ډېر وروسته خفه کيږي او ژر خوشحاليږي او بد سړی هغه دی، چي ژر غوصه کيږي او تر ډېر ځنډ وروسته راضي کيږي.


۱۶۸: ايمان لرونکی کس ژر غصه کيږي او ژر راضي کيږي. 


۱۶۹: دنيا د هغه چا کور دی، چي کور نه لري، د هغه چا مال دی، چي مال نه لري، هغه څوک ئې جمع کوي، چي عقل نه لري، د هغې له وجهي عداوت او دښمني هغه څوک کوي، چي علم نه لري، د هغې له وجهي حسد او رخه هغه څوک کوي، چي پوهه او تدبر نه لري او د هغې له پاره کوښښ کوي، چي يقين نه لري.


۱۷۰: په دنيا کي چي څلور شيان ستا سره وي، نو تاته هيڅ ضرر او تکليف نسته:

الف- رښتيا ويل،

باء- د امانت سمه ساتنه،

جيم-خوش اخلاقي،

دال-حلاله روزي

 

۱۷۱: څوک چي ميانه روي او اعتدال غوره کوي، هغه نه مفلس کيږي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ او ۲۳ ګڼه

سرته