تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: نصرانيت او د حبشې حکم په یمن کي (‍‍۱۶)
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 24, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۶ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د صالح ځوان ایمان او قرباني

اوس به هغه حالات درته بيان سي چي نصرانيت او د حبشيانو حکم و يمن ته څنګه راغله، دا خو مي درته و ويل چي عبدالله بن ثامر او د ده څو ملګري چي نصارا وه او ځيني يې راهبان هم وه د نجران څخه و يمن ته هجرت وکړى او هلته په یمن کي يې د نصرانيت عبادت په پټه سره کاوه ځکه د يمن د يهودو څخه بېرېدل. 

 

د دغه وخت د يمن پاچا چي ذونواس نومېدى او یهودي ؤ ساحران يې درلودل او د هغو څخه يې د پاچهۍ په كارو کي کار اخستى، پاچا د هغه مشر ساحر په غوښتنه او مشوره دا قصد وکړى چي يوه ځوان هلک ته سحر ور زده کړي چي لوى ساحر ځني جوړ سي او په وروسته کي د هغه څخه د پاچهۍ په کارو کي کار واخلي، ځکه په سپين ږيرو مرګ پسې دى. 

 

سبحان الله! خلکو ساحران تربيه کول نه يې غوښتل چي دغه ډله ورکه سي خو موږ علماء ورثةُ الانبياء وژنو. 

 

خير پاچا يو ډير پوه او هوښيار هلک پيدا کړى او د هغه دپاره يې هغه لوى ساحر چي د ساحرانو مشر ؤ د استاذ په صفت اختيار کړى چي دغه هلک به د هغه استاذ څخه سحر زده کوي، څرنګه چي دغه ساحر د غره په يوه لوړه حصه کي اوسېدى. [ اول خو يمن په خپله لوړ او کښته، غرونه او تپې دى او بل ساحرانو او عابدانو همېشه د خپلي استوګني دپاره غر خوښاوه ځکه هلته به دوى د خپل کار يا عبادت دپاره فارغه وه]

 

 نو دغه هلک به هره ورځ و هغه لوى ساحِر ته چي په غره کي اوسېدى د سحر د زده کولو دپاره ورتلى خو په دغه غره او د هلک په لار کي د نصاراوو د راهبانو څخه يو راهب هغه چي د نجران څخه راغلي وه اوسېدى، هلک چي به تېرېدى د دغه راهب عبادت به يې ليدى د هغه قرائت، تسبيحات او تمتمه به يې اورېدل او خوند يې ورکاوه نو به ورته کښېنستى او غوږ به يې ورته ونيوى ترڅو د راهب څخه يې د نصرانيت زده کړه او تعليم شروع کړل، ساحر ته به هم د سحر د زده کولو دپاره ورتلى خو د سحر او الْهي دين ډير فرق ؤ د سحر څخه يې بد راغله او هيڅ يې نه غوښتل چي سحر زده کړي نو سحر او ساحر يې دواړه پرېښوول، و ساحر ته نه ورتلى فقط و راهب ته به ورتلى او د مسیحیت دين يې زده کاوه، ساحر و پاچا ذونواس ته خبر ورکړى چي هلک نه راځي، پاچا د هلک څخه پوښتنه وکړل چي ولي ساحر ته نه ورځې؟

 

 هلک حال ځني پټ کړى، پاچا چي نور معلومات پسي وکړه معلومه سوه چي هلک و راهب ته ورځي، پاچا اول د راهب څخه را شروع کړه هغه يې مجبوره کړى چي خپل دين نصرانيت پريږدي مګر راهب انکار وکړى، پاچا راهب  و وژى او بيا يې د هلک په موضوع شروع وکړه غوښتل يې چي دغه هلک ساحر سي مګر هلک سحر نه غواړي، پاچا چي هر څه کوښښ وکړى چي هلک د سحر و زده کولو ته تشويق کړي هلک نه منل، وهل، تکليفونه او عذابونه يې ورکړل بيا هم هلک د سحر زده کول نه غواړي، پاچا امر وکړى چي هلک و وژنى، د پاچا عمله غواړي چي د پاچا په امر هلک په درياب کي غرق کړي، هلک يې د عسکرو سره په يوه کښتۍ کي کښېناوه او ويل: بو يې زى د درياب په منځ کي يې غرق کړى، کښتۍ چي يې ښه د درياب مینځ ته ور تېره کړل يو طوفاني باد راغلى او کښتۍ يې واړول، عسکر ټول غرق سوه خو هلک پاته سو.

 

پاچا امر وکړى چي هلک بوزى د غره څخه يې را واچوى او ویې وژنی، ټول خلك ورته ګوري اوله واقعه يې هم وليدل او اوس هم د هلک د وژلو  انتظار کوي، هلک يې و غره ته وخېژاوه اوس عسکر غواړي چي هلک لاندي وغورځوي په دغه وخت کي يوه ډيره شديده زلزله وسوه ټول عسکر لاندي ولوېده او  مړه سوه مګر هلک د غره پر سر پاته سو، د يمن پاچا چي د هلک د وژلو دپاره هره لار جوړه کړي، خو د لوى پاچا رب عزوجل  د هلک د وژلو إراده نه وه، ذونواس په هيڅ طريقه سره هلک نه سي وژلاى، په آخر کي هلک ورته و ويل: 

 

ته ما نه سې  وژلاى بېله يوې طريقې څخه پاچا و ويل: هغه طريقه څنګه ده؟ هلک و ويل: د يمن ټول خلك راټول کړه او  ما په يوه ونه پوري وتړه بیا به زما غشى او لېندۍ واخلې او وبه وايې: بسم الله د هلک د رب په إراده او  وبه مي وُلې، نو زه وژل کېږم، پاچا خوشاله سو  او اوس غواړي چي هلک په دغه طريقه سره و وژني، پاچا د يمن خلك را ټول کړه هلک يې په ونه پوري وتړى او د ده غشى او لېندۍ يې واخستل ويل: بسم الله د هلک د رب په إراده، غشى پر هلک ومښتى او هلک شهيد سو، دلته په خلکو کي غوغا او نارې شروع سوې، ويل په ټولو عسکرو، په ټول قوت او جبروت يې د هلک د رب بې إرادې هلک نه سواى وژلاى نو بېشکه چي هلک پر حقه لار او صحي دين دى، په دغه ورځ او د دغي واقعې په ليدلو سره د يمن د خلكو څخه شل زره نفره و نصرانيت ته داخل سوه.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته