تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په وطن کي مدرسې وي خدايه!
 
  December 17, 2011
  0


زموږ په وطن کي مدرسې وي خدایه !

شاعر: علي احمد جان کاکا

زموږ په وطن کي مدرسې وي خدایه !
ترڅنګ قلم او کتابچې وي خدایه !

زموږ وجود ته  خوشحالي راوله 
زموږ په منځ کي ښې قصې وي خدایه!
زموږ په وطن کي مدرسې وي خدایه !
 
موږ یو تر بله جارېده سره کړو
ستا په قرآن مو فیصلې وي خدایه !
زموږ په وطن کي مدرسې وي خدایه !

چي د سنتو سو د فرضو تابع
چي مو اوچتي لنګوټې وي خدایه !
زموږ په وطن کي مدرسې وي خدایه !

کاکا د ښو خلګو یاري کوه تل
چي مو نصیب جنت باغچې وي خدایه !
زموږ په وطن کی مدرسې وي خدایه !


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته