تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مقبول احادیثو څلور ډولونه (۱۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


وړاندي مو ولوستل چي په احادو يعني غريب، عزيز او مشهور احاديثو کي د راويانو د صفاتو له کبله ځيني مقبول او ځيني مردود بلل کيږي .  


مقبول احاديث په څلور ډوله ويشل کيږي:


١: صحيح لذاته
 ٢: حسن لذاته 
۳: صحيح لغيره
۴: حسن لغيره 


ځکه چي مقبول حديث هغه حديث ته وايي چي راويان ئې د عدل او ضبط په صفت متصف وي او دا صفات متفاوت دي .  لهذا په کومو راويانو کي چي دا صفات په لوړه کچه او اعلى درجه موجود وي د هغوى خبر صحيح لذاته بلل کيږي.


او د کومو راويانو ضبط چي نسبت د لوړي کچي و راويانو ته کم وي يعني بېخي د اعلى درجې ضبط ونه لري نو د هغوى روايات حسن لذاته بلل کيږي.


اوکه د حسن لذاته د راويانو د ضبط کمي د بلي خوا پوره سي يعني د اعلى درجې سره  برابر سي مثلا همدا حديث د نورو لارو هم رانقل سي هغه ته صحيح لغيره وايي.


او هغه حديث چي په هغه کي توقف کړل سوى وي يعني په راويانو کي ئې نه صفات د رد څرګند وي چي روايت ئې مردود وګرځي او نه صفات  د قبوليت پکښي څرګند وي چي روايت ئې مقبول وګرځي وروسته يوه قرينه ومندل سي چي د قبوليت خواته يي ترجيح ورکړي هغه حديث ته حسن لغيره وايي اوس پر هرنوع تفصيلي بحث وړاندي کوو  . 


نور ان شاءالله بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته