تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیثو لوی شارح امام بدرالدین عیني رحمه الله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 3, 2018
  0

د شیخ الاسلام امام بدرالدین عیني "رحمة الله علیه"  ژوند او خدماتو ته لنډه کتنه


ژباړه او راټولونه:  عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پیدایښت :
امام عیني رحمه الله په ۲۶ د رمضان المبارک ۷۶۲هـ ، مطابق ۳۰ جولائي ۱۳۶۰م  په قلعه "عینتاب" کې د شام د حلب ښار سره نژدې د جمعي په ورځ زیږیدلی دی.

 

دغه د عین تاب د نسبت له وجهې ورته "عیني" ویل کیږي. ده ډیر وخت په حلب ، مصر ، دمشق او بیت المقدس کې تیر کړی.

 

علامه عیني رحمه الله د حافظ ابن حجر عسقلاني الشافعي رحمه الله هم عصر او د هغه له خپلوانو څخه دی.


نوم او نسب:
نوم یې محمود، کنیت یې ابو محمد، القاب یې بدرالدین، امام عیني، قاضي شام، مؤرخ، علامه، او په قاضي القضاۃ هم مخاطب کیده، عرفي نوم یې شارِح بخاري دی او د اتمې ۸ پیړۍ په سترو محدثينو کې شمارل کیږي. 


د نسب سلسله یې: 
محمود بن احمد بن موسیٰ بن احمد بن حسین بن یوسف بن محمود الحافظ المحدث بدرالدین عیني حنفي علیهم الرحمة والرضوان. 

 

د نوموړي پلار او نیکه دواړه قاضیان ؤ. دده په نیکونو کې حسین بن یوسف ډیر ستر او معروف "مفسرِ قرآن " تیر شوی دی.


ابتدائې زده کړې:
ابتدائې تعلیم او د قرآن حفظ یې په خپل کور کې د پلار څخه حاصل کړل او چې اته ۸ کلنۍ ته ورسید نو قرآن كريم یې په اوو ۷ قرآتونو یاد کړ.


لوړي زده کړي:
په علم فقه کې یې د جمال الدین یوسف بن موسی ملطي، د ملک العلماء علاؤالدین سیرامي، د شیخ تقی الدین، د شیخ زین الدین عراقي، د شیخ سراج الدین بلقیني او له نورو جیدو علماء څخه علمي استفادہ وکړه.

 

د علم د حصول لپاره دده تاریخي سفر په کال (۷۸۵هـ/ ۱۳۸۳م)  د مشق ته ؤ،  دغه سفر یې د علم الحديث د زدکړې لپاره مؤثر تمام شو ، په دغه وخت کې  مدرسة النورية د دمشق د علم الحدیث یوه مشهوره او مقبوله اداره وه،  علامه عيني رحمه الله ددې مدرسې له استادانو ښه استفاده وکړه او د سترو علماؤ څخه یې دلته علم حدیث حاصل کړ.


د نوموړي د علم حدیث په استادانو کې مشهور شیخ زین الدین عراقي او شیخ تقی الدین د یادونې وړ دي او په علم نحوه ، اصول فقه او معاني کې یې د استادانو څخه د علامه ابن صالح بغدادي نوم اخیستل کیږي. 

 

کله چې ۲۵ کلنۍ ته ورسید نو په ځان کې یې د حج د ادا کولو توان ولید، نو په ۷۸۶هـ/۱۳۸۴م یې د بیت الله شریف زیارت نصیب او د حج د ادا کولو سعادت یې په برخه شو، همدارنګه یې په مکه او مدینه کې د یو شمیر علماؤ څخه علم دین حاصل کړ او بیا خپل وطن ته راستون شو.


او د علمي تفوق لپاره یې  ډیرو علاقو ته سفر وکړ ، په ۷۸۷ھ کال کي یې د مصر قاهرې ته تشریف یو وړ او هلته یې یو شمیر دندې سرته ورسولې. د قضاء منسب یې سمبال کړ او کله چې د امیر المؤید لخوا په ۸۱۸هـ کي مدرسه المؤیدیة جوړه شوه نو حافظ عيني صاحب په کې تدریس پیل کړ ، پدې مدرسه کې د لاندې مشهورو شخصیتونو په څیر علماؤ استفاده ترې وکړه او دده د شاګردۍ ویاړ یې حاصل کړ:

 

  • مشهور فقیه كمال بن الهمام ، 
  • علامه ابن تغري بردي، 
  • علامه سخاوي

 


 

ده په قاهره کې په ۸۱۴هـ یوه مدرسه جوړه کړه او خپل کتابتون یې ورته وقف کړ .


شخصیت یې:
علامه عیني په امام فاضل، شیخ المحدثین، امام المتکلمین، رأس المفسرین، قاضي الاسلام والمسلمین، استاذ الفقهاء الکاملین، جامع المنقولاتِ والمعقولات، محدث کامل او په فقیه عدیل باندې ستایل شوی.


نوموړی حافظ او شارح الاحادیث ، په عربي ژبه کې ډیر مهارت لرلو او په ځانګړي ډول په علم صرف کې ماهر او سریع الکتابت شخصیت ؤ. 

 

د احادیثو په تخریج کې ورته لوی عبور حاصل ؤ،  د وسیع علم اندازہ یې د "عمدۃ القاري شرح صحیح البخاري" څخه هم معلومیږي. 


شیخ ابوالمعالي حسیني فرمایې:
علامه عیني امام، عالم ، حافظ ، متقي، استاذ الکل، امام المحدثین او منفرد فی الروایة والدرایة دی. ده د صحیح البخاري یوه داسې شهکاره شرحه لیکلې چې  ددې مثال موږ هم ندی لیدلی. په خپلو معاصرینو کې د علم ، عمل، تقویٰ او دیانت لرونکی دی او په فقه او حدیث کې بالخصوص او په نورو علومو کې بالعموم ورته لوی عبور حاصل او پرې برلاسې دی. (مقدمه عمدۃ القاري، ۱۴)


علامه بدرالدین عیني رحمه الله ته د قضاء منسب بیله طلب کولو ورکړل شوی، ده د عدل او انصاف مثال قائم کړی ؤ. 

 

له دې پرته په نورو سترو عهدو باندې هم مقرر کړل شوی ؤ لیکن ده درس، تدریس، تصنیف او تالیف همیشه جاري او بر قراره وساته.

 

 

ده په خپل کتاب "عمدۃ القاري شرح صحیح البخاری" کې د احنافو وکالت کړی او د حنفي مذهب حق یې ادا کړی دی.

 

"عمدۃ القاري فی شرح البخاري" د امام بدرالدین عیني رحمة الله علیه د صحیح البخاري هغه شرحه ده چې ددې څخه بهتره شرحه تر ننه چا نه ده لیکلې، دا شرحه په دولس ۱۲ جلده کي، په شلو ۲۰ کلونو کې د وخت د دغه ستر محدث لخوا لیکل شوې. هر عالم دین باید د غه شرحه مطالعه کړي او احناف یې باید په خپل کتابتون کې ولري.


تصنیفات:
عمدة القاري في شرح البخاري (۱۲ جلده)
مغانی الاخيار فی رجال معانی الآثار
العلم الهيب في شرح الكلم الطيب
عقد الجمان في تاريخ أهل الزمان (یوه ستره موسوعة ده)
تاريخ البدر في أوصاف أهل العصر
مباني الأخبار في شرح معاني الآثار 
نخب الأفكار فی تنقيح مباني الأخبار (اته ۸ جلده)
البناية في شرح الهداية (۶ جلده په حنفي فقه)
رمز الحقائق في شرح الكنز الدقایق (په حنفي فقه)
الدرر الزاهرة فی شرح البحار الزاخرة (فقه)
المسائل البدرية (فقه)
السيف المهند فی سيرة الملك المؤيد ابى النصر 
منحة السلوك في شرح تحفة الملوك (په حنفي فقه)
المقاصد النحوية
فرائد القلائد
طبقات الشعراء
سيرة الملك الاشرف
الروض الزاهر - فی سيرة الملك الظاهر
الجوهرة السنية في تاريخ الدولة المؤيدية
المقدمة السوادنيه فی الاكام الدينيه
شرح سنن ابى داود 
تاريخ الأكاسرة


وفات
بالاخره د اسلامي نړۍ او د وخت دا ستر محدث  د دوشنبې په ورځ د ذی الحجه په څلرمه، کال ۸۵۵ ھ کي چې د ۱۴ دسمبر ۱۴۵۱ء سره سمون لري، د مصر په قاهره کې له فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او د خپل مسجد او مدرسې په خوا کې د فن کړل شو. 

 

د علامه بدرالدین عیني او علامه شهاب الدین قسطلاني رحمة الله علیهما مقبرې


مأخذونه: 
حدائق الحنفیه، مقدمه د عمدۃ القاري، بیروت چاپ او  الاعلام د خیر الدین زركلي رحمه الله .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته