تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پېغمبر ﷺ د طريقو په وړاندې زموږ غبرګون!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 12, 2018
  0

ليکنه: ســـعــيدالــرحــمــن


اوسنۍ زمانه کې چې خلکو ته ګورو ډېري داسې کړنې به مو په مخه راشې چې په ډاګه به د اسلام د احکامو خلاف وي. ډېر د خواشینۍ خبره دا ده چې کوم ورور مسلمان ته بيا د رسول الله ﷺ د سنت طریقې نغوته [اشاره] وکړی شي؛ ډېر کم به د حوصلې، صبر او استقامت څښتن درته ووایې: 

 

سمه ده!! 
په دواړو سترګو!!  

 

نور ډیر به داسې خلک ومومې چې ستا د خبرې په وړاندې به ستغې سپورې درپسې ووایې. 

 

د اسلام د دویم خلیفه عمر بن خطاب رضی الله عنه په باره کې راځي، لکه څرنګه چې عبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی: 


عمر رضی الله عنه د الله د کتاب په وړاندې ولاړ انسان ؤ، د ذرې په اندازه یې هم له هغه وړاندې کړنه نه ترسره کوله. 

د صحابو د ژوند دوې بیلګې ستاسو مخې ږدم. 

 

لومړی: 
په بخاري او مسلم کې د عبدالله بن مغفل مزني رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله ﷺ د "خَذَفْ" نه منع کړې ده، (په لاس شګه یا ډبره غورځول) چې دا کړنه ښکار وژلی نه شي، دښمن زخمې کولې نه شي، سترګه بوټه راوباسې او غاښ ماتوي. 


د حدیث مقصد دا چې دا کړنه یو داسې بې ځايه کړنه ده چې د دې په ترسره کولو سره هيڅ ګته نشته او تاوان په کې شته. 

 

عبدالله بن مغفل رضی الله عنه د خپلو خپلوانو څخه څوک وليد چې دا کار یې کولو، هغه یې منع کړلو او د پيغمبر ﷺ منع یې ورته ورياده کړه، دویم ځل یې بيا ولید او ورته يې وويل: 


ما درته د الله د پيغمبر ﷺ منع ذکر کړه او بیا هم ته دا عمل کوې، زه به هيچرې د تا سره خبرې ونه کړم. 

دا د صحابو اهتمام و د رسول الله ﷺ په سنتو او د هغه د تابعدارۍ او تعظيم. 

 

دويمه بېلګه: 
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وفرمایل: 


چې دا ښځې د جوماتونو څخه مه بندوئ. د عبدالله بن عمر زوی بلال بن عبدالله ورته وویل: 
چې قسم په الله چې جومات ته له تگ څخه به يې منع کوو. 
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما خپل زوی سخت ورټلو چې دا شان یې هيڅکله نه و رټلی. 


هر مسلمان ورور چې موږ او تاسو ته د الله طریقه راښايې بايد بغیر له تردد او ځنډونې څخه ورته لبیک ووايو او د هغه ورور قدرداني وکړو پر ځای د دې چې موږ يې بې احترامي وکړو. 


په درنښت. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته