تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي ددغو خوړو سره احتیاط وکړئ
  تعلیم الاسلام راډيو
  April 12, 2022
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


روژاتي باید د روژه مات پر وخت خپل د خوړو په هکله فکر وکړي، که نه نو غذایي رژیم به ئې خراب سي، د نا ارامۍ، سستۍ او دردو احساس به شروع کړي او غذايې حساسیتونه به ئې پورته سي. خصوصاً بیا د هغه خوړو خوراک چي زیات خواږه او غوړ لرونکي وي.


پیشلمی د روژې په نیولو کي زښت زیات رول لري، همدا پیشلمی دی چي په مټ ئې ټوله ورځ روژه سمه، ارامه او هوسا نیسو.


دلته به د ځینو هغو خوړو څخه بحث وکړو چي د نه خوړلو او یا د کم خوړلو مشوره ئې را کړل سوې ده: 


غوړ درلودونکي سره کړي خواړه:
 پدې خوړو کي د سوډیم او شهمیاتو اندازه، څونه چي موږ ضرورت ورته لرو تر هغه زیاته ده او دا خواړه لکه سرې کړي پټاټي، سمبوسي او نور.


د مالګیني غذا خوړل: 
په تروو او مالګینو غذا ګانو کي سوډیم زیات وي او سوډیم د تږي کېدو سبب ګرځي لکه اچار، ماهی او نور...


ګاز لرونکي مشروبات: 
روژاتي باید د ګاز درلودونکي مشروبات څخه ډډه وکړي او یا خو یې ډېر کم و څیښي، د ګاز درلودونکو څیښاکونو ښه بدیل؛ اوب او د میوي جوس دی.


خواږه شیان خوړل:
خواږه شیان خوړل انرژي لري خو غذایي اهمیت ئې دومره زیات نه دی او نه هم ډېر وخت په بدن کي پاته کیږي. 


کافین درلودونکي خواړه:
د کافین درلودونکو خوراکو خوړل د بدن مایعات او نور ضروري مواد ضایع کوي، کوم چي د ورځي په اوږدو کي د بدن لپاره خورا اړین دي.

-------------------

روژه، د اوبو اهمیت او د تندي علاج
په روژه کي د تندي مخنیوی

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته