تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نهمه روژه ـ روژه او صبر
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 25, 2018
  0
ژباړه: سعيد الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
((د اورونو د مړه کولو زمينه ))
 
د نن ورځې ګټې
 
۱. د الله له لورې بښنه او معافي: (وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ )
۲. ستا لپاره همدا پوره ده چې الله ستا د زړه په صفايې باندې خبر دی.
۳. په خپل نفس باندې د غلبې او عزت ثبوت ورکول دي، الله د يو انسان عزت په معافی کولو سره زياتوي، او چا چې عاجزي اختيار کړه الله به يې سرلوړی کړي.
۴. ځان لويو لويو کارونو ته وزګارول، د لويو همتونو څښتنان د ناچيزه کارو په فکر کې نه وي.
۵. په نوي کار کولو، څارنه او د جدايې نه په حفاظت باندې قدرت او توان ترلاسه کول.
۶. د الله تعالی په رضا او جنت باندې د خوښۍ لار ده ، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( چا چې غصه وزغمله، حال دا چې د غصې په کولو توانا ؤ، الله پاک به يې د قيامت په ورځ د ټولو انسانو په وړاندې راوغواړي، د غټو سترګو په حورو کې به ورته اختيار ورکړي چې کومه خوښوي هغه ترې واخله)).
 
۷. صبر د يو انسان د کلکې ارادي او هوډ دليل دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( غښتلی هغه څوک نه دی چې په خلکو باندې په پهلوانۍ کې برلاسې شي، بلکې غښتلی هغه څوک دی چې د غصې پر مهال خپله غصه کابو کړي)).
 
۸. د مقابل لورې په راماتولو او دوستانه اړيکو جوړولو لپاره صبر تر ټولو ښه کار دی (ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ) [فصلت: ۳۴]. خپل ځان ته فکر کول او خپلو نيمګړتياوي سمونه.
 
۹. د رعب ساتنه ده، هر هغه څوک چې په هر شې د يو چا سره جګړه کوي، په خلکو کې سپک شي، بيا ورباندې ذليل خلک هم سترګي راباسي.
 
۱۰. صبر د ډيرو مرضونو دوايې او علاج دی، د بيلګې په ډول درواغ، بخل، غصه، بزدلي، ويره او پريشانتياوي.
 
۱۱. تل پاتې ملګرتيا: هر هغه څوک چې ملګري رټي، او ملامته کوي يې، تل د هغه ملګري هم د نشت برابر وي.
 
• قرآني وړانګې: 
 
 ( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ) [الاعراف: ۱۹۹].
 
[خُذِ الْعَفْوَ] امر دی پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته په ښو اخلاقو باندې ، مراد يې دا چې د خلکو سره په معاملاتو، او ژوند کې په اسان تعامل کوه، ابن کثير رحمه الله ويلي دي: دا تر ټولو مشهوره وينا ده، او دې د پاره ګواهي هم د جبريل علیه السلام خبره چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې کړې وه: (( الله پاک درته امر کړی دی: چا چې درسره ظلم او زياتی کړی وي هغې ته بښنه وکړه، چا چې له تا خپله ورکړه بندوله، ته يې ورکوه او چا چې تا سره د تعلق پريکون راوستلو ته ورسره خپلوي پاله [ پريکونه مه راوله ورسره].)).
 
[وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ] په ښايسته کارونو او ويناو سره.
 
[وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ] د بې وقوفو سره د هغويو د بې وقوفۍ په رنګ معامله مه کوه، بلکې صبر کوه د هغوی په وړاندې، قرطبي ويلي دي: دا خطاب اګر نبي علیه السلام ته دی؛ خو د ټول خلکو د پاره ادب په کې دی.
 
پيغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ لارښود دی :
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته  کنځل، بد رد د هر قسمه خلکو له لوري ويل کيدل، شاعرانو به يې په شعرونو کې بدي بيانوله، د قريشو مشرانو ورپورې خندنې کولي، بې وقوفانو په ګټو وويشتلو، دا به يې ويل چې دا کوډګر او ليونۍ دی او داسې نور تکليفونه پيغمبر صلی الله عليه وسلم په پراخه سينه، معافۍ ، صبر، نرمۍ کولو آو د هغه چا په حق چې ضرر به يې ورکول هغې ته د رحمت په دعاګانو کولو سره برداشت کولو، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د صبر او معافۍ يوه بيلګه دا هم  ده چې يو سخت طبيعته  بانډهچۍ رسول الله صلی الله عليه وسلم خوا ته راغلی، د رسول الله صلی الله عليه وسلم څادر يې د هغې په مرۍ کې دومره کلک ونيولو چې د هغه مبارک مرۍ کې لارې او نښې جوړې شوې، بانډهچي  چيغه کړه، ويې ويل: تا سره چې د الله پاک کوم مال دی ، زما په حق کې امر وکړه چې ما ته مال راکړل شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته کتل اوخندل، شاوخوا اصحابه د دې کار کولو له امله بانډهچي ته غصه ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم خندا او معافۍ ته په حيرانتيا کې دي، په اخير کې يې اصحابو ته امر وکړو چي دې ته د بيت المال نه څه ورکړئ.
 
 زرينې ويناوې: 
• ابن القيم رحمه الله ويلي دي: انسانان د ناپوهۍ پر مهال صبر کوي؛ خو د ناتوانۍ پر مهال بيا معافي کوي، الله پاک سره د پوره پوهې او علم نه صبر کوي، او د پوره قدرت سره سره بيا هم معافي کوي، يو شي د بل شي سره نه ملګري کیږي مګر هغه دې ډير سينګار پيدا کړي هغه د علم سره د صبر ملګري کيدل دي، او د قدرت او توانۍ سره د معافۍ ملګري کيدل دي، له دې امله د مصيبت په دعا کې الله پاک ستاينه يې داسې کړي ده چې صبر يې د لويي سره ملګری کړی دی، او حلم د الله پاک د ذات د لوازماتو نه دی. 
 
• احنف ويلي دي: د اوغادو د فکر نه ځان وژِغورئ. چا ورته وويل: د اوغادو فکر کوم ډول فکر دی؟ احنف وويل: له خپل حق نه تيريدنه او معافي کول ورته شرم ښکاري.
 
• ابو بکر بن عبدالله ويلي دي: د غصې اور د جهنم د اور په يادولو سره مړ کړئ.
 
په زړه پورې کيسې: 
 
د ابو ذر رضي الله عنه مريي يوه ورځ د هغې د ګډې خپه ماته کړې وه، ورته يې وويل: دا خپه ورته چا ماته کړي ده؟ مريي وويل: دا ما په قصد سره ماته کړه چې ته پرې غصه شي، نو ما به ووهي  په دې سره به ته ګناهګار شې. ابو ذر رضي الله عنه ورته وويل: زه به هرومرو هغه څوک په غصه کړم چې ته يې زما په غصه کولو تيز کړی يې، هغه مریی يې ازاد کړ.
 
عدي بن حاتم ته چا بد رد وويل او هغه ورته چپ و، کله چې هغه تن د خپلو خبرو نه وزګار شو، ورته يې وويل: د کلي د ځوانانو له راتلو نه راته که نورې بدې ردې پاتي وي هغه هم راته ووايه، هغوی د خپل مشر په حق کې د داسې خبرو اوريدنه نه خوښوي.
 
يوې وينځې ابو درداء رضي  الله عنه ته وويل: کال وړاندې مې درته زهر درکړي ول، خو په تا يې کوم اثر ونه کړ؟ ابو درداء رضي الله عنه ورته وويل: ولي دې زهر راکړي و؟ وينځې ورته وويل: ما غوښتل چې له تا نه په ارام شم. هغه ورته وويل: ځه لاړه شه ته د الله د رضا په خاطر ازاده شوې.
 
صبر کول په روژه کې:
 
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( که چا څوک وکنځل او يا يې ورته بدې ردې وويلې، نو هغه دې ورته ووايې: زما روژه ده.
 
صبر او معافي د روژې د ښايسته اخلاقو نه دي، دا د بښنې او معافۍ مياشت ده، چا چې د چا سره بد کړي وي او يا يې ظلم ورسره کړی وي انسان به معافۍ تيزوي، انتقام ترې سره د قوت نه هم نه اخلي، په دې اميد چې الله به هم ورسره ورته عمل وکړي، ځان ته دا ايت کريمه راپه زړه کوي: (وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ).
 
دعاګانې: 
• اللهم ارزقنا الحلم والانابة، واجعلنا من الذين اذا جهل عليهم صبروا، واجعلنا ممن اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما. 
• اللهم ايما امرئ شتمني او آذاني او نال مني، اللهم اني عفوت عنه، فاعف عنه.
• اللهم اني عفوت عن عبادک فاجعل لي مخرجا ان يعفو عبادک عني.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته