تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ نیکه عبدالمطلب او د قوم مخکني مشران
  تعليم السلام ويب پاڼه
  July 14, 2018
  0


نبوي سیرت (۲۶ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

قُصى بن کلاب چي ډير سخي سړئ ؤ د حاجيانو ټول مصرف يې د خپله ماله څخه کاوه د حاجيانو دپاره اوبه او خواړه دئ برابروي، په دغه سخا سره یې نور هم د خلكو په زړو کي محبت زيات سو، قصى بن کلاب وکعبې شريفي ته نژدې د قريشو  د ټولنو  او مشورو دپاره يوه ډيره لويه خونه ياصالون جوړکړى چي نوم يې (دارُالندوه) پر کښېښاوه، نو دارالندوه يو تعمير ؤ چي په هغه کي د قوم اجتماع، مجلس او  مشورې کېدلې، دغه دارالندوه داسي ځاى ؤ چي د اهلِ مکې ټوله فيصلې په دغه ځاى کي کېدلې د قريشو په منځ کي هيڅ عهد او اتفاق بيله دغه دارالندوه بل ځاى نه کېدى، حتّْی د نورو قبائلو سره هم هر قِسم وعدې او فيصلې، قراردادونه او عهدونه په دغه دارالندوه کي کېدل، هيڅ مشوره، د جنګ او صلحي فيصله بل ځاى نه کېده بيله دغه ځايه څخه، دا کار تر دغه نور هم مخ ته ولاړى هغه دا چي په مکه مکرمه کي هيچا بل ځاى واده نه کاوه مګر په دارالندوه کي چي دارِ قصى بن کلاب هم ورته ويل کېده، دا هغه دارالندوه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت په ورځ د قريشو مشران په دغه ځاى کي سره جمعه سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو فيصله يې وکړه او دا هغه کور دى چي دلته د مسلمانانو په مقابل کي د جنګ فيصلې  سوي دي، مقصد دا چي د عربو او قريشو ټول حکم او شرف په دارالندوه کي ؤ، ټوله فيصلې يې په دغه ځاى کي کېدلې او د دغه کور مؤسس قُصى بن کلاب ؤ چي دغه قُصى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څلورم نيکه دى.

 

کوم وخت چي قصى بن کلاب سپين ږيرى او ضعيفه سو دا ور معلومه سوه چي اوس مي مرګ را نژدې دى نو یې په خپلو اولادو کي وکتل وې ليدل چي ټول په مکه مکرمه کي د خپلو اخلاقو او پوهي په سبب قدر، عزت، او شرف لري بېله عبدالدار څخه، د ځان سره يې دا فکر وکړى چي نور ټول اولادونه مي په خپله د عزت خاوندان دي او عبدالدار چي تر ټولو مشر هم دى په خلكو کي عزت نه لري، نو راسه د مکې مکرمې مشرتوب و ده  ته ورکړه چي دئ هم په دغه مشرتوب د عزت خاوند سي، قصى بن کلاب وصيت وکړى چي تر ما وروسته د مکې مکرمې ټول مشرتوب د عبدالدار دى.

 

 کوم وخت چي دئ مړ سو زامنو يې هم ټول منصبونه و عبدالدار ته پرېښوول مګر کوم وخت چي بيا عبدالدار مړ سو بيا نو د قُصى زامنو د مشرتابه وظيفې په خپل منځ کي سره تقسيم کړې، د عبدالدار و اولادې ته يې سِدانه او حِجابه ور پريښوول، عبد مناف او د ده اولادې ته چي بني هاشم دي سقايه ور ورسېدل، په دغه تقسيم سره د قريشو و ټولو ښاخو ته چي د قُصى بن کلاب اولاده وه خاصه خاصه وظيفه ورکول سوه.

 

د قُصى بن کلاب يو زوى عبد مناف نومېدى چي د دغه عبد مناف بيا هاشم او مطلب زامن وه، د هاشم د اولادې څخه يو هم (شيبه) دى.
د شيبه پلار هاشم تر مکې مکرمې د دباندي عربو څخه يا په بل عبارت د مدینې منورې د بني عدي بن النجار څخه يوه ښځه چي د شرف او عزت خاونده وه په نکاح کړه څرنګه چي دې ښځي په خپل قوم کي ډير لوړ مقام او عزت درلودى نو دا هلته د خپل قوم سره په مدینه منوره کي اوسېدل او هاشم به هلته ورتلى، د واده د شرطو څخه يې يو شرط دا ؤ چي طلاق د دې په اختيار ؤ ځکه دا شريفه، مالداره او د عزت خاونده وه، د دغي ښځي څخه د هاشم بن عبدمناف زوى پيدا سو او د دغه زوى نوم يې شيبه کښېښاوه څه موده وروسته هاشم مړ سو او شيبه د خپلي مور سره تر مکې مکرمې دباندي اوسېدى، کوم وخت چي د هاشم زوى شيبه د بلوغ و سِن ته ورسېدى د ده اکا چي مطلب نومېدى او د هاشم ورور ؤ د شيبه و مور ته ورغلى او ويل: زه هلک را سره بيا يم، هغې ويل: څنګه يې بيايې دا زما زوى دى؟ دئ  بايد زما سره وي، مطلِب و ويل: زوى دي اوس غټ سو او د سړيانو و درجې ته ورسېدى دئ په خپل قوم کي د سردارانو او اشرافو څخه دى، دئ د قُصى ابن کلاب د زامنو څخه دى د ده دپاره دا نه ښايي چي بيله مکې په بل ځاى کي و اوسيږي ځکه هلته د ده شرف او عزت، احترام او مقام سته.

 

ښځي چي د شرف او سردارۍ نوم واورېدى نو یې و ويل: اختيار به ده ته پريږدو چي ستا سره ځي او که زما سره پاتيږي، کوم وخت چي يې اختيار و شيبه ته ورکړى ده و ويل: د اکا سره ځم ځکه دئ پوهېدى چي هلته شرف او عزت سته او ده  ته هم دغه شرف ډير اعتبار درلودى، که څه هم د ده عمر لږ ؤ خو د شرف په قدر پوهېدى.

 

اوس نو شيبه د خپل اکا سره د هغه پر اوښ تر شا ور سره سپور سو، هغه وخت عادت داسي ؤ چي خلكو به همېشه نوي نوي مريان را نيول، نو کوم وخت چي دوی مکې مکرمې ته داخل سوه او خلكو شيبه د مطلِب سره وليدى چي د ده تر شا پر اوښ سپور دى د خلكو دا خيال سو چي مطلِب نوى مريئ را نيولى دى نو يې و شيبه ته عبدالمطلب ويل، يعني: د مطلب مريئ، که څه هم وروسته خلكو ته دا معلومه سوه چي دا د هاشم زوى شيبه دى او د مطلب وراره دى خو شهرت يې په عبدالمطلب سره پيدا کړى.

 

دغه عبدالمطلب چي اصلي نوم يې شيبه دى او د هاشم زوى دى او هاشم د عبد مناف زوى دى او عبد مناف د قُصى ابن کلاب زوى دى زموږ د نبي محمّد رسول الله صلی الله علیه وسلم  نيکه يعني د پلار پلار دى، خير عبدالمطلب ځوان سو او واده يې وکړى.

 

د عبدالمطلب اول اولاد چي زوى ؤ حارث نومېدى چي د ده تر ټولو اولادو مشر ؤ، کوم وخت چي دغه حارِث لوى او ځوان سو  په دغه وخت کي عبدالمطلب خوب وليدى (البته عبدالمطلب نور اولادونه هم درلودل خو هغه کوچنيان وه).

 

د عبدالمطلب خوب داسي ؤ: دئ بيده ؤ او يو چا پر ږغ کړه (طِيبَه) وکِنده، ده و ويل: طِيبه څه شي ده؟ خو هغه ناره کونکى ولاړى، دئ په تعجب کي سو چي دا څنګه خوب ؤ؟ دوهمه شپه بيا بيده دى چي يو څوک ورته وايي: (بَرّه) وکِنده، ده ورته و ويل: بره څه شي ده؟ ناره کونکى بيا ولاړى، د عبدالمطلب په زړه کي ور وګرځېدل چي يوه قصه سته ځکه داسي تکراري خوب بې څه نه وي.

 

 درېيمه شپه بيا په خوب کي هغه ناره کونکى ورته راغلى او ويل: (مضمونه) وکِنده، ده ويل: مضمونه څه شي ده؟ هغه ناره کونکى بيا ولاړى، اوس نو بالکل د ده يقين سو چي يو لوى او مهم کار سته چي د هغه په باره کي درې ورځي پرله پسې خوب وينم، دغسي مکرر خوب په عادي ژوند کي څوک نه ويني.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته