تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج او عمرې ښه والى (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله ﷺ څخه د حج او عمرې په فضیلت او ښه والي کي ډېر حدیثونه رانقل سوي دي خو دلته درې حدیثونه  د ژباړي او متن سره درته بیانوو .


رسول الله ﷺ فرمایلي دي : 
مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ. (رواه البخاري عن ابي هریرة )      
ژباړه : که څوک د الله جل جلاله  د پاره حج وکړي او په حج کي بېهوده او د فسق خبري او د فسق کارونه و نه کړي نو هغه به کورته د ګناه څخه دا ډول پاک راستون سي لکه په کومه ورځ چي د مور څخه زېږېدلی وو.  


په دې حدیث کي د حج دا لویه ګټه ذکر سوې ده چي که څوک په اخلاص سره د الله جل جلاله  لپاره حج اداء کړي یعني ریا په کښي نه وي بلکي مقصد يې د الله جل جلاله رضا او د ثوابونو ګټل وي او همدا راز په حج کي د ناروا جنسي اړیکو، ناکاره خبرو او د فسق هر ډول کار او خبري پکښي و نه کړي نو په دا حج سره به یو مخ د ګناه څخه پاک سي ، ده چي هر څومره ګناهونه مخته کړي دي هغه به ټول الله جل جلاله د دې حج لکبله وربخښي او د ګناهونو څخه به دا ډول پاک سي لکه کوچنی ماشوم چي تازه د مور څخه پیدا سوی وي . 


رسول الله ﷺفرمایلي دي :

تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ 
ثَوَابٌ إِلَّا الْجَنَّةُ.
(رواه ترمذي عن عبد الله بن مسعود ) 
ژباړه :  تاسو حج او عمره یو په بل پسې اداء کوئ ځکه حج او عمره فقر او ګناهونه دا ډول له منځه وړي لکه څه ډول چي د پښ کوره د اوسپني ، سرو او سپینو زرو سره ګډ ناکاره شیان او کوټ سره بېلوي او قبول سوی حج بېله جنت څخه بل ثواب او بدله نه لري .


په دې حدیث کي بیا د حج او عمرې دواړو څو فضیلتونه ذکر سوي دي یو دا چي حج او عمره چي څوک اداء کوي نو هغه به الله جل جلاله د فقر او مسکنت څخه وساتي .


ځیني کسان ددې بېري څخه حج او عمره نه اداء کوي چي وایي خرڅ مي کیږي داسي نه سي چي سبا اړ او محتاج سم په دې حدیث کي مسلمانانو ته ډاډ او اطمنان ورکول سوی دی چي د فقر او مسکنت څخه مه بېرېږئ بلکي د حج او عمرې په وسيله سره مو الله جل جلاله  فقر او لوږه  له منځه وړي .


دا د حج او عمرې دنیاوي ګټه سوه او د آخرت ګټه يې داده چي ټول ګناهونه يې په رژول کیږي لکه څه ډول چي سره یا سپین زر پښ په کوره کي ویلي کړي او هغه کوټ چي ورسره ګډ وي هغه یو مخ ځني را بېل کړي ، خالص سل په سلو کي سره او سپین زر پاته سي ، همدا ډول په حج او عمره مسلمان د ګناه څخه پاک کېږي او مبرور حج یعني هغه حج چي په هغه کي څوک د ګناه خبري او د ګناه کارونه و نه کړي دونه زیات ثواب لري چي هغه ته به حتما الله جل جلاله جنت په عوض کي ورکوي .


ابنِ عَبَّاسٍ رضی الله عنهما وايي رسول اللهﷺ د انصارو یوې ښځي ته چي أُمُّ سِنَانٍ نومېدله وویل : تا ولي زمونږ سره حج و نه کړی ؟ 

 


هغې ورته وویل چي زما څښتن دوه اوښان لرل پر یوه هغه او زوی حج ته ولاړل او په بل اوښ باندي زمونږ مريي اوبه راکښلې ، رسول الله ﷺ ورته وویل : 
فَعُمْرَةٌ فِي رَمَضَانَ تَقْضِي حَجَّةً أَوْ حَجَّةً مَعِي.  (مسلم )
ژباړه : نو د رمضان یعني د روژې د میاشتي عمره د حج ځای نیسي او یا يې داسي ورته وویل : زما سره د حج کولو ځای نیسي .


دا چي په حج او عمره کي هم دنیاوي او هم اخروي ګټي نغښتي دي نو ځکه رسول اللهﷺ وایي چي تاسو کله حج او کله بیا عمره یو په بل پسې ادا کوئ.  


د حج پرېښودلو سزا
یهود او نصاری حج نه کوي خو پر مسلمانانو باندي حج فرض دی او حج د اسلام پنځم رکن دی نو کوم کس چي د حج د ادایني توان ولري او بیا هم حج اداء نه کړي وفات سي ددې کس مړینه د الله رسولﷺ دا ډول ګڼلې ده لکه څوک چي اسلام پریږدي پر یهوديت یا نصرانیت مړ سي .


رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:

مَنْ مَلَكَ زَادًا وَرَاحِلَةً تُبَلِّغُهُ إِلَى بَيْتِ اللَّهِ وَلَمْ يَحُجَّ فَلَا عَلَيْهِ أَنْ يَمُوتَ يَهُودِيًّا أَوْ نَصْرَانِيًّا وَذَلِكَ أَنَّ اللَّهَ يَقُولُ فِي كِتَابِهِ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنْ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا } (رواه الترمذي عَنْ عَلِيٍّ )
ژباړه : که څوک دونه توښه او سپرلۍ په واک کي ولري چي تر کعبې شریفي په رسېدلای سي او بیا حج اداء نه کړي نو ددې  نفر لپاره بې فرقه ده که پر یهودیت مري او که پر نصرانیت مړ کیږي ، ځکه چي الله  جل جلاله  په قران کي وایي : د الله  جل جلاله  لپاره  پر هغو کسانو چي و بیت الله ته د تلو توان لري حج فرض دی او که څوک کفر وکړي یعني حج اداء نه کړي نو الله جل جلاله هغه ته اړتیا نه لري ځکه الله جل جلاله  د ټولو عالمونو څخه غني ذات دی . 

 

مسلمانه وروره ! حج په ټول عمر کي یو ځلي فرض دی که پر چا سږ کال حج فرض سي او حج و نه کړي او بیا شل کلونه وروسته حج اداء کړي نو ددې کس غاړي خلاصېږي دا ځکه چي د حج د ځنډ لکبله کومه ګناه نه پر راځي ، خو دا هیچا ته نه معلومیږي چي دده د عمر څو کلونه نور پاته دي ، د شعبان یعني برات په پنځلسمه شپه د راتلونکي یوه کال ټول کېدونکي او پېښېدونکي شیان لیکل کیږي او اړوندو موظفو ملایکو ته ښودل کیږي، نو ځکه هر مسلمان ته په کار ده چي د حج په اداء کولو کي تلوار وکړي څه معلومه ؟ کېدلای سي چي دده نوم د هغو کسانو په نوم لړ او فهرست کي ملایکو ته ورکول سوی وي چي هغو ی سږ کال مړه کیږي او څوک چي د حج د اداء کولو توان ولري او حج اداء نه کړي مړ سي د دا ډول کس مرګ رسول الله ﷺ په مخکني حدیث کي د یهودیت او نصرانیت د مرګ سره برابر مرګ بللی دی .
کوم کسان چي د حج توان ولري او حج و نه کړي په قران کي الله جل جلاله د هغو حج نه کول کفر بللی دی:

  وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ. (٩٧ ال عمران )


ژباړه : او که څوک کفر وکړي یعني د کافرانو په شان عمل وکړي او حج اداء نه کړي نو زیان يې خپله هغه ته رسیږي ځکه الله جل جلاله غني دى د چا و عبادت ته اړتیا نه لري .  

 

ماخذ: د حج ښه ملګری

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته