تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ د پلار عبدالله د ذبحي قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 26, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۰ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله ﷺ د پلار عبدالله د ذبحي قصه

اوس قريش ورته ټينګ دي چي قسم دى که زوى حلال کړې که تا دا کار وکړی دا به په عربو کي عادت او طريقه پاته سي چي د هر چا لس زامن پيدا سوه يو به حلالوي؟ هلته به نو د ژوند څه خوند او څه مزه وي؟ عبدالمطلب د زوى پر حلالولو  ټينګ دى او  قريش يې منعه کوي، په آخر کي يې و ويل:چاره څه ده؟ دوى ويل: د کاهنانو څخه به پوښتنه وکړو، بيا يې هغه د بني سعد کاهن اختيار کړى چي پر هغه به فيصله کوو، د دغه مشکل د حلولو دپاره د بني سعد کاهن ته ورغله دا وار هغه کاهن پرځاى ؤ، دوى د کاهن څخه پوښتنه وکړه چي په دې مسئله کي څه وايې؟ کاهن و ويل: په تاسي کي د يوه نفر د وژلو ديت څه شي او څومره دى؟ دوى ويل: لس اوښه.

 

ديت و څه ته وايي؟ جواب:که د يو چا څخه يو بل انسان په خطا کي و وژل سي د دغه قاتل څخه د دغه قتل او وژلو په بدل کي يو څه مال اخستل کيږي او د وژل سوي نفر وکورنۍ ته ورکول کيږي چي و دغه ته ديت وايي. 

 

نو کاهن و ويل: په تاسي کي د يوه نفر د وژلو ديت څه شي دى؟ دوى  ويل: لس اوښه، کاهن و ويل: تاسي بيا غشي سره ګډ کړی پر يوه غشي عبدالله وليکى پر بل غشي لس اوښه، که د اوښانو غشى را و وتى اوښان به حلال کړی عبدالله خلاص سو او  که د عبدالله غشى را و وتى نو لس اوښه به شل اوښه کړی بيا به يې د عبدالله سره واچوى، په هر وار چي اوښان را و وتل پر هغه اندازه اوښان به حلال کړی او که د عبدالله غشى را وتى لس لس اوښه به نور پر زياتوى تر څو چي د اوښانو غشى را وزي او عبدالله د حلالېدلو څخه خلاصيږي، د دوى هم دغه فيصله خوښه سوه او بيرته مکې مکرمې ته راغله، بيا د کعبې شريفي کاهن ته ورغله چي د عبدالله او لسو اوښانو په منځ کي غشي سره واچوي، د غشو تر ګډولو او را ايستلو وروسته د عبدالله غشى را و وتى، لس اوښان يې نور پر زيات کړه چي شل اوښه او عبدالله سوه بيا د عبدالله غشى را ووتى، لس اوښه يې نور پر زيات کړه چي ديرش اوښه سوه، بيا د عبدالله غشى را ووتى، دغسي لس لس اوښان زياتوي او د عبدالله غشى را وزي څو د اوښانو شمېر و سلو ته ورسېدى، لس واره غشي سره ګډ سوه خو هر وار به د عبدالله غشى را وتى کوم وخت چي د اوښانو شمېر و سلو ته ورسېدى او غشي سره ګډ سوه دا وار د اوښانو غشى را و وتى،

 

 يعني: اوښان بايد حلال کړل سي او عبدالله خلاص سو، خو عبدالمطلب و ويل: يا! دا مي نه ده قبوله بل وار يې بيا سره ګډ کړی، بيا يې غشي سره ګډ کړل بيا د اوښانو غشى را و وتى، عبدالمطلب ويل: يا! درېيم وار يې بيا سره ګډ کړی غواړي چي په دې کار کي چم او حيله نه سي جوړ او پوره تاکيد وسي، درېيم وار بيا غشي ګډ سوه چي يوه طرف ته عبدالله او بل طرف ته سل اوښان دي بيا د اوښانو غشى را و وتى. 

 

عبدالمطلب هم د عبدالله په عوض او فديه کي سل اوښه حلال کړه او  د هغو د غوښو د خوړلو او وړلو څخه يې نه انسانان منعه کول نه حيوانان او رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي (اَنَا اِبنُ ذَبِيحَينِ) يعني: زه د دوو حلال کړل سوو زوى يم، چي مقصد يې عبدالله او اسماعيل علیه السلام  دی او دوى دواړو ته الله جل جلاله  نجات ورکړى.
 


دا د عبدالله د حلالولو  قصه وه، خو الله جل جلاله  په دغه طريقه سره خلاص کړى.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته