تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بېله عمله جنت ته داخلیدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 4, 2018
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

(کله چي رسول الله ﷺ د یهودو د غدر او خیانت په وجه پر خیبر حمله کول نو یهودو ته یې درې اختیاره ورکړل خو پردې سربیره یهودو پر مسلمانانو ناڅاپه حمله وکړل.... د خیبر قلا دروازې درلودې)

 

 د دغي دروازې د خلاصيدلو سره يو مريئ را و وتى چي د يهودو پسونه يې پېول (شپانه ؤ) دئ په داسي ډول سره را و وتى لکه دغه پسونه چي پيايي مګر د هغو پسو سره د مسلمانانو و لښکر ته ورغلى او بيا رسول اللهﷺ ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! ما ستا پر دين ايمان راوړى دى او وايم: لا اله الا الله وانّکَ رسولُ الله، رسول اللهﷺ د ده په ايمان خوشاله سو، بيا شپانه و ويل: دغه پسونه زما سره امانت دي او زه بيرته يهودو ته نه ورځم نو دغه پسونه تاسي اخلى؟

 

رسول اللهﷺ و فرمايل: يا، شپانه ويل: نو څه په وکم؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: امانت بايد بيرته و خپل خاوند ته ورکول سي که څه هم زموږ د دښمنانو څخه وي، موږ امانت مال نه اخلو، مريي ويل: نو څنګه يې بيرته ورولم؟ که يهود زما په اسلام خبرسي ما وژني، رسول اللهﷺو فرمايل: د دوى پر طرف يې ور و شړه، شپانه ويل: ورکيږي، رسول اللهﷺ ويل: ته يې ور و شړه، شپانه هم اطاعت وکړی او پسونه يې د هغه خپلي قلا پر طرف ور  وشړل، اصحاب کرام وايي: دغه پسونه د خپلي قلا و طرف ته داسي رهي وه لکه شپانه چي ور رهي کړي وي ترڅو چي قلا ته ننوتل، نو شپانه خپل امانت تسليم کړی، بيا نو د مسلمانانو د طرفه حمله او هجوم شروع سوه او دغه شپانه هم په دغه حمله کي ګډون وکړی د اول وار د پاره يې په جنګ کي حصه واخستل او شهيد و وژل سو، په سهار کي مسلمان سو او د ماپښين تر لمانځه د مخه شهيد سو نو يې په اسلام کي هيڅ لمونځ نه ؤ کړى، دلته نو رسول الله ﷺ و فرمايل:

 

 که څوک غواړي چي د اهل جنت څخه و يوه داسي نفر ته وګوري چي هغه نفر دي په ټول عمر يو رکعات لمونځ نه وي کړى نو دي و دغه شپانه ته وګوري او د ده سره اوس دوې حور العين ور سره دي رضی الله عنه.

 

په حديث شريف کي راغلي دي چي جنت و تاسي ته ستاسي د چوټي تر بند در نژدې دى او اور هم دغه رنګه نژدې دى، نو و جنت ته تلل ډير آسانه دي چي الله جل جلاله يې و چا ته آسانه کړي، الله جل جلاله دي يې زموږ ټولو په آساني سره په نصيب کړي. 

 

ـــــــــــــــ

ماخذ: د سرورِ کائنات ﷺ ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته