تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند دوهم نوم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 15, 2018
  1

صبور ګل صابر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو خپله ژوند دی چې باید ژوند وکړل شي، ژوند ټول انسانان کوي هغه که روغ دی او که لیونی دی، نوی زيږیدلی ماشوم دی او که شیخ فاني دی، سالم او په سمه لار تلونکی دی او که بې لاري ګمرا دی، ټول د ژوند په لومړنې نوم کې حسابیږي او ټول ژوند کوي. هغه څوک چې  له ژونده سره اوږه په اوږه درومي کوم طرف چې ژوند او زړه  یې غواړې دی ورسره لکه مړ کب ځي، نه په ژوند کې الهي حدود پيژني او نه د نظم او قوانینو په اصولو خبر وي، دا ژوند دی او دا د ژوند لومړنی نوم دی.

 

د ژوند دوهم نوم مبارزه ده، د ژوند سوکالۍ او ارامۍ ته ځان رسول، په ژوند کې فکرونه روزل، قومونه متحدد کول، پرمختګونه راوستل، خوشحالۍ راوستل ، سهولتونه ایجادول، دا ټول شیان په مقدسه مبارزه لاسته راوړل کیږي، دوهم ژوند یوازې هغه څوک کولای شي،  چې د مقاومت ځواک ولري، روغ احساس ولري، شعور یې پاک او سپیڅلي و اوسې،  د بې لاریوو په ګرداب کې ګډ نه کړل شي چې عالمان ورته "غالین" وایي، او د مستقیمي لاري حدود او قوانینو کې سم منسجم او منظم د ژوند یون وکړای شي، دې دوهم ژوند کې ځیني انسانان ژوند کولای شي خو ټول نه.

 

هر وخت ژوند له خوشحالیو ډک نه وي، مشکلات او ستونزي د ژوند طبعي قانون دی چې راځي به، خو له مشکلاتو سره مبارزه نه کول تر ټولو بد او د ژوند له دوهم نوم څخه تېښته ده، که هره ستونزه ښه رهبري کړو ممکن د دې ستونزې لاندې لوی بری پټ وي، که تېر تاریخ وګورو له ډېرو سختیو ډېر سپيڅلي او مخور کدرونه راوتلي،  خو دا هلته کېدلای شي چې له ستونزو سره مبارزه وشي، ستونزو ته تسلیم نه شئ، او ستونزي کړاوونه، دردونه ښه رهبري کړئ، له سختۍ سره لویه کامیابي حتمن راځي، نو د ژوند دوهم  پړاو کې وه اوسیږئ،  او ستونزو ته مه تسلیمېږئ.

 

 

خوشحالي هم لکه ستونزې داسي رهبریت ته ضرورت لري،  ډېر کله انسان په خوشحالیوو کې غرق پرق شوی دی، خوشالي یې نه ده رهبري کړې او د ژوند په لومړي نوم کې پاته شوی دی، ځکه کله چې د خوشحالۍ سره مبارزه ونشې خوشحالي دې هم کندې ته غورځولی شي، تر ستونزو خوشحالي قوي مبارزي ته ضرورت لري، ډېر خلګ ما لېدلي چې د ژوند له ډېرو سهولتونو سره یې مبارزه نه ده کړه،  یاني سوکالي او خوشحالي یې نه ده زغملې،  د ژوند په لومړي نوم کې یې ژوند فلج شوی دی، او ځان یې ابدې جهنم ته رسولی دی.

 

خوشحالي او سوکالي د ژوند په دوهم نوم ولمانځئ هېڅکله هم ژوند خپلي مخې ته مه پرېږدئ، له ژوند سره په هر حال کې مبارزه وکړئ او ژوند په قوي  مبارزه  رهبري کړئ!

ټولي تبصرې (1)
عبدلقدیر پوپل
September 16, 2018

صابر  صاحب ژوند ته د دې زوایه کله هم ما نه وه کتلی ، ریښتا هم چی په زړه پوری ده دویم ژوند خو بختور دی هغو چی په نصیب شوی وی او الله پاک دی موږ ته هم دویم ژوند را په برخه کړی 

پر قلم دی برکت سه ، د نوی لیکنی په هیله 
په درنښت
پوپل 
پلازمینه 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته