تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ رضاعت او پرورښت (۳۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 16, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۴ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رضاعت او پرورښت

 

 اوس به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تي رودلو  او پرورښت په باره کي يو څه معلومات درته بيان سي هغه داسي: کوم وخت چي به د قريشو نارينه اولاد پيدا سو هغه به يې په مکه مکرمه کي نه لوياوه او  د دې کار دپاره څو سببه وه، يو سبب دا ؤ  چي مکې مکرمې ته د هره ځايه څخه خلك راتله او  ځيني خلك به د ډيري مو دې دپاره په مکه مکرمه کي پاته کېدل لکه دغه اوس چي هم دغسي ده او  د قريشو سره به يې راکړه ورکړه او راشه درشه درلودل نو  کوم هلکان چي به په مکه مکرمه کي لويېدل د هغو  ژبه به د دغه اختلاط په سبب په سل کي سل خالصه او فصيحه عربي نه وه، د هغه بېګانه خلكو د اخلاقو او ژبي تر تاثير لاندي کېدل، نو د دې جهته قريشو دا ښه بلل چي د دوى اولادونه ترمکې مکرمې دباندي لوى سي، دا د دې دپاره چي ژبه يې پر فصيحه عربي واوړي، کوم وخت چي به يې د ژبي د زده کولو عمر تېرسو بيا به يې بيرته مکې مکرمې ته راوستل ځکه بيا به د دغو نورو خلكو د ژبي تر تاثير نه لاندي کېدل. 

 

او بل سبب دا ؤ چي قريشو غوښتل چي د دوى اولادونه سخت سري د تکالیفو او مشکلاتو زغم او تحمل ولري د سختيو او تکاليفو سره عادت ولري، ځکه د دوى په مخ کي جنګونه او سفرونه وه دوى نه غوښتل چي اولادونه يې په ښار کي نازک او پاسته لوى سي، ځکه كوم کسان چي په ښارو کي لوى سي هغه نرم، پاسته او  نازک طبيعته وي د تکاليفو او مشکلاتو زغم او تحمل نه سي کولاى، نو سختۍ او تکاليف په صحراء کي وه، دا معلومه خبره ده چي د صحراء خلك سخت سري او متحمِّل وي. 

 

درېيم سبب دا ؤ: چي مکه مکرمه ښار او ديني مرکز ؤ د هره ځايه څخه قِسم قِسم خلك ورته راتله او دغو خلكو د خپلو ځانو سره رنګارنګ مرضونه را وړل، مګر صحراء د مرضو څخه پاکه وي، که اطرافي خلك د ښاري خلكو سره مقايسه کړل سي په هغو کي مرض لږ او نادر پيدا کيږي، په دغو څو سببو د قريشو دا خوښه وه چي اولادونه يې تر مکې مکرمې دباندي لوى سي، نو ځکه خپل کوچني اولادونه يې د صحراء خاصتًا د بني سعد و داييګانو ته ورکول چي هغه يې و صحرا ته بوزي او هلته يې لوى کړي، بيا چي به دغه هلکان لوى سوه بيرته به يې مکې مکرمې او خپل مور او پلار ته راوستل. 

 

د صحراء خلكو  بيا دغه کار د رزق د پيدا کولو دپاره کاوه، خو داييګانو پر دې کار تنخواه او معلومه مزدوري نه اخستل دا يې عيب باله چي د شيدو قيمت واخلي د کوچني د اخستلو په وخت کي پرکوم مبلغ، تنخواه، يا د شيدو پر بدل هيڅ اتفاق نه کېدى، خو بيا څه موده ترمنځ او په آخر کي د کوچني د مور او پلار د طرفه و دايې ته هديې او سوغاتونه ورکول کېدل چي په هغو هديو سره به داييګانو خپل ضرورتونه پوره کول.

 

  دغه د صحراء داييګاني به څه موده ترمنځ و مکې مکرمې ته راتلې او هغه نوي پيدا سوي کوچنيان به يې ور سره بېول، په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دنيا ته تشريف را وړى د بني سعد څخه داييګاني راغلې چي په مکه مکرمه کي نوي پيدا سوي کوچنيان ور سره بوزي، د دوى په جمله کي يوه ښځه يا دايي وه چي نوم يې حليمه ؤ او  د مېړه نوم يې حارث ؤ.

 

د بني سعد قبيله ټول غريبان وه خاصتاً په دغه کال چي بارانونه هم نه وه او وچ کالي وه، په دوى کي بيا حليمه ډېره غريبه وه، حليمې خپل کوچنئ د تي زوى هم درلودى او  په قريشو کي ګرځي چي يو بل کوچنئ هم پيدا کړي او د دغه خپل زوى سره تئ  ورکړي، خو حليمه په خپله وايي چي د ډيري لوږي او غريبۍ په سبب مي دومره شيدې نه درلو دې چي دغه خپل زوى په موړ کړم، نو دا بل کوچنئ به څنګه ور سره مړوم؟  مګر احتياج او مسكنت و دې کار ته مجبوره کړې وم، حليمه چي د خپلي قبيلې څخه راتله پر يوې خرې سپره وه چي دغه خره یې هم ډيره ډنګره او ضعيفه وه، پر لاري به د ضعف په سبب تر ټولي قافلې وروسته رهي وه، نورو ښځو به نارې پر وهلې چي حليمې ژر سه و دي ځنډولو، خو حليمې چي به هرڅه کوښښ وکړی چي خره يې چابکه سي هغه نه سواى تلاى، خير! په ډير تکليف يې ځان و مکې مکرمې ته ورساوه، اوس نو داييګاني په مکه مکرمه کي کور په کور په کوچنيانو پسي ګرځي، خو هره دايي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مور آمنې ته ورسي او په دې پوه سي چي هلک يتيم دى په پټه خوله يې پريږدي او دا ولاړه سي، دا ځکه چي داييګانو په اول کي د تنخوا يا مزدورۍ خبري نه کولې او  ټول اميد به يې و هغو هديو او سوغاتو ته ؤ چي په وروسته کي ورکول کېده، نو داييګانو ته چي به دا معلومات وسوه چي هلک يتيم دى پلار نه لري د ځان سره به يې و ويل: د هلک  مور به موږ ته څه هديه او سوغاتونه راکړي، نو په پټه خوله به د کوره و وتلې او هلک به يې  پرېښاوه، داييګانو داسي فکر کاوه چي نيکه دومره غمخور نه دى لکه پلار، او  مور د مال او پيسو خاونده نه ده موږ ته څه نه سي را کولاى، نو خود ټولو دايي ګانو محمّد  صلی الله علیه وسلم  پرېښاوه.

 

راسى چي  قصه په خپله و حليمې ته پريږدو چي دا يې په تفصيل سره را ته بيان کړي.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
http://www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته