تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ژوند نه خوند واخله: پرمختګ وکړه (۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2018
  0

كتاب: له ژوند نه خوند واخله
ليكوال: د.محمد العریفي/ ژباړن: نصرت الله محمود
تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پرمختګ وکړه


له ځینو خلکو سره په شل کلنۍ کې کښینه نو وبه وینې چې ځانګړی فکري طریقه او انداز لري.


او بیا ورسره په دیرش کلنۍ کې کښینه نو وړتیاوې به یې همغه وي چې وې هیڅ پرمختګ به یې نه وي کړی.


بل خوا له ځینو نورو سره چې کښینې نو وبه وینې چې له خپل ژوند نه زدکړه کوي ورځ تر بلې پرمختګ کوي بلکې د هر ساعت په تیریدو یې دیني یا دنیوي حالت ښه کیږي که غواړې چې په دې اړه د خلکو ډولونه وپیژنې نو راځه چې د دوی حالت او کړو وړو ته ځیر شو:


د مثال په ډول رسنیزي خپروني
ځیني خلک هغه څه پکې څاري چې معلومات یې ورزیاتوي او ځیرکتیا ور بښي او د خبرو اترو هغه رغونکي پروګرامونه اوري چې د خبرو کولو، ژبې پوهې او حاضر ځوابۍ وړتیاوې ورزیاتوي د مناظرې او خلکو ته د قناعت ورکولو لارې چارې ورښیي او په دې سره د نورو له تجربو ګټه اخلي.

 

او ځیني نور دي چې هیڅ سریال به ترې نه وي پاتې که هغه د ناکامې میني وي یا عاطفوي کوم سریال، یا خیالي ډارونکی فلم وي او یا هم نور له درواغو ډک مبتذل فلمونه چې هیڅ حقیقت نه لري.


نو راځه د الله لپاره ووایه چې پنځه کاله بعد او یا لس کاله بعد به د دواړو څه حال وي؟! 


د کوم یوه وړتیاوې به لوړې شوې وي؟


د کوم یوه معلومات به زیات شوي وي؟


او د کوم یوه د خبرو قوت نورو ته د قناعت ورکولو صلاحیت او له حالاتو سره د مقابلې وړتیا به رشد کړې وي؟


یقینا چې د لومړني!


بلکې د دواړو د خبرو انداز به فرق کړی وي لومړنی به په شرعي نصوصو او حقیقي اعداد او شمار استدلال کوي او د دویم استدلالات به د ډمانو او فلمي اداکارانو خبرې وي.


تر دې چې یوه ورځ یوه د خپلو خبرو په جریان کې وویل الله تعالی فرمایي: زما بنده ته هڅه وکړه زه دې مرسته کوم!!
نو متوجه مو کړ چې دا ایت نه ده نو رنګ یې بدل شو او چوپ شو خو چې الفاظو ته یې ځیر شوم نو پوه شوم چې دا د یوه مصري سریال د یوه ادا کار الفاظ دي چې د ده په ذهن کې کښینستي!!


هو څه چې په دیګ کې وي هغه کاسې ته راوزي.


بلکې راځه یو بل اړخ ته یې:
د اخبارونو او مجلو په لوستلو کې څومره خلک دي چې ګټور خبرونه او معلومات لولي هغه چې د دوی شخصیت غښتلی کوي معلومات یې زیاتوي او وړتیاوې یې لوړوي. بل خوا ځیني نور دي چې په اخبارونو او مجلو کې د سپورټ او ادا کارانو له پاڼو پرته نور څه نه ګوري!!


تر دې چې نن سبا اخبارونه او مجلې په خپلو کې په دې سره مسابقه کوي څو په خپلو ګڼو کې د سپورټ او ادا کارانو پاڼې ډیري کړي.


همداسې زموږ مجلسونه درواخله او هغه وختونه چې موږ یې مصرفوو.


نو که غواړې چې له ځان نه یو څه جوړ کړې نو د وړتیاوو د زدکړې هڅه وکړه هر چیرته که وي او په ځان یې عملي کړه.


د ښو اخلاقو اغیز


عبدالله یو ملتزم کس وو خو ځینې وړتیاوې یې کمې وې یوه ورځ له کوره راووت تر څو د ماسپښین لمونځ اداء کړي ځکه ملتزم او دینداره کس وو هڅه یې کوله تر څو مسجد ته له رسیدو وړاندې ترې جماعت ونه دریږي.


د لارې په اوږدو کې د کجورې په یوې ونې راتیر شو چې په سر کې یو سړی د کار په کالو کې کجوري اصلاح کوي.


عبدالله دې سړي ته حیران شو چې لمانځه ته یې هیڅ پام هم نه ده لکه آذان یې چې نه وي اوریدلی او اقامت ته اصلاً منتظر نه ده!!


نو په غوسه یې ورغږ کړ: لمانځه ته راښکته شه.


سړي په سړه سینه وویل: سمه ده، سمه ده.


بیا یې ورغږ کړ: ژر شه احمقه لمونځ وکړه!!


 سړي چیغه کړه: زه احمق یم!! له ونې یې یوه څانګه راوشکوله ترڅو عبدالله په سر پرې ووهي او په راښکته کیدو شو!!
عبدالله خپل مخ په څادر کې پټ کړ چې ویې نه پیژني او ژر ژر جومات ته ولاړ.


سړی له ونې په غوسه راښکته شو کور ته ولاړ لمونځ یې وکړ او لږ ارامه شو بیا ونې ته راوخوت ترڅو خپل کار تر سره کړي د مازدیګر وخت داخل شو عبدالله د جومات په نیت راووت. د کجورې په ونه راتیر شو چې ګوري سړی بیا دونې په سر کې ده.


نو ویې ویل: السلام علیکم څه حال ده.


سړي وویل: الحمدلله خیرت ده.


عبدالله وویل: الله دې برکت پکې واچوي سږ کال کجوري څنګه دي؟


سړي وویل: الحمدلله ښې دي.


عبدالله وویل: الله دې بریالی لره الله دې په مال کې برکت واچوه او الله دې اجر درکړي.


د سړي تندی ورین شو او خوښ شو له عبدالله یې مننه وکړه.


بیا عبدالله وویل: لکه چې په کار کې ډير مصروفه وې د مازدیګر آذان دې نه ده اوریدلی!! د مازدیګر اذان شوی او اقامت نژدې ده نو که راښکته شې اسوده به شې جماعت به هم وکړې له هغه وروسته به دې کار مکمل کړې الله د صحتمند لره.


سړي وویل: إن شاءالله، إن شاءالله.


نو په ارامه ارامه راښکته شو بیا له عبدالله سره مخ شو او ګرمه ستړې مشي یې ورسره وکړه ویې ویل: ستا له دې ښو اخلاقو مننه کوم خو هغه ماسپښین چې راباندې تیر شو ارمان چې ویې وینم چې وروښیم احمق څوک دی!!


نتیجه:
د خلکو سره د مخ کیدو پر وخت ستا وړتیاوې ستا سره د دوی د رویې اساس تشکیلوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته