تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تبلیغي جماعت امیر حاجي عبدالوهاب صاحب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2018
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حاجي عبدالوهاب صاحب چي د نړیوال تبلیغي جماعت امیر وو، تر اوږدې مریضۍ وروسته د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۸ وفات سو. 

 

حاجي عبدالوهاب صاحب په کال ۱۹۲۳م کي د هندوستان په ډهلي ښار کي پیدا سوی او د اسلامیه کالج لاهور څخه یې د تحصیل سند ترلاسه کړی او د هند د دیوبند د عالم او د طریقت د شیخ مولانا عبدالقادر رايپوري رحمه الله څخه متاثره وو.

 

حاجي عبدالوهاب صاحب په ځوانۍ کي د هند په "مجلس احرار اسلام" ګوند کي کار کاوه او ویل کیږي چي وروسته د همدې ګوند رئیس هم پاته سوی دی. دې ګوند په هند کي د انګریزانو پر خلاف سیاسي او مذهبي مبارزه کول او د محمد علي جناح د پاکستان د نظریې همدارنګه د قادیاني فرقې مخالف وو. د قادیاني فرقې خلاف یې زیاته مبارزه وکړه تردې چي په رسمي شکل یې دوی د وخت په حکومت کافران اعلان کړل.

 

 

حاجي عبدالوهاب صاحب د تبلیغي جماعت د لومړني مؤسس حضرت مولانا محمد الیاس رحمه الله په ژوند کي د تبلیغي جماعت سره یو ځای سو او خپل ژوند يې دعوت الی الله ته وقف کړ او د هند د عالمي شورا غړی هم وو.

 

حاجي عبدالوهاب صاحب د تبلیغي جماعت د امیر په حیث په ټوله نړۍ کي مینه وال لري او جماعت يې تقریباً په ۱۲۰ هیوادو کي د تبلیغ کار مخ ته بیايي او زیات خلګ د دوی د دعوتي کاروان مله او ور څخه متاثر دي. د یوه راپور له مخي دا جماعت تقریباً ۱۵۰ میلونه پلویان لري. (د نړۍ ۵۰۰ اغیزمن ترین مسلمانان، کال ۲۰۱۵)

 

حاجي عبدالوهاب صاحب په کال۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کي د نړۍ د ۵۰۰ اغیزمنو ترینو مسلمانانو په لسم مقام کي شمېرل سوی وو او په کال ۲۰۱۸م کي د نړۍ څوارلسم اغیزمن ترین مسلمان بلل سوی دی.

 

د حاجي عبدالوهاب صاحب یو څو ویناوي:

 

۱: د الله پرته بل هیچا ته امید مه کوئ.

 

۲: دا چي موږ د ټول انسانیت د هدایت نیت نه دی کړی نو پر دې استغفار ووایاست.

 

۳: لا حول ولا قوة الا بالله وایاست.

 

۴: دعاء وکړئ چي الله تعالی د خپل مشیئت مطابق د دین کار را څخه واخلي.

 

۵: موږ به هغه څه کوو چي الله عزوجل یې غواړي او دا به وایو چي بیله الله پاک څخه په بل چا کار نه کیږي. ابوجهل به ویل چي کله مریضي راته راسي د مریضۍ د بت عبادت کوو، کله چي په جنګ کي د فتحي ضرورت وي د جنګ د بت عبادت کوو، نو یو الله څنګه دا ټوله کارونه کوي؟! ابوجهل ته قراني جواب ورکول سو چي یو الله عزوجل هر څه کوي.

 

ګرانو وروڼو! الله تعالی په خپل یوه حکم سره اوه اسمانونه، مځکي او ستوري پيدا کړل نو د همدغه الله پاک څخه به هر څه غواړو او ددې طریقه موږ ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم را ښوولې ده.

 

نو ډير کوښښ به پر دې کوو چي الله عزوجل سته، هر څه د هغه په قدرت کي دي. یو خو دا خبره په خوله کول دي، بل دا خبره په زړه منل دي. همدا فکر به هر ګړی کوو چي الله عزوجل زموږ څخه څه غواړي هغه به پوره کوو او د ټولي نړۍ انسانان به د هغه ترسره کولو ته اماده کوو، همدا زموږ دنده ده!

 

۶: خلګ هلته دباندي د جهالت په اور کي سوځي او تاسي دلته زما د روغتیا په اړه وخت ضایع کوی.

 

حاجي عبدالوهاب صاحب د ۹۵ کالو په عمر وفات سو او د ژوند ۷۴ کاله یې د دعوت کار ترسره کړی.

 

الله تعالی دي د ټولو اسلامي داعیانو اسلامي خدمات قبول کړي.

 

-----------------------

د کندهار د تبلیغي اجتماع یو څو ویناوي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته