تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هوښیارو خلکو ځانګړتیاوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 9, 2018
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ ټول کوښښ کوو چي هوښیار و اوسو، هوښیار معلوم سو او له هوښیارۍ څخه کار واخلو. راسئ! د هوښیارو خلګو په خاصیتونو ځان خبر کړو، ځان په پوه کړو او په ژوند کي ئې عملي کړو. 


۱.  دوی تعلیم کوي:

تعلیم هغه روښنایي ده چي په مټ یې د پوه او ناپوه واټن معلومیږي. هوښیاران د تعلیم په مرسته ورځنی ژوند ښکلی کوي او د سبا لپاره طرحه جوړوي.


۲. مشورې اخلي:

که څه هم دوی یو عالم فکر او پراخه مطالعه لري خو بیا هم د نورو څخه مشورې اخلي تر څو د نقص او زیان په وخت کي د ملامتیا احساس و نه کړي.


۳. د خپلو غلطیو څخه زده کړه کوي:

هوښیاران خپله غلطي بیا بیا نه تکراروي بلکي د کړو غلطیو څخه پند او درس اخلي.

 


۴. دوی منظم وي:

هوښیاران د ژوند په ټولو امورو کي منظم وي، د ژوند د لوړو او ژورو پر وخت ځان په کلکه کابو کوي. نه د زیاتي خوښۍ پر وخت خپل ځان غولوي او نه د پریشانۍ پر وخت خپل حواس د لاسه ورکوي.


۵. د ناکامۍ څخه نه بیریږي:

هوښیاران په پوره میړانه، دلچسپۍ او پام سره د غر غوندي کلکو او لوړو کارونو پر خوا ور درومي او د کامیابۍ په امید د بیري او ناکامۍ لاسونه ور تړي.


۶. د اولیت حق پېژني:

هوښیاران غیر ضروري کارونه او اضافي کارونه تر هغو کارونو شاته کوي چي د دوی لپاره اړین نه وي. 


۷. دوی د هوښیارانو لخوا رهنمایي کیږي:

هوښیاران د نورو هوښیارانو پر مشورو غوږ نیسي، د دعا طلب ځني کوي او مشکلات د هغوی و مخته ږدي.


۸. اړیکي ساتي:

هوښیاران تل د ټولني د هر ډول وګړو سره اړیکي ساتي ترڅو د مشکل په وخت کي تر شا لوی  فوځ ولري.


۹. پیسي نه مصرفوي:

دوی همیشه ددې په هڅه کي وي چي د راتلونکي لپاره پلانونه ولري نو پلانونو ته د شکل ورکولو لپاره پیسو ته ضرورت سته، او هوښیارانو مخکي تر مخکي ورته سپما کړې وي. 


۱۰. دوی صابره وي:

د الله عزوجل لخوا پر تقدیر باور لري او په کارونو کي د تدبیر څخه کار اخلي. د تاوان په وخت کي زیات فکرجن کیږي نه او د ګټي په وخت خپل پلانونه له پامه نه غورځوي. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته